په داسې حال کې چې په اوکراین د کرملین د برید د پای ته رسولو لپاره نړیوالو دیپلوماتیکو هلوځلو زور اخیستی دواړه خواوې روسیه او اوکراین د جنګ په ډګر کې د لاس ته راوړنو هڅې کوي.
ټرمپ د شنبې په ورځ د اوکراین په جنګ کې د یوه چټک اوربند لپاره له خپلې غوښتنې تیر شو او په ځای یې وویل چې دواړه خواوې باید د بشپړې سولې دموافقې لپاره خبرې اترې وکړي. چې دا د ټرمپ لخوا د اوږدې مودې راهیسې اعلان شوې پالیسۍ کې یو لوی بدلون او د چټکې متارکې لپاره دکیف او اروپایي متحدینو د غوښتنو سره څرګند توپیر دی.
د اوکراین پوځ د شبنې په ورځ (د اګست په ۱۶مه) وویل چې روسي ځواکونه یې د شمال ختیځ لوی ښار ،سومي ، ته نږدې د لومړۍ کرښې په ځینو برخو کې شاوخوا ۲ کیلومتره په شا تمبولي دي.
روسي ځواکونو خپل روستي برید کې په دغه جبهه کې د پرمختک هڅه کړې وه .
د اوکراین لوی درستیز په ټیلیګرام کې ولیکل:
اوکراییني سرتیري د دښمن د له منځه وړلو او زموږ د میشت ځایونو د آزادولو لپاره خپلو فعالو جنګي اقداماتو ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه چې : "د اوکرایني واحدونو پرمختګ له ۱ څخه تر ۲.۵ کیلومترو پورې دی."
خو د جګړې په ډګر کې د پرمختګ د دغو ادعاوو تایید سمدلاسه نه شي ترلاسه کیدلی.
زیلینسکي ویلي دي چې هغه د روسیې په برید کې د هیڅ ډول کمښت تمه نلري ځکه چې کریملین د جنګ د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو ډیپلوماټیکو هلوځلو په جریان کې دجنګ په ډګر کې د برلاسي ترلاسه کولو هڅه کوي.
زیلنسکي په ټیلیګرام کې لیکلي :
موږ اټکل کوو چې د روسیې پوځ ممکن په راتلونکو ورځو کې پراوکرایني مورچو باندې خپل فشار او بریدونه زیات کړي ترڅو د نړیوالو لوبغاړو سره د خبرو اترو لپاره دخپلې خوښې مناسب سیاسي شرایط رامینځته کړي،
سره لدې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې جمعې په ورځ ( اګست په ۱۵مه) الاسکا کې دامریکا ولسمشر دونالد ټرمپ سره په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې د "سولې په لټه کې" تر عنوان لاندې وشوه، خو کریملین بیاهم د اوکراین په ښارونو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی.
د پوتین او ټرمپ مخامخ خبرو د کریملین د مشر د نړیوالې انزوا په کمولو کې مرسته وکړه خو د اوکراین دامنیت او حاکمیت په اړه یې د کیف او اروپايي هیوادونو د اندیښنو دلیرې کولو لپاره دومره څه ونه کړل.
په الاسکا کې د متحدوایالاتو او روسیې د مشرانو غونډه د اوربند په اړه له کومې موافقې پرته پای ته ورسېده او دغو مشرانو د لنډې خبري غونډې په جریان کې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
ټرمپ له غونډې یوه ورځ وروسته وویل چې کیف باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو سره یوه معامله وکړي ځکه چې "روسیه یو ډیر لوی ځواک دی، او دوی نه دي."
ګڼو خبري موسسو د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي چې ټرمپ زیلینسکي ته ویلي چې پوتین وړاندیز کړی چې که کیف خپله ټوله دونیتسک سیمه روسیې ته وسپاري نو د جګړې په اکثرو کرښو کې به جګړه ودروي.
زیلینسکي له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کوي چې خپلې سیمې به روسیې ته پرینږدي او دا نظر د کیف د ډیری اروپایي متحدینو لخوا هم شریک شوی دی.