د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

زیلنسکي په کیف باندې د روسیې د وروستي برید په وړاندې د واشنګتڼ د پیاوړي غبرګون غوښتنه وکړه


د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په کیف باندې د مسکو د وروستي برید په وړاندې د متحدو ایالاتو د " پیاوړي" غبرګون غوښتنه وکړه. د بې پیلوټه الوتکو د وړمې شپې په دغه برید کې ، د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین باندې د مسکو د یرغل د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره یوه دولتي ودانۍ په نښه شوه.

ولسمشر زیلنسکي تیره شپه په خپله ویډیو وینا کې وویل :

دا مهمه ده چې د ملګرو لخوا نن ورځ د دې برید په وړاندې پراخ غبرګون شتون ولري.


هغه وویل :

موږ د امریکا لخوا د قوي غبرګون په تمه یو. دا هغه څه دي چې ورته اړتیا ده.


زیلنسکی زیاته کړه چې روسیه هڅه کوي چې د خپلو بریدونو په دوام اوکراین ته لازیات تاوان ورسوي او په دې کې د نړیوالو اراده ازمايي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې پخوا یې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ستاینه کړې او له هغه سره یې د خپلې "ملګرتیا" په اړه خبرې کړې دي ، په دې وروستیو کې لدې امله چې د کریملین مشر اوربند او زیلینسکي سره مستقیمې خبرې رد کړي مایوسه شوی دی.

ټرمپ د اوکراین په سیمو باندې د روسیې له شدیدو بریدونو وروسته ویلي چې له پوټین "سخت ناهیلې" شوی دی او په مسکو باندې یې د نویو بندیزونو او تعرفو د لګولو ګواښ کړی خو تراوسه یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ټرمپ دیکشنبې په ورځ دیته اشاره وکړه چې په مسکو باندې بندیزونو لګولو ته نږدې شوی خو جزییات یې ورنه کړل.

کله چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې دیو خبریال لخوا وپوښتل شو چې ایا اماده دی چې په مسکو باندې د دوهمې مرحلې بندیزونو لپاره اقدام وکړی ؟ په ځواب کې یې همدومره وویل چې : "هو، زه یم."

واشنګتن او دکیف لویدیځو ملاتړو هیوادونو لا دمخه په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته په مسکو مالي بندیزونه لګولي دي، چې د روسیې اقتصاد یې اغیزمن کړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي کیت کیلوګ په ایکسپاڼه لیکلي چې په کیف باندې د کریملین تازه مرګوني برید څخه

داسې نه ښکاري چې روسیه غواړي دا جګړه په ډیپلوماتیک ډول پای ته ورسوي.


هغه لیکي داسې ښکاري چې روسیې په خپل دغه برید سره چې د جګړې د پیل راهیسې ترټولو لوی برید ګڼل کیږي او د لومړي ځل لپاره د اوکراین د کابینې دفترونه په کې په نښه شول د جګړې شدت ته مخه کړې ده .

د یکشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې ، روسیې په اوکراین باندې د ۸۰۰ څخه زیاتو بی پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله برید وکړ، چې د اوکرایني چارواکو په وینا یو نوی ریکارډ دی.

چارواکو وویل چې په کیف کې د روسیې ډرون الوتکو د هستوګنې د دوه لوړ پوړیزو ودانیو ځینې برخې تخریب کړې او څلور کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG