د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۲

یو شمېر افغان کډوال: پاکستان حکومت زمونږ د ویزو د تمدید غوښتنې له کوم دلیل پرته رد کړي دي


په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي پاکستاني حکومت په وروستیو کې د دوی د ویزو د تمدید غوښتنې له کوم واضح دلیل پرته رد کړي چې له امله یې دوی د پولیسو د نیولو او ځورولو سره مخ دي.

دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ویزو د غوښتنې په ځواب کې یې د رد لیکونه ترلاسه کړي او اوس اړ دي چې د نورو پیسو په بدل کې بیاځلي غوښتنلیکونه ورکړي.

د بشري حقونو فعاله او پخوانۍ خبریاله یاسمین نبي زاده چې دوه کاله وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللې وايي په تېرو دوه میاشتو کې یې درې ځل د کورنۍ د غړو د ویزو د تمدید غوښتنه رد شوې ده.

هغه چې د خپلې کورنۍ له پنځه نورو غړو سره په پلازمینه اسلام اباد کې ژوند کوي په دې اړه سخته اندېښمنه ده وايي د ویزې د تمدید د نوي غوښتنلیک لپاره پیسې نه لري: "زما د کورنۍ د څلورو غړو ویزې رد شوې د دوهم او درېیم ځل لپاره یې بیا غوښتنه وکړه او پیسې یې ورکړې خو زموږ د ویزې د تمدید غوښتنه لا هم نه ده منل شوې، زموږ ویزې اوس رد شوي موږ د پاکستان له حکومت هیله لرو چې کوم کسان چې د ویزو د تمدید غوښتنه کوي ویزې دې ورته ورکړل شي. "

نوموړي اندېښنه لري چې که د دئ په څېرو د نورو ګواښ سره مخ افغان کیس لرونکو ویزې هم تمدید نه شي دوی به د پولیسو د نیولو او له دې هیواده د ډیپورټ له ګواښ سره مخ شي.

د اسلام اباد په بې ۱۷ سیمه کې میشت یو بل افغان کیس لرونکی هم ورته شکایت لري او وايي تازه د ده او د کورنۍ د غړو د ویزو د تمدید غوښتنه رد شوې ده: "دوه میاشتې کیدې چې غوښتنلیک مو ورکړی و خو نن سهار احوال راکړل شو چې د ویزې غوښتنه دې رد شوه، موږ پیسې هم ورکړې وې هغه هم لاړې، اوس اړ یو بیا غوښتنلیک ورکړو، د بیا ځل لپاره له موږ نورې پیسې هم اخیستل کیږي او بیا هم معلومه نه ده چې موږ ته ویزه راکول کیږي که نه، په دې کډوالۍ او بې کارۍ کې دغه ډول وضعیت سخت اندېښمن کړي یو او د ډیپورټ له خطر سره مخ یو. "

دا افغانان چې ډیرو یې سیاحتي او روغتیايي ویزې درلودې وايي د هر ځل ویزې د تمدید د غوښتنې لپاره له اوه تر لسو زرو پورې پاکستانۍ کلدارې ورکوي خو د دوی په خبره په وروستیو کې یې د رد ځوابونه ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا دا ستونزه تاییدوي او وايي هره ورځ د افغانانو د ویزو د تمدید سلګونه غوښتې ردیږي چې دا په کډوالو سخت فشار راوړي.

د دې شورا مسول میوند عالمي افغان ازادي راډيو وویل چې اوس مهال په دې هیواد کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ زرو پورې افغان پناه غوښتونکې میشت دي چې تر ډېره په سیاحتي او روغتیايي ویزو دغه هیواد ته تللي دي: " له تېرو پنځه اونیو راپه دیخوا دوی د ویزو د تمدید غوښتنې ردوي، په ځانګړي ډول میډیکل یا روغتیايي ویزې، دا یوه اونۍ کیږي چې د سیاحتي ویزو د تمدید غوښتنو ردول یې هم پیل کړي، هره ورځ سلګونه یا زرګونه ویزې ردیږي، دا په کډوالو یو قوي فشار دی ځکه ډیری دوی له اقصتادي ستونزو سره مخ دي او دا ډېره ستونزمنه ده چې د پیسو په بدل کې بار بار د ویزې د تمدید غوښتنه وکړي."

نوموړي وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره د شورا مشرانو په وار وار د پاکستان له بیلابیلو حکومتي ادارو او چارواکو سره خبرې کړي خو تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پاکستان په دې هیواد کې میشتو ویزه لرونکو افغانانو ته د ویزو موده د هرو شپږو میاشتو او وروسته د یوې میاشتې لپاره غځوله خو له تېرو نږدې دوه میاشتو راهیسي یې د افغانانو د ویزو تمدید بهیر په بشپړ ډول درولې او پر ځای یې له دې هیواده د بې اسناده افغانانو د جبري ډیپورت پروسه تېزه کړې ده.

ډیری دغه افغانان چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د امنیتي ګواښونو، د نجونو په زده کړو د طالبانو د محدودیتونو او د پناه غوښتنې د کیسونو د پروسس لپاره پاکستان ته په ویزو تللي وايي اوس له دې ځایه هم د جبري ډیپورت له ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هیواد کې د میشتو افغانانو د ویزو د تمدید د غوښتنو د ردېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG