د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

ولسمشر ټرمپ : امریکا چمتو ده چې پولنډ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي


ولسشمر ټرمپ او پولنډي سیال یې ولسمشر نوراکی ، سپینه ماڼۍ ، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۳ ،
ولسشمر ټرمپ او پولنډي سیال یې ولسمشر نوراکی ، سپینه ماڼۍ ، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۳ ،

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل پولنډي سیال کارول نوراکي ته وویل چې متحده ایالات چمتو دي چې په دغه هیواد کې خپل پوځي حضور ګڼ کړي. پولنډ د مرکزي اروپا د هغو هیوادونو څخه دی چې د ناټو ختیځه جناح جوړوي او وارسا د روسیې اقدامات له نږدې څاري.

ولسمشر ټرمپ په واشنګټن کې دیو لړ مراسمو په ترځ کې د پولنډ د محافظه کار ولسمشر کارول نورا کي هرکلی وکړ .

دغه مراسم چې د امریکا F-16 جنګي جټ الوتکو یې د پاسه پرواز درلوده د پولنډي هغه یو پوځي پیلوټ د یاد د درناوي لپاره ترسره شول چې تیره میاشت یې په یوه هوايي سانحه کې ژوند وبایله.

ټرمپ دې پوښتنې ته چې ایا پلان لري چې امریکایي ځواکونه چې پولنډ کې دي همالته پریږدي ؟ مثبت ځواب ورکړ.

هغه د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې فوق العاده وبللې او زیاته یې کړه که پولنډ وغواړي امریکا به هلته نورځواکونه هم ځای پر ځای کړي.

پولنډ د روسیې په وړاندې د اوکراین یو مهم پوځي او سیاسي ملاتړی هیواد دی.

ټرمپ وویل "موږ هیڅکله پولنډ څخه د سرتیرو د ایستلو په اړه فکر هم نه دی کړی."

او زیاته یې کړه:

موږ په خپل ټول توان پولنډ سره یو، او له خپل ځان دفاع کې به موږ پولنډ سره مرسته وکړو.


وارسا له اوږدې مودې راهیسې په پولنډ کې د امریکا د پوځي حضور د زیاتوالي غوښتنه کوي.

متحدو ایالاتو د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې په جرمني، ایټالیا، هسپانیه، هالنډ او نورو اروپایي هیوادونو کې ځواکونو ځای پر ځای کړي دي، چې پیل کې یې هدف په اروپا باندې د شوروي د یرغل مخنیوی وو.

په پولنډ کې دامریکا د میشتو ځواکونو لومړنۍ پلټنې په دغه هیواد کې ددایمي حضور په پار د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې پولنډ ته ورسیدې.

اټکل کیږي شاوخوا ۸۰۰۰ امریکايي عسکر اوځینې یې په دوراني توګه اوسمهال پولنډ کې ځای پرځای دي.

د پولنډ ولسمشر کارول نوراکي وویل دا "په تاریخ کې لومړی ځل دی" چې پولنډ د بهرنیو سرتیرو کوربه توب ته خوشحاله دی.

نوراکي، چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر یو مشهور مینه وال دی، ټرمپ سره له خبرو اترو وروسته وویل چې دواړو ولسمشرانو د سرتیرو د کچې د لوړولو په اړه خبرې کړي او زیاته یې کړه چې ټرمپ د پولنډ امنیت په کلکه تضمین کړی دی.

تردې یوه ورځ مخکې د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي هم خبریالانو ته وویل د دواړو ولسمشرانو د ځانګړو اړیکو بریالیتوب به داوي چې متحد ایالات پولنډ کې خپل حضور ګڼ کړي.

ترمپ په تکرار ویلي دي چې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین څخه ناهیلی شوی دی او ګواښ يې کړی که چیرې پوتین په اوکراین کې جګړه و نه دروي نو په مسکو به بندیزونه او تعرفیې ولګوي.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې خبریالانو ته وویل: "زه ولسمشر پوتین ته هیڅ پیغام نه لرم. هغه پوهیږي چې د ما دریځ څه دی، او هغه به په یو یا بل ډول پریکړه وکړي."

XS
SM
MD
LG