د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې ځانګړې ناستې کوربه توب کوي.

په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش درې میاشتې راپور امنیت شورا ته وړاندې شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ازادي راډي، ته وویل چې دې ناستې ته به روزا اوتنبایوا خپله وروستۍ وینا هم وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د اغلې اوتنبایوا دنده د روانې میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسیږي او د ښاغلي فایق په خبره د ځای ناستي د ټاکلو لپاره یې بحثونه روان دي.

"په دې ناسته کې به د امنیت شورا غړي هیوادنه د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه وکړي، دغه شان له د ناستې له پیل وړاندې (د ښځو سولې او امنیت ) په نوم د امنیت شوا د ۹ غړو هیوادونو شریک پرېکړه لیک به هم وړاندې شي او په دې کې به په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خپل دریځ روښانه کړي."

نوموړی وویل چې په دې ناسته کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازولي او د افغانستان د مدنې ټولنې ځینې استازي هم بحث کې ګډون وکړي.

دا ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغه څرګندونو یوه ورځ وروسته کیږي چې د طالبانو له لوري د بشري مرستو په ویش کې یې د ښځو د نه ګډون پرېکړه "احمقانه" وبلله.

نوموړي پرون سې شنبه د سپټمبر ۱۶ مه په یو خبري کنفرانس کې وویل:" هغه څه چې اوس مهال په افغانستان کې روان دي دا په بشپړ ډول د تحمل وړ نه دي، دا هیڅ د منلو نه دي، دا احمقانه دي، ځکه په بشري مرستو کې د ښځو په ګډون محدودیت د افغانستان خلکو ته لویه ضربه رسوي."

یو شمېر افغانې میرمنې د امنیت شورا له ناستې تمه لري چې په خپلو بحثونو کې به د افغان میرمنو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

له ډلې یې یوې میرمنې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

" د یوې افغانې ښځې په توګه چې اوس مهال په افغانستان کې ژوند کوم زما هیله له دې ناستې داده چې د افغان ښځو مسایلو ته لومړیتوب ورکول شي، تر څو د زده کړو په ګډون په کار او نورو برخو کې پر ښځو لګول شویو محدودیتونو ته د پای ته رسېدو حل لارې پیدا شي."

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې له دې وړاندې د افغانستان په اړه د امنیت شورا په ناستو کې په وار وار په افغانستان کې د ښځو د حقونو پراخ نقض غندل شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې د دوی په وړاندې خپل محدودیتونو پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په خبره د روانې سپټمبر په ۷ مه په کابل کې طالبانو د دې ادارې ښځینه کارکونکو ته دفتر ته د ننوتلو اجازه ورنکړه او وروسته دا محدودیت په شفاهي ډول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیمه ییزو دفترونو ته هم وغځېده.

یوناما ویلي چې د طالبانو د دغه اقدام په وړاندې او د خپلو کارکونکو د ساتنې په هدف یې په دې هیواد کې خپل عملیاتي پلانونه ځنډولي دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واک وروسته د کار او زده کړو په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دا اقدامات په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي خو طالبانو ټینګار کړی چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه تامین کړي، هغه ادعا چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG