د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

د غزې پر ښار د اسراییل عملیات او نړیوال غبرګونونه


د اسراییل د عملیاتو تر خبرداري وروسته د غزې له ښاره خلک په وتو دي.
د اسراییل د عملیاتو تر خبرداري وروسته د غزې له ښاره خلک په وتو دي.

نن دوهمه ده چې د غزې پر ښار د اسراییل د پلیو ځواکونو عملیات روان دي. د اسراییل دفاع وزیر یسرایل کاتز په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې عملیاتو هدف د برمته و خوشي کول او د حماس ځپل دي.

په نړیواله کچه له دې عملیاتو سره مخالفتونه څرګند شوې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاژا کالاس د سې شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د اسراییلو ځمکنی برید به د سیمې وضعیت نور هم خراب کړي.

اغلې کالاس په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا عملیات به په سیمه کې وار له مخه ناهیلی وضعیت پسې نور کړکیچن کړي. د نوموړې په وینا دا عملیات به د ډیرو تلفاتو سبب شي، ورانی به ورسره زیات شي او ډیر به بیځایه شي. کاژا کالاس بیا خبرداری ورکړ چې نن به اروپایي کمیسیون د اسراییل پر حکومت د فشار راوړلو لپاره داسې هڅې وکړي چې اسراییل خپله لاره بدله کړي.

د اروپايي کمیسیون ویاندې پاولا پنهو تر دې څرګندونو مخکې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي و چې کمیشنران به پر اسراییل بندیزونه ولګوي.

د نړیوالو غبرګونو په لړ کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په غزه ښار کې د اسراییلو نوی ځمکنی برید "وحشتناک" بللی او ویلي یې دي چې د اسراییل حکومت باید نړیوال قانون ته غاړه کیږدي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه کې د سې شنبې په ورځ ولیکل چې دا عملیات به په سیمه کې بشري بحران نور هم پسې پراخ کړي او د برمته شویو کسانو خوشي کول به له خطر سره مخامخ کړي.

بل لور ته د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د سې شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې چې څه پیښیږي وحشتناک دي.

ګوتریش دا هم وویل چې هغه راتلونکې اونۍ په ملګرو ملتونو کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره لیدو ته لیواله دی چې پر دې موضوعاتو ورسره وغږیږي.

اسراییل د غزې ښار خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې ووځي، له دې سیمې پرون ډیر فلسطنیان ووتل او د ځینو راپورونو له مخې لاهم دا لړۍ روانه ده.

اسراییل وایي چې د غزې ښار تر مځکې لاندې سیمو کې د حماس ډلې شاوخوا درې زره وسله وال پټ شوې دي او دا ترهګره ډله له خلکو د سپر په توګه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG