د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۹

ولسمشر ټرمپ له ولادیمر پوتین سره تر سرمشریزې وروسته د ستر پرمختګ خبر ورکړ


د روسیې او امریکا ولسمشران په الاسکا کې تر خبرې غونډې وروسته د اګست 15- 2025.
د روسیې او امریکا ولسمشران په الاسکا کې تر خبرې غونډې وروسته د اګست 15- 2025.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د روسیې سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ یوه له هیلو ډکه سرمشریزه په اوکراین کې د اوربند په اړه له موافقې پرته پای ته ورسېده او په خبري غونډه کې دې مشرانو خبریالانو ته وخت ورنه کړ چې پوښتنې وکړي او هغوی ته دوی ځوابونه ووایي.  

ولسمشر ټرمپ وویل چې د ده ډلې ستر پرمختګ کړی، خو په اوکراین کې د کرملین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي.

پر ولسمشر ټرمپ ځینو وار له مخه دا انتقاد کاوه چې له پوتین سره په خبرو کې یې اوکراین نه دی شامل کړی، خو ده وویل چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته به زنګ ووهي، همداراز به ناټو او اروپایي متحدانو ته د دې سرمشریزې د نتیجو په اړه معلومات ورکړي. ټرمپ بیا وویل، زه به دوی ته په ټیلفون دا ووایم چې په غونډه کې څه وشول خو دومره ویلی شم چې دا ډیره ګټوره غونډه وه او پر ډیرو ټکیو موافقې شوې دي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې ډیر لږ موضوعات پاتې شول چې ځیني یې دومره مهم نه دي، اما یو یې شاید تر ټولو مهم وي، خو موږ د هغې د ترلاسه کولو لپاره ډیر ښه چانس لرو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې دواړو هیوادونو په ګډه خپل دښمنان مات کړي، نوموړي زیاته کړه چې مذاکرات په رغنده او د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شول.

د روسې ولسمشر پرته له دې چې د خبرو جزییاتو ته اشاره وکړي وویل چې هیله لري چې اوکراین او اروپایي متحدان یې پلانونه خراب نه کړي.

هغه وویل چې روسیه به په دې ټینګار وکړي چې هغه څه چې د شخړې اصلي علتونه دي هغه حل شي؛ نه اوکراین د ناټو د غړیتوب هیله وکړي او په موثر ډول د اوکراین د پوځ د خلع سلاح کولو لپاره ګامونه واخیستل شي. خو پوتین په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې د اوکراین امنیت هم باید تضمین شي.

که څه هم ټرمپ او پوتین له جنوري راهیسې لږ تر لږه پنځه ځله په تلیفون خبرې کړې دي، خو د اګست د ۱۵مې نیټې تر غونډې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټیلګرام کې ولیکل چې په امریکا حساب کوي خو نوموړي دا هم لیکلي دي چې داسې غونډې چې درې اړخیزې شي چې په هغې کې اوکراین هم حضور پیدا کړي بیا صادقانه سولې او اصلي خبرو اترو ته حقیقي لاره پرانیستلی شي.

اروپايي مشران، چې په خپله هم له دې غونډې څخه څنګ ته پاتې شوي دي، د هغو احتمالي معاملو په اړه تر غونډې مخکې اندیښمن وو چې اوکراین به په کمزوري دریځ کې پرې ښودل شي.

XS
SM
MD
LG