د غزې پر ښار د اسراییل د پلیو ځواکونو عملیات روان دي. مخکې تر دې چې دا عملیات پيل شي، د شپې په مخه اسراییلي الوتکو هلته بمباري وکړه. رویټرز اژانس په سیمه کې د فلسطنیانو په وینا راپور ورکړ چې ویلي یې دي دا د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې تر ټولو سخت بمباردمان و.
د اسراییل د دفاعي ځواکونو یوه چارواکي ویلي دي چې پلي ځواکونه د غزې ښار په لور په حرکت کې دي او په راتلونکو ورځو کې به د پوځیانو شمیر زیات شي چې هلته د حماس له شاوخوا درې زره وسله والو سره مقابله وکړي. اسراییل په دې باور دی چې د غزې په ښار کې تر مځکې لاندې د حماس مرکز دی.
د اسراییل دفاع وزیر یسرایل کاتز په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې غزه سوځي او هلته د دوی ځواکونه په زړورتیا جګړه کوي چې برمته خوشي کړي او حماس وځپي.
د دې برید له پيل مخکې د اروپایي ټولنې مشرانو پر اسراییل د بندیزونو د لګولو ګواښ وکړ، د اسراییل دننه ځینو پوځي قوماندانانو وویل چې ښایي دا لویه تیروتنه وي، خو تل ابیت حمله پيل کړه.
رویټرز اژانس د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په وینا څرګندوي چې له دې حملې سره یې مخالفت نه دی کړی.
د نړیوالو غبرګونو په لړ کې د ملګرو ملتو تحقیقاتي کمیسیون وویل چې اسراییل په غزه کې نسل وژنه کړې. د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په شمول د دغه هیواد لوړپوړیو چارواکو دا ارزونه جعلي او له شرمه ډکه وبلله.
په غزه کې د روغتیایي چارواکو په وینا د نن ورځې د برید په لومړیو ساعتونو کې لږ تر لږه څلویښت تنه وژل شوې دي چې اکثر یې د غزې په ښار کې وو.
رویټرز اژانس داسې تصویرونه ترلاسه کړې دي چې خلک د ړنګو شویو ودانیو د ډیرانونو سره ته خیژي او قربانیان له کنډوالو راباسي. په دې تصویرونو کې یوه ښځه هغه وخت چغي وهي چې د یوه ماشوم جسد راوایستل شي.
اسراییل د غزې ښار خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې ووځي. اسراییل وایي چې حماس ډله د سیمې له خلکو د سپر په توګه استفاده کوي. له دې ښاره نن ګڼ خلک په موټرو، خرګاډو او په پښو د غزې د جنوب او لویدیځ لور ته روان دي.
تمه ده چې د اروپايي اتحادیې کمیشنران سبا په غزه کې د جګړې له امله په اسراییل نوي بندیزونه ولګوي.
د اروپايي کمیسیون ویاندې پاولا پنهو نن( د سپتمبره شپاړسمه) خبریالانو ته وویل چې کمیشنران به سبا د اسراییل پر وړاندې د اقداماتو یوه بسته تصویب کړي.
هغې زیاته کړه چې د اقداماتو یوه برخه به د اسراییل او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګرۍ په تړونونو کې شامل مالي امتیازات تنظیم کړي.