د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۰

راشدخان وايي د خیریه بنسټ غونډه کې خپله مېرمن ورسره وه


راشدخان په خپله انسټاګرام پاڼه بیان خپور کړی
راشدخان په خپله انسټاګرام پاڼه بیان خپور کړی

پیژندل شوي افغان کرکټر راشدخان ویلي په هالنډ کې د خیریه بنسټ په پرانیستنه کې خپله مېرمن ورسره وه.

خان بېګا په خپله انسټاګرام پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی. دا وروسته له هغه چې څو ورځې په خواله رسنیو د راشدخان او ورسره څنګ کې د ناستې مېرمنې ګډ عکس د ګڼو خلکو پام ځان ته اړولی وو او بیلابیلې تبصرې یې کړې وې.

راشدخان هالند کې له میرمن سره
راشدخان هالند کې له میرمن سره

راشدخان په خپل بیان کې ویلي:

ما په دې وروستیو کې خپله مېرمن د یوې خیریه موسسې غونډې ته بوتله خو له بده مرغه ګورم چې له دې سادې مسلې ډېرې ګنګوسې جوړې شوي. حقیقت واضح دی هغه زما ښځه ده او موږ سره ګډ ولاړ یو څه د پټولو لپاره نشته.»

راشدخان زیاته کړې چې د روان کال د اګست په دویمه یې دې مېرمنې سره ګډ ژوند پیل کړی.

« د ۲۰۲۵ کال د اګست په دویمه ما د خپل ژوند یو نوی ښه پړاو پیل کړ. ما نکاح وکړه او داسې ښځې سره مې واده وکړ چې ماته هغه مینه، ملګرتیا او ارامتیا راکوي چې تل یې هیله من ووم.»

راشدخان تېر ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې په کابل کې د واده لوی مراسم نیولي وو. دا په غالب ګمان د خان دویم واده دی.

خان همدارنګه په خپل تازه بیان کې له هغو خلکو مننه کړې چې د ده ملاتړ یې کړی دی.

راشد خان تېره اوونۍ هالند کې د خان بنسټ پرانیسته وکړه او ویې ویل چې غواړي د روغتیا او تعلیم په برخو کې افغانانو ته خدمت وکړي.

راشدخان د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر او د نړۍ له خورا پيژندل شویو او تکړه کرکټرانو څخه دی.

دی په هغو هېوادونو کې چې کرکټ پکې مروج دی له خورا شهرت برخمن دی او میلیونونه مینه وال لري.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG