د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

ټرمپ د چین د څارنې لپاره د بګرام هوایي اډې د نیولو خبره بیا تکرار کړه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر

 د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا ویلي، هڅه کوي د بګرام هوایي اډه بېرته تر خپل واک لاندې راولي. هغه د پنجشنبې په ورځ په بریتانیا کې وویل، د دې اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره یو اساسي دلیل دادی چې دا ځای د چین اټومي وسلو ته نژدې دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بګرام هوایي اډې د بېرته ترلاسه کولو په هڅه کې دی؛ هغه اډه چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط او له دغه هیواده د امریکايي ځواکونو له وتلو ورسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۸مه) د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر سره یوه خبري غونډه کې، بګرام د نړۍ له لویو هوایي اډو څخه وبلله.

موږ بګرام، چې د نړۍ له لویو هوایي اډو څخه ده، ساتو. موږ هغه وړیا هغوی ته پرېښوده. اوس هڅه کوو بېرته یې ترلاسه کړو
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ په خپلو خبرو کې د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وتلو په پرېکړه هم نیوکه وکړه ویې ویل"موږ بګرام، چې د نړۍ له لویو هوایي اډو څخه ده، ساتو. موږ هغه وړیا هغوی ته پرېښوده. اوس هڅه کوو بېرته یې ترلاسه کړو او دا کیدای شي تازه خبر وي. موږ د هغې د بېرته ترلاسه په هڅه کې یو، ځکه هغوی موږ ته اړتیا لري او موږ هغه اډه غواړو. یو اصلي دلیل یې دا دی، لکه څنګه چې پوهېږئ، دا هده هغه ځای سره چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي یوازې یو ساعت واټن لري."

د طالبانو حکومت تر اوسه د ډونالډ ټرمپ د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو هم ځواب نه کړې.

بګرام هوایي اډه په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د شل کلن حضور په موده کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اصلي اډه وه.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داشان څرګندونې کوي.

هغه تر دې مخکې هم په څو ځلي د بګرام هوايي اډې په اړه ورته خبرې کړې دي.

ټرمپ ولسمشري لپاره په خپل یو انتخاباتي کمپاین کې ویلي و، که بریالی شي، هڅه به وکړي چې چین وڅاري او د بګرام اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

هغه دغه شان په ځو ځلي ادعا کړې چې دا اډه اوس د چین په ولکه کې ده، خو د طالبانو حکومت دا خبره رد کړې او ټینګار یې کړی چې بګرام هوايي اډه د هېڅ بهرني ځواک په لاس کې نه ده.

ډونالډ ټرمپ چې د ولسمشرۍ په لومړي پړوا کې یې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو، مخکې هم د جو بایډن د حکومت پر مهال د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وتلو او طالبانو ته د بګرام د هوايي اډې د سپارلو په اړه د هغه په ادارې نیوکې کړې وې او دا کار یې د امریکا لپاره «شرموونکی» بللی و.

XS
SM
MD
LG