د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۸

د ناټو الوتکې نن تیارسئ حالت ته راغلې


ارشیف
ارشیف

ناټو الوتکې په داسې حال کې د اروپا په ختیځ کې د تیار سئ په حال کې راغلې چې روسیي الوتکي د جمعې په ورځ د ناټو د یوه غړي هیواد، استونیا هوایي حریم ته د شاوخوا دولس دقیقو په مخه داخلې شوې. دا په تیرو څو ورځو کې دریم ځل دی چې روسیي الوتکې د ناټو د غړیو هیوادو فضا ته داخلیږي.

د پولنډ او د ناټو نورې جټ الوتکې نن په داسې حال کې راپاڅیدلې چې روسیې پر اوکراین د ډرون الوتکو او توغندیو یو بل لوی برید پيل کړ.

روسیي ځواکونو تیره شپه وروسته تر دې دا بریدونه وکړل چې پرون درې روسیي میګ- یو دیرش الوتکې د استونیا هوایي حریم ته ننوتې او په وروستیو کې روسیي ډرون د پولنډ او رومانیا فضا ته داخلې شوې.

د پولنډ پوځي عملیاتي قوماندې په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې« د پولنډ او متحدانو الوتکې د پولنډ پرفضا ګرځي او پر مځکه د هوایي دفاع او رادار د کشف سیستمونه د تیارسی په حال کې دي».

د تیارسی دغه حالت چې نوي دقیقې یې دوام وکړ، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله تر بل هر وخت د سخت خبرداري حالت څرګندوي.

د اوکراین هوایي ځواکونو خبر ورکړ چې د روسیې په وروستي برید کې د روسیې پنځه سوه نهه اویا ډرون، دوه دیرش کرزو توغندي او اته بالستیک توغندي شامل وو.

د اوکراین ولسمشر وویل چې د دې بریدونو په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. ولادیمیر زیلینسکي زیاته کړه چې د دښمن هدف د اوکراین د زیربناو له منځه وړل و.

زیلینسکي د سپتمبر د ۹مې له ډرون بریدونو وروسته پر ناټو غږ وکړ چې ګډو هڅو ته اړتیا شته او باید په ګډه لاس په کار شو.

ناټو د سپټمبر په دولسمه ویلي و چې دوی یو نوی فعالیت پيل کړی چې له بریتانیا، ډنمارک، فرانسې او جرمني څخه به د اروپا ختیځ لورې ته اضافي پوځي تجهیزات واستوي.

خو ناټو د اوکراین پر فضا د یوې هوایي ګمبزې له جوړیدو سره مخالفت کړی دی.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دوی تیره شپه یوسل او نهه څلویښت اوکرایني ډرون الوتکي په مختلفو سیمو کې غورځولي دي.

د روسیې او اوکراین له لورې د جګړې په ډګر کې دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدلی.

اوکراین بیا د خپلو ډرون الوتکو د بریدونو په تړاو ویلي دي چې دوی قزاقستان ته نژدې د ساراتوف او سمارا په سیمو کې د تیلو تاسیسات په نښه کړې دي.

XS
SM
MD
LG