د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۹

اسراییلي ځواکونه د ټولې غزې د نیولو لپاره چمتو شوي


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

اسراییل غواړي چې غزه ونیسي. دا پریکړه تیره شپه د اسراییل جګپوړیو چارواکو وکړه او فلسطنیانو دستي رد کړه. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل، د ترهګرو د ځپلو لپاره پکار ده چې دا تړانګه په بشپړ ډول لاندې کړو.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر نن سهار( د اګست ۸ مه) اعلان وکړ چې کابینې د ټولې غزې د نیولو طرحه تایید کړه.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې دا پریکړه د غزې د جګړې د پراخیدو بله نښه ده. دا جګړه له دوه ویشت میاشتو راهیسې روانه ده. د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو د هوایي او پلیو ځواکونو د بریدونو له امله تر اوسه په لسګونو زره کسان وژل شوې او د دې تړانګې د اکثر خلکو د بیځایه کیدو سبب شوې دي. جګړو د غزې ډیرې برخې ورانې کړې دي او دا سیمه اوس له قحطي سره مخامخ ده. د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې په دې سیمه کې به ستر پلي پوځي عملیات پرته له څه شکه چې بشري ناورین پسې پراخ کړي.

د اوس لپاره اسراییل د غزې له څلورو دریمه برخه نیولې ده. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې هیواد یې غواړي ټوله غزه ونیسي. نتنیاهو زیاته کړه چې د حماس ډلې د بشپړ ځپلو لپاره دا کار ضروري دی، خو اسراییل به غزه ونه ساتي، دا سیمه به خوندي کړي او عربانو ته به یې په دې شرط وسپاري چې ډاډ ترلاسه کړي چې بیا اسراییل ته د ګواښ سبب نه شي.

حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، په یوې اعلامیې کې د نتیاهو طرحه رد کړې او ویلي یې دي چې ولس به په غزه کې د اشغال پرضد هڅو ته دوام ورکړي.

د حماس په وینا د فلسطنیانو پرضد به پراخ تیری داسې اسانه نه وي چې څوک پارک ته ننوځي او پلی پکې ګرځي.

د اسراییل د صدراعظم دفتر ویلي دي چې د دې هیواد پوځ د ټولې غزې د نیولو لپاره چمتو شوی دی.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې دا ویره شته چې د ټولې غزې نیول به د ډیرو فلسطنیانو او شاوخوا شل تنو ژوندي پاتې شویو برمته وو د وژلو سبب شي چې له حماس سره دي، چې له دې سره به په نړیواله کچه اسراییل نور پسې منزوي شي.

په غزه کې جګړه وروسته تر دې پیل شوه چې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر جنوب حماس برید وکړ، دولس تنه یې ووژل او شاوخوا دوه نیم سوه تنه یې له ځانونو سره برمته کړل.

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د اسراییل د برید له پیله تر اوسه تر شپیته زره ډير ملکیان او وسله وال فلسطنیان وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG