د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

د کرملین یو لوړ پوړی چارواکی وایی پوتین او ټرمپ به په راتلونکو "څو ورځو" کې سره وګوري


د کرملین یو لوړ پوړی چارواکی، وروسته لدې چې د روسیې مشر په مسکو کې د امریکا له ځانګړي استازي خپلې وروستۍ خبرې "ګټورې او رغنده" وبللې ، وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په "راتلونکو ورځو" کې سره وویني.

د کرملین یو لوړ پوړی چارواکی وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په "راتلونکو ورځو" کې سره وویني.

دا وروسته له هغه چې د روسیې مشر په مسکو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره د اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه "ګټورې او رغنده" خبرې وکړې.

د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف د پنجشنبې په ورځ ( اګست په ۷مه) وویل چې د غونډې لپاره چمتووالی پیل شوی او دواړه اړخونه لا دمخه د "اصولو له مخې" د غونډې د ځای په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو د اوشاکوف له قوله ویلي چې "د امریکایي لوري په وړاندیز، په راتلونکو ورځو کې د دوه اړخیزې سرمشریزې د ترسره کولو لپاره په اصولو کې موافقه شوې ده."

که چیرې ټرمپ او پوتین سره وویني، نو دا به د ۲۰۲۱ کال په جون کې په جینوا کې د پوتین او د امریکا د پخوانی ولسمشرجو بایډن له لیدنې وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لومړنۍ غونډه وي.

په جینیوا کې تردغې غونډې تقریبا یو کال وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې هغه وخت خرابې شوې کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې په اوکراین خپل بشپړ برید پیل کړ.

ولسمشر ټرمپ د اوشاکوف لدغو څرګندونو یوه ورځ مخکې وویل چې د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او پوتین ترمنځ غونډې "ډیر پرمختګ کړی" او زیاته یې کړه چې هغه ممکن ډیر ژر له پوتین سره وویني.

ټرمپ ، وروسته لدې چې ویاندې یې تایید کړه چې هغه د پوتین سره په اوکراین کې د جګړې په اړه خبرو لپاره اماده دی ، وویل: "ښه چانس شته چې ډیر ژر به یوه غونډه وشي."

کله چې وپوښتل شو چې ایا پوتین د غونډې په بدل کې کوم وړاندیز کړی دی ؟، ټرمپ هیڅ توضیحات ورنکړل، یوازې دا یې وویل چې "مونږ نن ډیرې ګټورې خبرې اترې درلودې."

سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ټرمپ لدغو څرګندونو مخکې د هغه ویاندې، کارولین لیویټ په یوه بیان کې وویل چې روسانو "د ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره لیوالتیا څرګنده کړه، او ولسمشر ټرمپ د ولسمشر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي دواړو سره د لیدنې لپاره چمتو دی."

د اروپايي اتحادیې یوې ډیپلوماتیکې سرچینې د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو ته وویل چې "داسې ښکاري چې د ټرمپ او پوتین غونډه د جوړیدو په حال کې ده."

ایا زیلینسکي به په دې خبرو اترو کې برخه واخلي؟

نیویارک ټایمز او سي این این د باخبره سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې ټرمپ پلان لري چې راتلونکې اونۍ له پوتین سره کیني، او بیا غواړي له پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره درې اړخیزه غونډه وکړي.

که څه هم د غونډې د ځای په اړه هیڅ معلومات نشته، خو پوتین د پنجشنې په ورځ په مسکو کې د متحدو عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل، او ځینو رسنیو د سرچینو په حواله ویلي چې امکان لري د پوتین او ټرمپ غونډه په اماراتو کې وشي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پوتین د یته اړتیا نلري چې لده سره د لیدنې لپاره باید موافقه وکړي چې د زیلینسکي سره به ګوري.

د نړیوال بحران ګروپ په تحقیقاتی مرکز کې د اوکراین شنونکي لوسیان کیم، د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته وویل چې پوتین د زیلینسکي سره د لیدنې لپاره زړه نازړه دی مګر نه غواړي چې ټرمپ سره د لیدنې فرصت له لاسه ورکړي.

کیم وویل: "موږ باید پوه شو چې د شخړې د حل لپاره د پوتین نظر د ټرمپ یا زیلینسکي څخه ډیر توپیر لري. "

پوتین هڅه کوي چې د روسیې او متحده ایالاتو ترمنځ د خرابو اړیکود رغولو لپاره د خپلې څرګندې هیلې او د اوکراین د لاندې کولو لپاره دخپلو دوامدارو زیارونو ترمینځ یوه موازنه وساتي . پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې په اوکراین باندې په بشپړ یرغل سره د ۱۹۴۵ راهیسې په اروپا کې ترټولو لویه جګړه پیل کړه.

XS
SM
MD
LG