د ولسمشر ټرمپ مخکنی دریځ داسې و چې دواړه لورې، اوکراین او روسیه باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ځینو سیمو سره تیر شي.
روسیه دا مهال د اوکراین د خاورې له پنځو شاوخوا یوه برخه په واک کې لري، چې پکې د تور سمندر ټاپو وزمه کریمیا هم شامله ده چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په غیر قانوني ډول له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې پر اروپایي متحدینو غږ وکړ چې له روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي او پر چین او هند یې تور پورې کړ چې د مسکو جګړه د روسیې د تیلو د اخیستو له لارې تمویلوي.
ټرمپ وویل هغه کولی شي د روسیې پر وړاندې بندیزونه ولګوي، خو که اروپا ورته اقدام ونه کړي، وخت ضایع کیږي.
تر دې خبرو وروسته ښاغلي ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د غونډې په پيل کې خبریالانو ته وویل چې د ناټو هیوادونه باید هغه روسي الوتکې راوغورځوي چې د ناټو د غړیو هیوادو فضا ته ننوځي. وروسته بیا د امریکا ولسمشر په خواله رسنۍ کې ولیکل، روسیې له درې نیمو کلونو راهیسې بې هدفه جګړه پيل کړې ده، که چیرته یو سم پوځي ځواک وای نو له یوې اونۍ په لنډ وخت کې به یې دا جګړه ګټلې وای. ټرمپ دا هم لیکلي دي"د اوکراین او روسیې د پوځي او اقتصادي وضعیت له درک کولو وروسته او د هغو اقتصادي ستونزو له لیدو وروسته چې روسیې ته یې رامنځته کړې دي، اوکراین د اروپایي اتحادیې په ملاتړ د خپلې بشپړې خاورې د بیرته ترلاسه کولو توان لري."
د اوکراین ولسمشر د خبرې غونډې پرمهال د ټرمپ څرګندونې وستایلې او ویې ویل چې دا ستر بدلون دی او د امریکا ولسمشر ته د اوکراین وضعیت اوس سم روښانه شوی دی.
د ټرمپ د ټولنیزو رسنیو د څرګندونو په ځواب کې، په ملګرو ملتو کې د روسیې د استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي خبریالانو ته وویل، هر پيغام ته دومره مه احساساتي کیږئ.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس وویل چې د ټرمپ په لید کې د بدلون هرکلی کوي او زیاته یې کړه: "موږ په دې ډېر خوښ یو ځکه دا ټول سم ګامونه دي."
کالاس بیا وویل، چې اروپا باید د روسیې د انرژي له اخیستو لاس واخلي، اوکراین باید جګړه وګټي او دا ټولې هغه خبرې دي چې ټرمپ وکړې.
ټرمپ همدارنګه داسې ښکاره کړه چې د اوکراین ته به پوځي ملاتړ ته به دوام ورکړي، ده وویل چې امریکا به خپلو متحدینو ته وسلې ورکړي چې ناټو یې له خپلې خوښې سره سم وکاروي.