په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه د اندېښنو په دوام، تازه د دې هیواد د بشري حقونو کمیسیون ( ایچ، ار، سي، پي) ویلي، ګڼ شمېر افغان کډوال د ناروغۍ پر مهال د پولیسو د نیولو له ویرې ان روغتونونو ته نه ځي.
دغه کمیسیون پرون د سپټمبر په ۲۳ مه په یو بیان کې په ځانګړي ډول هغه امیندواره میرمنو ته اشاره کړې چې جدي روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري خو د پولیسو له ویرې له کورونو نه شي وتلای.
یو شمېر روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې په برخه کې مرسته نه کوي
په بیان کې په دې وضعیت اندېښنه ښودل شوې او په کې راغلي: «په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ان امیندوارې ښځې، چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري، هم له دې کبله له مرستې غوښتلو ډډه کوي.»
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي ځیني راپورونه شته چې یو شمېر روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې په برخه کې مرسته نه کوي چې اوس مهال یې د ویزه موده پای ته رسېدلې ده.
( ایچ، ار، سي، پي) دغه چلند له انساني کرامت نه سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا نه یوازې د پاکستان د اساسي قانون بلکې د ټولو هغو نړیوالو بشري ژمنو خلاف عمل دی چې دغه هیواد لاسلیک کړي دي.
په همدې حال کې په پاکستان کې میشت یو شمېر افغانان وايي اوس مهال چې د ویزو تمدید یې بند شوی په دې هیواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
پخوانۍ خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله یاسمین نبي زاده چې اوس مهال په پلازمینه اسلام اباد کې ژوند کوي وايي د پولیسو د نیولو له ویرې ان له کورونو نه شي وتلای. "افغان پناه غوښتونکي دلته د ویزې د نه لرلو له امله د ناروغۍ پر مهال د پولیسو له ویرې ان روغتونونو ته نه شي تللی ځکه ډاریږي چې دوی به ونیول شي، نو دوی نه شي کولای چې ډاکتر ته لاړ شي او خپلو ځانونو ته درمل واخلي."
د ویزې د نه لرلو له امله موږ لکه د زندان په څېر په کورونو کې بندیانې یو
د اسلام اباد په بې ۱۷ سیمه کې میشته یوه بله افغانه میرمن علیزۍ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې څه موده مخکې ناروغه وه د اسلام اباد په یو دولتي روغتون کې د دې لپاره چې ویزه یې نه درلوده درمل ورنه کړل شول. "له دې وضعیته تر ډېره میرمنې زیانمنونکي دي، په ځانګړې ډول امیندواره میرمنې چې دوی اړتیا لري ډاکتر ته لاړې شي، په مسلسل ډول مشوره واخلي او خپلې ستونزې ورسره شریکي کړې خو د ویزې د نه لرلو له امله موږ لکه د زندان په څېر په کورونو کې بندیانې یو او د ناروغۍ پر مهال ان ډاکتر ته نه شو تللی، د ویزو نه تمدید موږ له ډېرو سختو ستونزو سره مخ کړي یو."
دوی وايي د روان کال له جولای میاشتې راهیسي پاکستان د دوی د ویزو تمدید بند کړی چې له امله یې په دې هیواد کې د میشتو لسګونه زره افغانانو برخلیک چې ډیری یې نورو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري له ګواښ سره مخ کړی.
په دوی کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان، د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ غړي او یو شمېر نور شامل دي او پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې په پاکستان کې د میشتو افغان میرمنو وضعیت حساس دی او که دوی بیرته خپل هیواد ته استول کیږي هغه ځای چبرته چې په پراخه کچه جنسیتي اپارتاید عملي کیږي نو د دوی ژوند او راتلونکې له ګواښ سره مخ کیږي.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه، چې د راپورونو له مخې تر دې دمه یې نږدې دوه میلیونه بې اسناده افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو ادارو له پاکستانه په وار وار غوښتنه کړې چې له دې هیواده د افغانانو د جبري اېستلو بهیر ودروي خو پاکستان تراوسه دغه غوښتنه نه ده منلې، او هره ورځ زرګونه افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنوي.
تازه د اسلامیک ریلیف ادارې ویلي د روان کال له پیله نږدې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته دغه هیواد ته ستانه شوي دي چې دا د نړۍ تر ټولو ستره سرحدي ستنېدنه بلل کیږي.
دغه ادارې ویلي هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستنیږي چې د افغانستان پر محدودو سرچینو دروند فشار راولي، هغه چې د مرستو له کمښت، مرګونو زلزلو او سختې وچکالۍ سره مخ دي.