د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په ګډون پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام تر څنګ پر پراختیايي پروژو تمرکز وکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د کورنیو له اقتصاده ملاتړ وشي.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په خپل ایکس پاڼه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دین محمد حنیف دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د د دې یاد سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازې روزا اوتونبایوا سره د کتنې پر مهال مطرح کړې ده.
په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله راغلي، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو هوارول او په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې په سیمو کې د پرمختیايي او عامه ګټو پروژو د پلي کېدو له لارې په ټولنه کې د هغوی ادغام خورا مهم دی.
وړاندې راغلي چې روزا اوتونبایوا په دې کتنه کې ټینګار کړی چې د پرله پسې وچکالیو، د اقلیم د بدلون او د راستنیدونکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو له امله د زیانمنو شویو سیمو او خلکو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې همکارۍ او د پروګرامونو سمدستي تطبیق او د ټولنیزو بنسټونو په برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي او اقتصادي کارپوهان وايي، په افغانستان کې پراختیايي مرستې او د نړیوالو پانګونه یوازې هغه مهال پیلېدای شي چې طالبان د نړیوالې ټولنې په غوښتنه اصلاحات پلي کړي.
د سياسي چارو پوه طارق فرهادي وايي، د نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک او نورو بنسټونو او هېوادونو پراختيايي مرستې به يوازې هغه مهال په افغانستان کې بېرته پيل شي، چې طالبان د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو له مخې ټاکل شوي نور شرطونه پوره کړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ «اګست ۲۵» ازادي راډيو ته وویل چې ملګري ملتونه یوازې د بشري مرستو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کولای شي او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بېلابېلو هېوادونو له خوا د هغوی د رسمیت نه پېژندلو له امله د محدودو تمویلونکو سره په پراختیايي برخو کې همکاري هم قطع شوې ده.
"طالبان کله کله هېروي چې د دوی حکومت لوېدیځو هېوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی او فکر کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل پرېکړه لیکونه هېروي، خو د امنیت شورا پرېکړه لیک لا پر ځپل ځای دی او په ۲۰۲۱ کال کې په پرېکړه لیک کې له طالبانو دا غوښتنې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو شرط بلل شوي، چې په چین او روسیې کې یې د سفیرانو منل کافي نه دي او حتی د چین او روسیې د طالبانو له سفیرانو له منلو سره هم په افغانستان کې یې هېڅ ډول پانګونه نه ده کړې."
د اقتصادي چارو پوه نصرت الله وفا هم وايي، که د نړیوالې ټولنې شرایط پوره شي او په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت رامنځته شي، پانګوال به په دې هېواد کې بیا پانګونه وکړي.
خو ده ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره د زمینې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
"یوازینۍ حل لاره د یو ټول شموله او مشروع حکومت جوړول دي چې د افغانستان ټول استازي پکې موجود وي، بشري حقونو ته درناوی، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او د بیان ازادي هغه شرایط دي چې باید پوره شي ترڅو نړیوال متقابل تعامل ته دروازې پرانیزي، کله چې یو ټول شموله او مشروع حکومت جوړ شي، طبعاً پانګوال به افغانستان ته راشي، پانګونه به وکړي او د کار زمینه به برابره شي."
طالبان خپل حکومت مشروع او ټول شموله بولي او د تېر لمریز کال په پای کې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځول شو، دوی له دغه سازمانه وغوښتل چې له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کولو کې هڅې کړي.
خو تر هغه یوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل چې که طالبان په رښتیا غواړي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي، باید په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.
په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د زده کړو، کار او نورو اساسي حقونو په برخو کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي، د همدغو دلایلو له مخې او د یوه ټول شموله حکومت نشتوالي، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې بنسټیز شرط دی، تر اوسه له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.