د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته غځول شوی


د طالبانو حکومت په هرات والایت کې په تصویري رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګولی دی.

په دې سره په افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو د بندیز لړۍ د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته وغځېده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د دې بندیزونو دوام د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ځپلو لامل شوی دی.

د دغه مرکز د همغږۍ او عدالت غوښتنې کمېټې مسولې سمیه ولي زاده ازادي راډيو ته وویل: " په هرات کې د رسنیو مسولینو ته په شفاهي ډول ویل شوي چې له دې وروسته د ژوندیو موجوداتو تصویرونه نه شي خپرولای، دا د ډېرې اندېښنې وړ مسله ده او د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د حاکم نظام له لوري د بیان پر ازادۍ او رسنیو محدودیتونه لا سخت شي. "

دا محدودیت په هیڅ ډول د رسنیزو معیارونو، د مطبوعاتو له ازادۍ او د اطلاع رسونې له معیارونو سره سمون نه لري

نوموړې وايي دا چې د افغانستان رسنۍ وتوانیږي خپلې قانوني خپلواکۍ ترلاسه کړي اړتیا ده چې د طالبانو د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي او د ټولیزو رسنیزو قانون ومنل شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان ( اې، ایم، ایس، او ) هم په خپله اېکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې په هرات ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز غندلی او ویلي یې دي دا محدودیت په هیڅ ډول د رسنیزو معیارونو، د مطبوعاتو له ازادۍ او د اطلاع رسونې له معیارونو سره سمون نه لري.

دغه بنسټ په خپل بیان کې ویلي دا اقدام نه یوازې د بیان ازادي او معلوماتو ته د خلکو لاس رسی محدودوي بلکې په افغانستان کې د رسنیو، په کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو هم لوی ګوزار دی.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ د طالبانو له حکومته غواړي چې رسنیو ته اجازه ورکړي څو له فشار او سانسور پرته په ازاده فضا کې معلومات چمتو او خپاره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان په هرات کې یو شمېر خبریالانې وايي په تصویري رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو په تصویرونو بندیز د دې رسنیو د بندولو هڅه ده.

کله چې یوه تصویري رسنۍ په غږیزه رسنۍ بدلیږي، ایا فکر کوۍ د فعالیت انګیزه پاتې کیږي؟

له ډلې یې یوې خبریالې د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "کله چې یوه تصویري رسنۍ په غږیزه رسنۍ بدلیږي، ایا فکر کوۍ د فعالیت انګیزه پاتې کیږي؟ نه بلکل نه،ایا اورېدونکې به ولري؟ دا ډېر منفي اغیز لري، موږ که تصویري رسنۍ ونه لرو، هیڅ ډول نه شو کولای د خلکو غږ ته انعکاس ورکړو."

له دې مخکې یو شمېر رسنیزو فعالانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د تصویري رسنیو فعالیت د خلکو د خبرولو مهمه وسیله ده او دوی ټینګار کړی چې تصویري محتوا د خلکو د لیدو او پوهیدو لپاره ډیره د درک وړ ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي له هرات څخه مخکې، دا بندیز په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل او بلخ ولایتونو کې په لیکلي یا شفاهي بڼه اعلان شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، کندهار ولایت کې د ټولنیزو رسنیو کارونکو په ځانګړي ډول یوټیوب چلونکو ویلي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن لمنکر ریاست له لوري په دې ولایت کې د دوی په فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو حکومت په رسنیو د محدودیت په لګولو تورن کړی او ویلي یې دي طالبانو رسنۍ اړې کړي چې ان ځانونه سانسور کړي.

داسې مهال چې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په رڼا کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په ۱۰ مه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون خپور کړی.

د دې قانون د ۱۷ مې مادې پر بنسټ د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول منع شوي دي.

هغه مهال د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي وو چې دا ا قانون به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلی شي.

خو د رسنیو د ملاتړ سازمانونه ادعا کوي چې دې قانون په رسنیو محدودیتونه سخت کړي او د لسګونو تلویزیونونو د تړلو یا راډیو ته د هغوی د اړولو لامل شوی دی.


XS
SM
MD
LG