د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې پیاوړی او هدفمند نه غبرګون به په نړیواله کچه د ښځو د حقونو د کمزوري کېدو لامل شي.
د دې بنسټ د ښځو د برخې مسولې هیدر بار د افغانستان اوسنی وضعیت په ټوله نړۍ کې د ښځود حقونو د ټینګښت لپاره لویه ازموینه بولي.
نوموړې ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه وویل:
زموږ د بشري حقونو د څار ټیم په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت څاري او په دې برخه کې کار کوي، موږ د افغانستان مسلې ته له نړیوالې زاویې ګورو او موږ ته اهمیت لري، زموږ جدي اندېښنه داده چې که که نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه چې اوس د ښځو حقونه له اړخه جدي ناورین سره مخ دی، جدي غبرګون ونه ښيي نو دا به په نړیواله کچه د ښځو د حقونو د کمزوري کېدو لامل شي، له بده مرغه فکر کوم چې اوس مهال دغه ډول یو وضعیت روان دی.
نوموړې وویل چې په رسمي ډول د یو نړیوال جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید پېژندل به اسانه چاره نه وي خو په خبره یې په دې برخه کې د افغان ښځو کوششونو دا هڅې ګړندۍ کړي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان میرمنې او نجونې وايي که نړیواله ټولنه د دوی د وضعیت په اړه بې پروا پاتې شي نو افغان ښځې به په راتلونکي کې له بشپړي ویجاړۍ سره مخ شي.
یوه نجلۍ چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته ترې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق اخیستل شوی د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
د هرې ورځې په تېرېدو احساس کوم چې افغان نجونې هیریږي، زموږ د اوسني وضعیت په اړه نړیواله ټولنه په بشپړ ډول چوپه خوله ده، او د نړیوالې ټولنې دا بې پروايي، چوپتیا او د عمل نشتوالی زموږ لپاره جدي بدی پایلې لري، موږ رښتیني خواخوږۍ او ملاتړ ته اړتیا لرو، نه یوازې خبرو او ژمنو ته، که نړۍ زموږ په وړاندې بې پروا پاتې شي نه یوازې نن ورځ له لاسه ورکوو بلکې په راتلونکې کې هم له بشپړۍ ویجاړۍ سره مخ کیږو.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغان ښځو او نجونو د رښتیني ملاتړ په هدف پر طالبانو فشارونه راوي.
د ښځو د حقونو فعالې پریسا مبارز ازادي راډيو ته وویل د نړۍ ملاتړ به نه یوازې د افغان ښځو د حقونو د بشپړ سقوط مخه ونیسي بلکې په خبره یې په نړیواله کچه به د یوې خطرناکې بېلګې مخه ونیول شي:
"نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي، د پناه غوښتونکو لپاره خوندي لارې برابرې کړي، د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره باید ډیپلوماټیک فشار زیات کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان د روانې سپټمبر په ۲ مه نېټه په یوه اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي وو چې په دې اړه د نړیوالې ټولنې ناکافي غبرګون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو حقونو ته جدي خطر پېښ کړی دی.
دغه سازمان ویلي وو دا وسله والو ډلو او حکومتونو ته دا پیغام ورکوي چې پر ښځو پراخ بریدونه د نړیوالې ټولنې له کم غبرګون سره مخ کیږي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېینټ هم خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري د حساب ورکولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ناکامۍ دغه ډله لا هڅولې ده.
طالبانو پر افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو پراخه محدودیتونه لږولي دي.
له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو بندیز او دغه شان په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز پر افغان ښځو تر ټولو سخت محدودیتونه بلل کیږي.
که څه هم نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې پر ښځو بندیزونه لري او د بشري حقونو مکلفیتونو ته دربناوي وکړي خو طالبانو ادعا کړې چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه تامین کړي هغه ادعا چې نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.