د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

روسیې او اوکراین یو پر بل تازه بریدونه کړي


ارشیف
ارشیف

روسیې او اوکراین له پرون راهیسې یو پر بل بریدونه تبادله کړي دي. روسیې په اوکراین کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د اوسپنې پټلۍ پر تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړی چې پولتاوا کې یې لږ تر لږه ۵ تنه ټپیان کړي دي.

د پولتاوا سیمې والي ولادیمیر کوهوت د پنجشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې ولیکل چې د پولتاوا په میرهورډ ښار کې د روسیې برید اور ولګاوه چې وروسته د بیړني خدماتو لخوا مړ شو.

د اوکراین د اوسپنې پټلۍ دولتي ادارې دا هم وویل چې د روسیې بریدونو په سیمه کې د سټیشنونو بریښنا په موقت ډول قطع کړه، چې د مسافر وړونکو اورګاډو د ځنډ لامل شو.

په پولتاوا کې پرریل پټلۍ له بریدونو مخکې په خارکیف او دونیتڅک کې هم روسي ځواکونو ورته اهداف په نښه کړي وو.

د اوکراین د سیمه ییزې پراختیا وزیر اولیکسي کولیبا روسیه تورنه کړه چې په قصدي ډول د اوکراین لوژستیک او ملکي زیربناوې په نښه کوي ترڅو د هیواد پر اوسیدونکو او اقتصاد فشار زیات کړي.

د روسیې بریدونه په کیف او چیرنیهیف سیمو کې هم راپور شوي.

د اوکراین هوايي ځواک وویل چې دوی د روسیې لخوا توغول شوېو پنځه اویا ډرون الوتکو څخه ټولټال اته څلویښت ویشتلي دي.

بل لورته روسیې هم په ولګوګراد سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د لوی برید راپور ورکړی دی.

د سیمې والي، اندری بوچاروف، وویل چې د ډرون ټوټې غورځیدو د دوو شخصي کورونو چتونه ویجاړ کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې د ولګوګراد ښار په جنوبي برخه کې یې د یو لړ چاودنو غږونه اوریدلي دي.

وروسته، د اوکراین ځانګړو ځواکونو وویل چې دوی د ولګوګراد د تیلو پر تصفیه خانې برید کړی او تاسیسات یې اړ د عملیاتو درولو ته اړ کړي.

روسي چارواکو دا ادعا هم کړې چې د روسیې د بلګورود سیمې په شیبیکینو ښارګوټي کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو سړی وژل شوی او ورور یې سخت ټپي شوی دی.

پر اوکراین روسیې بې دلیله یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پیل شو، لا هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG