د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

په پاکستان کې د بریدونو په زیاتیدو سره پرافغان طالبانو نیوکې زیاتې شوي


شهبازشریف
شهبازشریف

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د سختدریځو وسله والو د خونړیو بریدونو له زیاتوالي سره د هغه هیواد صدراعظم شهباز شریف یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړچې د پاکستان په وړاندې دې یوه لاره غوره کړي، یا دې له اسلام آباد سره ودریږي یادې هم د ده په وینا له ترهګرو سره.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو او لکي مروت سیمو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې ۳۱ سخت دریځي وسله وال وژلي دي. دا هغه سیمه ده چې تردې مخکې د وسله والو په برید کې نژدې شل پاکستاني پوځیان وژل شوي و. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تیرې یکشنبې په ورځ سیمې ته د سفرپه ترڅ کې یوځل بیا پرافغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي او له اسلام آباد سره دې لاره خپله کړي. هغه یوځل بیا تورپورې کړ چې وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته پکارده چې د پاکستان په وړاندې یوه لاره غوره کړي. د ده په وینا که غواړي له پاکستان سره له زړه او په رښتیا اړیکې ولرې نو دوی هم ورته تیاردي.

" که دوی له ترهګرو سره دریږي نو موږ د افغانستان له موقت حکومت سره هیڅ سروکارنه لرو."

د پاکستان صدراعظم چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیریې ملګرتیا کوله دغه څرګندونې په بنو کې د وژل شویو پوځیانو د جنازو د ښخولو په مراسمو کې وکړې. هغه ټینګاروکړچې د پاکستان پوځ به په هر صورت ترهګر له منځه وړي او د دې هدف لپاره غواړې په نژدې راتلونکې کې د کابینې یوه غونډه راوبولي.

د طالبانو حکومت که څه هم تراوسه د شهبازشریف د دغو څرګندونو په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې چې وسله وال په پاکستان کې د بریدونو د تنظیمولو او ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې کاراخلي په کلکه ردکړي او ویلي یې دي چې هیچ چا ته به د دې کاراجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره پرنورو د بریدونو لپاره وکاروي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په دې وروستیو کې له بې بي سره په مرکه کې پرافغانستان د پاکستاني چارواکو هغه تورونه چې ګواکۍ وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي ردکړل او ویې ویل چې په هغه هیواد کې وروستي ډیری بریدونه په هغو سیمو کې شوي چې د افغانستان له پولې څو سوه کیلومتره لیرې دي. نوموړي د پاکستان حکومت او د دې هیواد پوځ تورن کړل چې د دغو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. هغه داهم ومنله چې د پاکستان له حکومت سره د دوی اړیکې ترینګلې دي.

د چارو یوشمیرشنونکي په دې باوردي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په وړاندې ستراتیژۍ چې د دوی په وینا د دې هیواد پوځ جوړې کړې، تراوسه ځکه اغیزمنې نه وې چې له حالاتو او د ولس له غوښتونو سره یې اړخ نه لګاوه.

په پیښورکې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وایي، سیاسونو ته باید واک ورکړل شي چې فیصلې وکړي.

" ترهګري او له افغانستان سره تعلق، دا سیاسي معاملې دي. ریاستي ادارې، ریاستي پالیسۍ له ډیروخته پیل شوي، له ډیرامن سره سره نن په افغانستان کې د پاکستان دوست نشته. پکارداده چې دا سیاسي خلکو ته ورکړي، سیاسي خلکو ته اختیارورکړي، هغوی فیصلې وکړي نو هله به دا ترهګري ختمیږي. ترهګري د ټوپک او د ګولۍ په زور نه ختمیږي."

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له افغان طالبانو سره په خبرو کې یې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري کوله، هم په دې وروستیو کې اسلام آباد وهڅاوه چې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د جګړې پرځای د خبرو لاره خپله کړي. ښاغلي خلیلزاد پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل،

" د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د پاکستاني طالبانو ترمنځ شخړو کې ګڼ شمیرامنیتي پرسونل او عادي وګړي وژل شوي دي. که پاکستانۍ اداره د دغې ستونزې لپاره پرپوځي حل لارې باورلري نو دا به یې تیروتنه وي. زه د باور وړ ستراتیژي نه وینم. اوس یې وخت دی چې سیاسي ستراتیژۍ ته واوړو او خبرې اترې وکړو. پاکستانۍ ادارې له۲۰۲۱ کال څخه مخکې تل امریکا او افغان حکومت ته مشوره ورکوله چې له افغان طالبانو سره خبرې اترې او سیاسي جوړجاړی وکړي. هغه وخت رارسیدلی چې پاکستان پر ورته اقدام غوروکړي."

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه وویل چې افغانستان ته هم پکارده چې له پاکستان سره په داډول خبرو اترو کې مرسته وکړي. هغه څه چې افغان طالبانو پرافغانستان له واکمنیدو وروسته کړي او څو ځلې یې د پاکستان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د خبرو منځګړیتوب کړی و. نه یوازې هغه خبرې اترې بې نتیجې پای ته رسیدلي او دې ډلې بیا حملو ته زور ورکړی بلکې افغان طالبان هم په پاکستان کې د حملو له زیاتوالي سره پړبلل شوي دي.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په پام په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو یوشمیرعالمانو هم چې ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، تندو څرګندونو ته مخه کړې ده.

په یوه ویډیویي وینا کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د پاکستان د عالمانو د شورا مشر طاهراشرفي افغان طالبان خپل پخواني شاګردان بولي او وایي هره وینه چې پاکستان کې توییږي مسولیت به یې د دوی په غاړه وي.

په عین حال کې د خوست د شیخ زاید پوهنتون پخواني ریس محمد نسیم حقاني په یوه وینا کې چې په دې وروستیو کې په ټولینزو رسنیو کې خپره شوې، پاکستاني اداره یوه لاس پوڅې اداره وبلله او توریې پورې کړچې قانون یې شرعي ندی.

آفراسیاب خټک
آفراسیاب خټک

د پاکستان د سیاسي چارو شنونکی افراسیاب خټک وایي، د راپورته شوې ستونزې یوهم لامل دادی چې د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور په موده کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ توپیرکاوه. هغوی د افغان طالبانو جهاد روا باله او د پاکستاني طالبانو مسله یې ډیره مهمه نه بلله. د ده په ټکو د پاکستان حکومت اوس له څو اړخونو پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ته ډیراندیښمن دی.

" یودادی چې دوی یوازې د ترهګرۍ عملیات نه کوي، دوی شورش کوي، یوبغاوت دی. داځکه چې په هره سیمه کې، سوات کې، بونیرکې، دیرکې، وزیرستان کې، کواټ کې، بنو کې هرځای دوی موازي ادارې اعلان کړي دي، هغسې چې افغان طالبانو دا کارکړی و. هغوی چې کله جګړه مخ ته وړله نو یوه موازي اداره بې ساتله."

د ښاغلي خټک په ټکو څو نورو عواملوهم د پاکستان حکومت ته اندیښنې زیاتې کړې دي. هغه داچې د پاکستاني طالبانو په سلو کې نوي بریدونو کې د دې هیواد د پوځ او امنیتي ځواکونو غړي په نښه شوي، هغوی داسې نوې وسلې ترلاسه کړي چې مخکې یې نه درلودې او بل داچې دوی د پاکستان نورو ایالتونو لکه پنجاب او بلوچستان ته هم د فعالیت لمن غزولې او یوشمیربلوڅ وسله والو ډلو سره یې هم اړیکې ټینګې کړي دي.

د فرانسپرس آژانس د شمیرو له مخې د روان کال د جنوري له میاشتې راهیسې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې له ۴۶۰ زیات کسان چې اکثره یې د امنیتي ځواکونو غړي دي، وژل شوي دي. د ډیرودغو خونړیو حملو مسولیت هم ټي ټي پي په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG