امریکا له ازبکستان او قزاقستان سره له ۱۲ ملیارده ډالرو څخه ډیرې سوداګریزې معاملې لاسلیک کړې دي.
د امریکا ولسمشر وایي چې د ازبکستان هوایي چلند د څه باندې اته میلیارډه ډالرو په ارزښت یو تړون له بوینګ کمپنۍ سره لاسلیک کړ.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې تړون له مخې به ازبکستان دوه ویشت بوینګ الوتکې ترلاسه کړي.
بل لور ته د منځنۍ اسیا بل هیواد قزاقستان د پنسلوانیا له یوه شرکت سره د ریلګاډي په شمول د یوشمیر تجهزاتو تړون چې څلور اعشاریه دوه میلیارډه ډالر ارزښت لري، لاسلیک کړی دی. د امریکا د سوداګرۍ وزارت دا د امریکا په تاریخ کې د ریل ګاډي ترټولو لویه معامله وبلله.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک په نیویارک کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره د تړون د لاسلیکیدو پرمهال وویل، دا تاریخي تړون به د امریکا او منځنۍ اسیا ترمنځ د فرصتونو د زیاتوالي او د اړیکو د پراختیا سبب شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې تړون تر لاسلیکیدو مخکې په ټیلفون د قزاقستان له ولسمشر سره چې د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی، خبرې وکړې.
ټرمپ هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره چې ډیرې زیرمې لري اقتصادي اړیکي زیات کړي، ځکه چې ښاغلي ټرمپ ته د نادره منرالونو پېریدل مهم دي چې د وسلو په ګډون په نوې ټکنالوژي کې استعمالیږي.
په نړۍ کې د کمیابه منرالونو ډیر تړونونه چینایانو کړې دي.
ټاکل شوې ده چې نیویارک ته د دې سفر په ترڅ کې د قزاقستان ولسمشر د امریکایي شرکتونو له اجراییوي رییسانو سره وګوري. دا غونډه د امریکا د سوداګرۍ خونې له لورې تنظیم شوې ده. د دې میاشتې په پيل کې د پنځه ویشت امریکایي شر کتونو اجراییوي رییسان قزاقستان ته تللي وو چې دا منځنۍ اسیا ته د امریکایي لویو شرکتونو تر ټولو ستر پلاوی و.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت د امریکا د سوداګرۍ خونه د ازبکستان د سوداګرو کوربتوب وکړي. د سپتمبر په پیل کې د امریکا ولسمشر د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیایف سره د پانګونې په اړه خبرې کړې وې او په اګست کې ولسمشر ټرمپ د نړیوالو ملګرتیاو لپاره خپل ځانګړی استازی پاولو زمپولي تاشکند ته استولی و چې له میرضیایف سره وګوري.
کارپوهان وایي چې د مرکزي اسیا هیوادونه د چین او روسیې د نفوذ د توازن لپاره د واشنګتن د پانګونې په لټه کې دي.