په کابل کې یوې میرمنې ازادي راډیو ته وویل :
دوی ان له موږ د ټکسي او ښاري موټرو نیولو واک اخیستی دی، یو نیم ساعت په سړک انتظار وم چې بالاخره یوه کورنۍ پیدا شوه ورسره ملګرې شوم او ناوخته کور ته راورسېدم.
دغه میرمن چې فارمیسسته ده او نه یی غوښتل چې نوم یې په رپوټ کې واخیستل شي زیاتوي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو عامه ټرانسپورت په ځانګړي ډول ټکسي موټرو ته د ښځو لاسرسی ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه وايي چې په ځلونو د سړک په سر انتظار پاتې شوې چې د لارې نور ملګري ومومي:
"ډېرې زیاتې ستونزې یې ښځو ته جوړې کړي، نیم ساعت یا شل دقیقې حتما باید پر سړک ودرېږو چې د ښځو سوارلۍ لرونکی یو موټر پیدا شي، زه دا دوه درې اونۍ مخکې ده افغانانو ته( د کابل ښار یوه سیمه) تللې وم، هلته یې ډېره زیاته دا موضوع جدي کړې وه او ښځې یې یوازې ټکسي کې نه پرېښودلې، زه هره ورځ دندې ته د تګ پر مهال له دې ستونزو سره مخ یم."
د کابل ښار د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکې مېرمن هم ورته شکایت لري وایي، دې حالت ورځ بلې ته د افغان ښځو خصوصا ښار مېشتو مېرمنو ژوند له ننګونو او وېرې سره مخ کړی دی.
دې مېرمنې هم چې د ورته ستونزې له امله یې نه غوښتل نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
تونس کې یوازې اخري سیټ کې ښځې پرېږدي نور د نارینه وو لپاره دي، ټکسي کې چې ځې باید حتما درسره یو څوک وي، یوازې دې نه پرېږدي، زه خپله بیخي یوازې وتلی نه شم ځکه چې وېرېږم، دا واقعا د اندېښنې وړ ده، تر څو به ښځې حتما ځان سره محرم ګرځوي، نارینه به کار لري، یوه مېرمن ان خپل ماشوم تر ډاکتره وړلی نه شي، ډېره سخته ده.
د کابل د دریمې ناحیې یوه اوسېدونکې میرمن هم دا ستونزه تاییدوي.
دې هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"څه موده مخکې مې غوښتل د کابل له لودیځه ده سبز ولسوالۍ ته ولاړه شم چې موټر ته ورغلم مخکې سېټ یې ماته پریښی و، ځکه شاته نور نارینه سوارلۍ وه، چې ده سبز ته ورسېدو (طالبانو) موټر چلوونکی ودراوه او له موټر یې وویسته، بیا چې موټر چلوونکی راغی ویل یې چې زه یې ځکه درولی وم چې ولې دې دا نجلۍ له محرم پرته موټر ته پورته کړې، ډېره وخت ګورم چې ټکسي، ښاري موټرو لکه ټونس، ملي بس او کاسټرو کې مخکې سیټ کې ښځې نه پرېږدي، چې دې کار هم زموږ لپاره ستونزې جوړې کړي دي."
په راپور کې مرکه شوې نجونې او میرمن دا هم وایي، ډیر ځله یو موټر کې چې یوازې یوه مېرمن وي، موټر چلونکي ورسره د څنګ خالي سیټونو کرایه هم ورنه غواړي، چې په خبره یې دې په اقتصادي لحاظ هم پر دوی فشار راوستی دی.
دوی پرې د دې محدودیتونو د لرې کېدو غوښتونکي دي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د دغو شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف په قانون کې چې د دوی د عدلیې وزارت په رسمی جریده کې خپور شوی د شلمې مادې په دریم، څلورم او پنځم بند کې محتسبینو ته دا مسئولیت سپارل شوی، چې د لېږدونکو وسایطو مسئولین او موټر چلونکي مکلف وګرځوي څو د قانون په ټکو بې حجابه ښځې ونه لېږدوي، نامحرمو نارینه وو سره ناستی او اختلاط هم ونه کړي او دغه شان عاقل او بالغ شرعي محرم باید ولري، هغه قانون چې مخکې په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته پر افغان نجونو او میرمنو نور ګڼ محدودیتونه هم لګولي دي.
له شپږم ټولګي پورته یې نجونې له زده کړو راګرځولي، په ډېری دولتي او نا دولتي ادارو کې یې ښځې له کار هم منع کړي او دغه شان نجونې او میرمنې ورزشي لوبغالو، تفریحي پارکونو او ان ښځینه حمامونو ته د تګ اجازه هم نه لري.
خو دوی تل ادعا کړې چې د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.