د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۹

د ټرمپ، زیلینسکي او اروپایي مشرانو غونډې او هیلې


ولسمشر ټرمپ او ولسمشر زیلینسکي- سپینه ماڼۍ- د اګست ۱۸-۲۰۲۵
ولسمشر ټرمپ او ولسمشر زیلینسکي- سپینه ماڼۍ- د اګست ۱۸-۲۰۲۵

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تر خبرو وروسته په سپینه ماڼۍ کې اروپایي مشرانو له ټرمپ سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ټیلیفون وکړ چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د مخامخ لیدنې کتنې چارې تنظیم کړي. ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د اګست په ا تلسمه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سپینه ماڼۍ کې له زیلینسکي سره یو په یو تر لیدو وروسته وکړې او بیا یې له اروپایي مشرانو سره هم پر دې موضوع خبرې وکړې.

ټرمپ وویل چې د غونډې ځای لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی، خومرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، او ځانګړی استازی سټیو ویټکوف له روسیې او اوکراین سره همغږي کوي.

د جرمني صدراعظم فریدریښ میرڅ وویل چې دا غونډه به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي.

ټرمپ په خپله خواله رسنۍ( تروت سوشل) کې ولیکل چې دا د یوې جګړې لپاره چې له نژدې څلورو کلونو راهیسې روانه ده، ډیر ښه لومړی ګام دی.

بل لور ته په بهرنیو چارو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف وویل چې د ټرمپ او پوتین د ټیلفوني مکالمې پرمهال دواړو لوریو د مسکو او کییف ترمنځ د مخامخ خبرو د ادامې ملاتړ وکړ. اوشاکوف په یوه بیان کې وویل، په لوړه کچه د اوکرایني او روسیي استازیو د خبرو پر موضوع هم خبرې وشوې. نوموړي بیا وویل چې ولسمشرانو پوتین او ټرمپ دا سره ومنله چې د اوکراین او نورو نړیوالو مهمو موضوعاتو په اړه به له نژدې په تماس کې وي.

د اوشاکوف له څرګندونو دا نه ښکاري چې پوتین دا منلې ده چې مخامخ به له زیلینسکي سره خبرې کوي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له زیلینسکي سره د لیدو پرمهال وویل چې واشنګتن به د کییف د امنیت په چارو کې ونډه واخلي.

ټرمپ زیاته کړه، کله چې د امنیت مساله مطرح کیږي نو د ډیرو مرستو موضوع ورسره یوځای کیږي. ټرمپ بیا وویل چې اوکراین د اروپا د دفاع لومړۍ کرښه ده خو موږ هم غواړو چې مرسته ورسره وکړو.

د ټرمپ او زیلینسکي تر خبرو وروسته د جرمني صدراعظم میرڅ، د ناټو سرمنشي مارک روته، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر، د ایتالیا صدراعظمه جورجیا ملوني، د اروپایي کمسیون مشره اورځلا فون دیر لین او د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب له دې غونډې سره یوځای شول.

تر دې خبرو وروسته ټرمپ وویل، اروپا کولی شي چې له روسې سره د سولې تړون د یوې برخې په توګه د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه چمتو کړي چې متحد ایالتونه به یې د څارنې رول په غاړه واخلي.

ټرمپ په ( تروت سوشل) کې ولیکل چې د غونډې په ترڅ کې د اوکراین لپاره د امنیتي تصمینونو په اړه بحث وشو چې څه ډول تضمین به اروپایي هیوادونه له متحده ایالتونو سره په همغږۍ چمتو کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ټرمپ سره تر یو په یو کتنې وروسته د دې غونډې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډیر ښه مذاکرات وو.

دا غونډې د اګست په پنځلسمه په الاسکا کې د روسیې او امریکا تر سرمشریزې وروسته وشوې.

د امریکا ولسمشر د اګست په اتلسمه وویل چې د ده هدف دا دی چې د اوږدې مودې په مخه سوله وشي چې د همدې لپاره اوربند ضرور نه دی، ټرمپ زیاته کړه چې پوتین هم همداسې څه غواړي، خو د جرمني صدراعظم میرڅ وویل چې د سولې ترلاسه کول پیچلي دي او د دې میز شاوخوا ناست ټول هیوادونه لومړی اوربند غواړي. میرڅ له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې پر پوتین فشار راولي چې په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

د فرانسې ولسمشر مکرون بیا وویل چې وروسته باید غونډه درې اړخیزه نه وي، اروپا هم باید په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د جرمني صدراعظم وروسته د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د ټرمپ د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې د سپینې ماڼۍ غونډې له تمې څخه زیاتې وې، او زیاته یې کړه چې داسې احساس راپیدا شوی چې دا د اوکراین د پریکړو لپاره مهمې ورځې دي.

XS
SM
MD
LG