د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

د روغتیانړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پیښې زیاتې شوې دي


په افغانستان کې د ملاریا په مثبتو پېښو کې د زیاتېدو په اړه اندېښنه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په وروستیو کې په دې هیواد کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.

ډبیلو ایچ او په خپل تازه میاشتنې راپور کې چې پرون د سپټمبر په۲۲ مه یې خپور کړی ویلي په تېره اګسټ میاشت کې د دې ناروغۍ ۱۲۸۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا شمېر د جولای د میاشتې په پرتله ۲۱ عشاریه ۷ سلنه زیاتوالي ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د روان کال د اپریل میاشتې راهیسي په دوامداره توګه د ملاریا د ناروغۍ پېښې مخ په زیاتېدو دی.

په همدې حال کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې هم وايي، په وروستیو کې د دوی په سیمو کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.

د ختیځ ننګرهار یوه اوسېدنکې فضل وهاب ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسي یې د کورنۍ څو غړي په دې ناروغۍ اخته شوي دي. "دا څو ورځې کیږي چې په کور کې ماشومانو سختې تبې کولې، چې وینه مو ورته معاینه کړه، معلومه شوه چې ملاریا دي، په کور کې هر دوهم ماشوم ملاریا دی، په کلي کې هم همدا حال دی، لویان او ماشومان ټول ملاریا دی، علت یې دادی چې په اوس وخت کې د ملاریا ماشي زیات شوي دي."

ملاریا یوه ساري میکروبي ناروغي ده چې د ماشي په وسیله له ناروغ انسان نه روغ انسان ته انتقالیږي

د لغمان ولایت یوه اوسېدونکې بشر احمد هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته خبره وکړه.

" زما ورور همدا اوس ملاریا دی، ډېرې سختې او لړزانده تبې کوي، او سخت ځان درد لري، درمل یې اخیستي خو لا نه دی ښه شوی."

روغتیا پوهان وايي ملاریا یوه ساري میکروبي ناروغي ده چې د ماشي په وسیله له ناروغ انسان نه روغ انسان ته انتقالیږي او تر ډېر ماشومان او امنیدواره میرمنې زیانمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۵ هېوادونه توانېدلي دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي، خو لا هم لسګونه هېوادونه شته چې دغه ناروغي پکې شته او د میلیونونو وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۸۳ هېوادونو کې په دغې ناروغۍ ۲۶۳ میلیونه کسان اخته شوي چې له ډلې یې څه کم شپږ لکه کسان مړه شوي وو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د روغتیا نړیوال سازمان د نوي راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو په افغانستان کې د داخله ناروغیو یو شمې متخصص ډاکټران تاییدوي چې په دې وروستیو کې د ملاریا د ناروغیو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملاریا پرازیت په بدن کې د وینې سره حجرات خرابوي او د سختې تبې، ځان درد او یخنۍ لامل ګرځي

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر انعام الله حسین زاده ازادي راډيو ته وویل: " د ملاریا پرازیت په بدن کې د وینې سره حجرات خرابوي او د سختې تبې، ځان درد او یخنۍ لامل ګرځي، که په وخت یې درملنه ونه شي د ځیګر او پښتوروګو جدي ستونزې پیدا کولای شي، له بده مرغه اوس مهال یو وار بیا د ملاریا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي."

نوموړی وايي اوس مهال چې لا هم هوا ګرمه ده، خلک باید د ملاریا له ناروغۍ نه د مخنیوي په هدف پشه خانې استعمال کړي او دغه شان په انګړ او شاوخوا سیمو کې د ولاړو اوبو ډنډونه ختم او په خونو او کورونو کې دوا وپاشي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او څه هم په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ د مخ پر زیاتېدونکې کچې په اړه اندېښنه ښودلې خو ورسره یې د یو شمېر ساري ناروغیو د کموالي خبره هم کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د شدیدو تنفسي ناروغیو، ډینګي تبې، شري او دغه شان د کویډ ۱۹ په کچه کې د پام وړ کوالی راغلی دی خو بیا هم د خلکو روغتیا ګواښي.

روغتیا پالان وايي د اقلیم بدلون او له امله یې رامنځته کېدونکو کړکېچونو لکه سیلابونو، ورښتونو، زلزلو، وچکاليو او ډېرې تودوخه، د ملاریا د لېږدونکو ماشو یعنې انافیل د نسل ډېرېدو ته لار هواروي.

د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې ملاریا په نړیواله کچه په هره دقیقه کې د یوه کس ژوند اخلي.


XS
SM
MD
LG