په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په دې هیواد کې د میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه " پی، اور، ار" کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت نن وروستۍ ورځ ده، په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي د دغو کډوالو د جبري اېستلو لپاره لا کوم عملیات نه دي پیل شوي.
خو د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو ستنېدلو لړۍ چټکه شوې او په خبره یې دا ورځې په اوسط ډول له زرو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنیږي.
نوموړی زیاتوي چې ډیری کډوال د کډو د انتقال لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې جدي ستونزو سره مخ دي:
"د ورځې زر کډې باریږي، چې د غړو شمېر یې ان لس زره کسانو ته رسیږي، دلته د ټرانسپورت لویه ستونزه ده، مخکې به چې موټر په ۲ لکه تللو اوس یې بیه ان ۶ لکه کالدارو ته رسېدلی دی، دومره پیسې خلکو سره نه شته، اوس کډوال د خپل کور وسایل خرڅوي او ځي ځکه دومره یې وسایل نه وي لکه څومره چې پرې کرایه راځي، نو دې ستونزو ته په کتو دا ناممکنه ده چې دومره ژر دې دا مسله عملي شي."
ښاغلي میاخیل دغه شان د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د کډوالو د ستنولو لپاره په یو میکانیزم کار وکړي چې له مخې یې دغه ستنېدنه په خوندي او باعزت ډول ترسره شي.
په پاکستان کې د پی او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د کارتونو موده د روان زېږدیز کال د جون په ۳۰ مه پای ته رسېدلې ده.
که څه هم دغه کډوالو هیله لرله چې پاکستان به یو وار بیا دغه موده وغځوي خو دې هیواد خبرداری ورکړی چې دا نیټه نه غځول کیږي او دا د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دغه ډله افغانان په جیري ډول خپل هیواد ته ستنوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ " یو، ان، ایچ، سي، ار" ویلي، شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې د " پی، اور، ار" کارتونه لري.
په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې تازه یې خپلې ګډې بار کړي وايي د پولیسو د نیولو له ویرې یې افغانستان ستنېدل پیل کړي دي.
د خیبرپښتونخوا له هریپور سیمې یو تازه ستون شوی کډوال میر محمد چې اوس مهال په تورخم کې دی وايي تېره شپه یې خپله کډه بار او د افغانستان په لور حرکت وکړ:
"رارسېدلی یو دلته تورخم کې یو، د دروارې خلاصېدو ته منتظر یو، دلته ډېره ګڼه ګوڼه ده، او له کډوالو سره ډېر ظلم روان دی، بس د چا چې څومره وس کیږي ظلم کوي."
دې وايي تورخم ته په لاره سیلابونو سړکونه خراب کړي چې له امله یې کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د خیبر پښتونخوا په اټک سیمه کې د افغان کډوالو یو استازي ملک ثنا ګل احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې له دغه ځایه هم ډېر کډوال ستانه شوي او پاتې افغانان په سخته ویره کې ژوند کوي.
"دلته وضعیت ډېر خراب دی، کډوال روانې دي، همدا تېره شپه لسګونه کډې بار شوې، اوس تورخم ته رسېدلي دي، لاره کې هم ډېر په تکلیف شوي په پوستو کې ترې پیسې اخیستل شوي دي."
دا په داسې حال کې ده چې پرون د تورخم، سپین بولدک، انګور اډه او بهرامچۍ له لارو افغانستان ته ۱۴۷۷ افغانې کورنۍ ستنې شوي دی.
د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون شنبه د اګسټ په دیرشمه په خپله اېکس پاڼه خپور شوي بیان کې ویلي چې د دغه ستنو شویو شمېر ۶۲۰۹ کسانو ته رسیږي چې ډېرو یې د پي او ار کارتونه لرل.
که څه هم د نن ورځې د ستنو شویو کډوالو شمېر نه دی معلوم خو په تورخم کې یوې طالب سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې ګڼو کډوالو کورنیو تورخم ته ځانونه رسولي تر څو افغانستان ته واوړي.
په همدې حال کې اسلام اباد کې میشت یو شمېر هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راورسته دغه هیواد ته په ویزه داخل شوي خو اوس یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني پولیسو نن او پرون د اسلام اباد په B17، E11/1 او E11/2 سیمو کې عملیات کړي او ګڼ بې ویزې افغانان یې نیولي او حاجي کمپ ته یې انتقال کړي دي.
دغه افغانان وايي په وار وار یې د ویزو د تمدید غوښتنه کړې، خو رد شوې ده.
دوی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو او لویدیځو هیوادونو ته د تګ په تمه د خپلو کیسونو د پړاونو بشپړېدو په هدف دغه هیواد ته تللي وايي اوس مهال د جبري ډیپورت له ګواښ سره مخ دي داسې مهال چې په خپل هیواد کې یې د مرګ له خطر سره هم مخ دی.
په دوی کې د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ غړي، مدني فعالان، خبریالان، معترضې میرمنې او د بشري حقونو فعالان شامل دي.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د بې اسناده او وروسته "د اې سي سي" یا افغان تابعیت کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ " یو، ان، ایچ، سي، ار" ویلي د روان کال له پیل راهیسي د اګسټ تر ۲۸ له ۴ لکه ۴۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې ۶۹ سلنه یې د کډوالۍ کارتونه درلودل.
دغه کمشنرۍ خبرداری ورکړی چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په حقیقت کې یو پراخه بشري بحران دی چې له ۱ عشاریه ۴ میلیونه ډېر افغانان اغیزمنوي.