د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۵

افغانې ورزشکارانې؛ د طالبانو د بندیزونو له کبله اوس په کورونو کې تمرین کوو


د ۲۰۲۱کال په مې میاشت کې په هرات ولایت کې د نجونو د هنډبال لوبغاړې، انځور له ارشیف
د ۲۰۲۱کال په مې میاشت کې په هرات ولایت کې د نجونو د هنډبال لوبغاړې، انځور له ارشیف

په افغانستان دننه هنډبال لوبې ځینې ښځینه ورزشکارانې وایي، سره له دې چې د طالبانو حکومت پرې د ورزشي فعالیتونو او ورزشي لوبغالو ته د تګ بندیزونه لګولي، دوی په کورونو او پناه ځایونو کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی دی.

دوی چې ځینې ان د ملي ټیمونو پخوانۍ لوبغاړې هم دي وایي، له لسیزې زیاته موده لوبېدلي او دا یې د ژوند مهم برخه ګرځېدلې ده.

له بده مرغه اوس شرایط موږ ښځو ته برابر نه دي ځکه خپل ورزشي تمرینونه په ځانګړو ورزشي ځایونو کې نه شوکولای، اوس زه او زما نورې ورزش کارې همکارانې په یو سرپټي چاپېریال کې په خپل کور کې تمیرین کوو
د هندبال لوبغاړې

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکې او د افغانستان د هنډ بال ملي ټیم یوه پخوانۍ غړې چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، له هغه مهاله چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ پر ورزشي فعالیتونه بندیز لګولی دا او ملګرې یې په کور کې تمرین کوي.

"له بده مرغه اوس شرایط موږ ښځو ته برابر نه دي ځکه خپل ورزشي تمرینونه په ځانګړو ورزشي ځایونو کې نه شوکولای، اوس زه او زما نورې ورزش کارې همکارانې په یو سرپټي چاپېریال کې په خپل کور کې تمیرین کوو، موږ اوس هم له روحي اړخه تر فشار لاندې یو او له ټولنیز اړخه، فضا ډېره تنګه ده، که چېرې موږ ته سم امکانات او زمینه برابره شي موږ به د لوبو ډګر کې یو وار بیا په ډېر ښه مورال حاضرې او لاسته راوړنې ولرو."

دا وایي دې لپاره چې نیمایي عمر یې په ورزش کې تېر شوی اوس چې پرې فضا تنګه شوې د خفګان احساس کوي او پر فزیکي روغتیایې هم منفي اغېزې کړي دي.

دا افغان لوبغاړې وایي چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې په دې برخه او فوټبال کې هم لوبې او تمرینونه کوي ان له هېواده بهر په ځینو سیالیو کې لوبېدلې چې څو لاسته راوړنې ترې هم لري.

په هرات ولایت کې د هنډبال ملي لوبډلې یوې بلې پخوانۍ غړې هم ورته اندېښنه وښوده او ویې ویل، سره له دې چې په هنډبال او ځینو نورو المپیکي ورزشونو کې په تېرو کلونو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې، خو اوس ورته د تمرین لپاره لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې.

له بده مرغه اوس هسې تمرینونه نه شو کولای، ځینې سپک تمرینونه په کور کې کوو ځکه چې اوس نه هغه بودجه لرو چې وسایل یې وپېرو او هغسې تمرین وکړو
د هندبال لوبغاړې

دې ۲۴ کلنې لوبغاړې چې د ورته ستونزې له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل،

"موږ په ولایتونو او کابل کې سیالۍ درلودې خو له هغه وخته چې امارت اسلامي (طالبانو) بدلونونه راوستي، له بده مرغه اوس هسې تمرینونه نه شو کولای، ځینې سپک تمرینونه په کور کې کوو ځکه چې اوس نه هغه بودجه لرو چې وسایل یې وپېرو او هغسې تمرین وکړو، کور کې تمرین کوو خو ډله ییز او د استادانو تر نظر لاندې نه، زموږ غوښتنه دا ده چې دولت دې نجونو ته د دوی حقونه ورکړي، کار، تعلیم او ورزش ته دې اجازه ورکړي."

دا لوبغاړې وایي که څه هم هنډبال لوبه په ډله ییزه توګه کېږي او پراخ ځای ته اړتیا لري خو په خبره راتلونکي کې د وضعیت د بدلون په هیله په خپلوکورونو کې ځانته او یا هم ملګرو سره خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي.

هنډبال یوه ډله ییزه لوبه ده چې هر لوبدله یې له اوو کسانوجوړه وي.

د طالبانو حکومت د بدنې روزنې او ورزش ریاست او ملي المپیک کمیټې چارواکو او ویاند یې اتل مشواڼي د راپور تر خپرېدو د مرکه شویو نجونو لوبغاړو د اندېښنو او شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له کله چې طالبان بیاځلي په افغانستان واکمن شول ، د زده کړو او کار په ګډون یې د ګڼو نورومحدیتونو تر څنګ د ښخوو پر ورزشي فعالیتونو، او لوبغالو ته په تګ ان د لوبو پر نندارې هم بندیز لګولی دی چې له امله ډیری ښځینه ورزشکارانې او لوبغاړې د هېواد پرېښودو ته اړې شوې.

خو مخکې یو شمیر افغان ښځینه لوبغاړو چې دا مهال په ګاونديو هیوادونو ایران او پاکستان کې دي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، وو چې هبته هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له خپلو ورزشي فعالیتونو پاتې دي.

XS
SM
MD
LG