د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یو این ډي پي وايي، دوی د کونړ زلزله ځپلو لپاره، د سرپناه وو، لنډمهالو او اوږدمهالو کورونو د جوړولو، روغتیايي مرستو او نورو ضروري تاسیساتو او اړتیاوو برابرولو لپاره ۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د دې پروګرام استازي سټیفن رودریګز یکشنبه ( د سپټمبر په ۶ مه ) د ملګرو ملتونو له چارواکو او خبریالانو سره په یو انلاین ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.
د یو این ډي پي لپاره موږ د ۸ میلیونه ډالرو لومړنۍ ارزونه کړې ده، هغه کارونه چې موږ یې غواړو په دې کې د سرپناوو برابرول، لنډ مهالي او دایمي کورونه، د یو شمېر سړکونو بیا جوړونه، زیانمنو کورنیو ته د نوې بڼې انرژۍ برابرلو، او نورې اړینې مرستې شاملې دي خو دا د یوې لوې پېښې کوچنی انځور دی.
د اګسټ د ۳۱ مې نېټې د شپې ناوخته د ریښتر په کچه ۶ عشاریه درجې دې زلزلې د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، نورستان په ځانګړي ډول کونړ ولایت کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
د طالبانو حکومت ویندویانو دغه ولایتونو کې د مرګ ژوبلې په اړه په بېلابیلو ورځو کې بېلابیل ارقام خپاره کړي، چې په ټوله کې یې له مخې په دې زلزله کې دې څلورو ولایتونو کې ۲۲۱۷ کسان مړه شوي، ۳۹۶۱کسان ټپيان شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د کونړ یو شمېر زلزله ځپلي که څه هم وايي د تېر په څېر د زلزلې پرلپسې ټکانونه کم شوي خو په خبره یې دوی لا هم په ډاګ کې له سرپنا پرته ژوند کوي.
د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي میرخان ازادي راډيو ته وویل:
د ژغونې عملیات یو څه کراره شوي، نن سهار د زلزلې یو څه ټکانونه وو خو د تېر په څېر شدید نه وو، موږ سره باید مرستې وشي، همدا اوس موږ په دیره کې تر یو زوړ ترپال لاندې شپې سبا کوو، نه خیمه شته نه سرپنا، کور مو نړیدلی دی.
د نورګل ولسوالۍ یوه زلزله ځپلي محمد الله هم ازادي راډیو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې زیانمنو کورنیو ته دې د سرپناه په برخه کې بنسټیز کارونه وشي ځکه په خبره یې ژمی راروان دی او که د دوی د اساسي سرپناه غم ونه خوړل شي له سختو ستونزو سره به مخ دي:
"دولت او بنسټونه باید اول د خیمو مرسته وکړي، له دې وروسته د اساسي سرپنا جوړول ډېر مهم دي، ځکه دلته بیا په ژمي کې واورې وریږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې جمعه ( د سپټمبر په ۵ مه ) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یو بیان کې ویلي وو، د کونړ مرګونې زلزلې داسې مهال نوی بحران رامنځته کړی چې دا هیواد لا له وړاندې د مرستو د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.
دغه دفتر ویلي که څه هم یو شمېر هیوادونو او مرستندویه بنسټونو اقدامات کړي خو دغه مرستې کافي نه دي او له اضافي سرچینو پرته د ژمې په رانږدې کېدو سره به د خلکو کړاو لا پسې زیات شي.
دغه شان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) هم ویلي وو چې دغه مرګونې زلزلې بشپړ کلي له منځه وړي او دا مهال ګڼ شمېر کسان له سرپناه پرته شپې سبا کوي او د دې فاجعې مدیریت د افغانستان او مرستندویه بنسټونو له ظرفیت خورا لوړ دی.