اروپایي کمیسیون نن چهارشنبې د سپټمبر په اولسمه په غزه کې د جګړې له امله له اسراییل سره د سوداګرۍ تړون د ځنډولو وړاندیزوکړ خو داسې ښکاري چې د دغه وړاندیز د تایید لپاره د اروپایي ټولنې په غړیو کې کافي ملاتړنشته. د دغه اقدام له امله د ۵،۸ ملیارډ ایرو په ارزښت چې ۶،۸۷ ملیارډ ډالره کیږي، د اسراییل صادرات اغیزمن کیږي.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کایا کالاس همدارنګه د یوشمیربندیزونو وړاندیز کړی چې په ترڅ کې د اسراییل د کابینې دوه وزیران، اسراییلي میشت ځایونوکې تاوتریخوالي کې ښکیل هستوګن او د سخت دریځې حماس ډلې لس جګپوړي غړي په نښه شوي دي. د رویترز خبري آژآنس د راپورله مخې د اسراییل د کابینې دوه وزیران، د ملي امنیت وزیر ایتماربین ګویر او د مالیې وزیربیزالیل سموتریخ دي چې دواړه ښي اړخي سیاستوال بلل کیږي.
په غزه کې د اسراییل د نژدې دوه کلنو پوځي عملیاتو په نتیجه کې خراب شوي بشري وضعیت د اروپایي ټولنې پرمشرانو فشارونه زیات کړي چې یوڅه باید وکړي. اروپایي ټولنه له اسراییل سره د سوداګرۍ یوه لویه شریکه ده چې د دې ټولنې په وینا د دوی دواړو ترمنځ تیرکال د سوداګریزو توکو کچه ۴۲،۶ ملیارډ ایرو ته رسیدله. که د آزادې سوداګرۍ تړون وځنډول شي نو به اسراییل لکه د نورو هیوادونو په څیرچې له دې ټولنې سره د سوداګرۍ تړونونه نه لري، له ګمرکي تعرفو سره مخامخ شي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د اروپا وړاندیزونه "له اخلاقي او سیاسي پلوه تحریف شوي دي، او دا تمه کیږي چې هغه به ونه منل شي".
اروپایي ټولنه دغه اقدام داسې مهال کوي چې د اسراییل پوځ د غزې پرښار د بریدونو په دوام له دې ښارڅخه د پاتې اوسیدونکو د وتلو لپاره د یوې بلې لارې د پرانستلو اعلان کړی دی.
پوځ وویل چې دغه نوې لاره به د چهارشنبې له غرمې څخه د سپتمبر تر ۱۹مې، د جمعې تر غرمې پورې پرانیستې وي.
دغه اقدام په غزې ښار کې د اسراییلو د پوځ د عملیاتو په دویمه ورځ هغه مهال وشو چې په زرګونو کسانو چې د کورونو وسایل یې راټول کړي و، هڅه کوله چې د الرشید له ساحلي لارې له غزې ښارڅخه ووځي.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ اټکل کوي چې د غزې ښارد شاوخوا یوملیون نفوس ۳۷۰،۰۰۰ تنو یې د سې شنبې تر ورځې پورې خپل کورونه پریښي او د جنوبي المواسي سیمې پر لور کډه شوي دي.
اسراییلو د غزې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې له سیمې ووځي.
اسراییل ادعا کوي چې په غزې ښارکې د حماس نژدې درې زره وسله وال پټ شوي او هغوی له ولسي خلکوڅخه د ډال په توګه کاراخلي. حماس د اروپایي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی.
د اسراییل دفاع وزیر یسرایل کاتز په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې عملیاتو هدف د برمته و خوشي کول او د حماس ځپل دي.