د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

د ولسمشرانو ټرمپ او پوتین د غونډې پر ځای سلا شوې


ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین
ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین

یوه روسیي چارواکي نن( د اګست ۷ مه) وویل چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غونډې تیاریانې روانې دي. د دې غونډې پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې .

روسیي اژانسونو د روسیې د ولسمشر د بهرنۍ تګلارې د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا خبر ورکړ چې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو د غونډې لپاره چمتوالی روان دی.

اوشاکوف زیاته کړه چې مسکو او واشنګتن د دې سرمشریزې د ځای په اړه وار له مخه موافقه کړې ده او ولسشمران پوتین او ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې سره وویني. دا غونډه د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ترسره کیږي.

که چیرته دا دوه مشران سره غونډه وکړي، دا به د دوه زره یو ویشتم کال د جون له میاشتې راوروسته چې پوتین د امریکا له مخکني ولسمشر جو بایډن سره په جینوا کې لیدلي و، د امریکا او روسیې لومړۍ سرمشریزه وي. وروسته بیا د دواړو هیوادو اړیکي د دوه زره دوه ویشتم کال په فبروري کې هغه وخت خرابې شوې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ.

د اوشاکوف تر څرګندونو یوه ورځ مخکې ولسشمر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ده د ځانګړي استازي ستیف ویتکاف او ولادیمیر پوتین په غونډه کې ډير پرمختګ شوی دی او ژر به په خپله له ولسمشر پوتین سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوت په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، وویل چې روسانو دې ته لیوالتیا ښودلې ده چې دا سرمشریزه ترسره شي او ولسمشر ټرمپ دې ته چمتو دی چې هم له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي او هم د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره.

د نیویارک ټایمز او سي این این د راپورونو له مخې ټرمپ به راتلونکې اونۍ له پوتین سره غونډه وکړي او بیا به د ټرمپ، پوتین او زیلینسکي تر منځ درې اړخیزه غونډه وشي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا سرمشریزه به چیرته ترسره کیږي، خو ولسمشر پوتین نن د عربي متحد اماراتو له مشر سره په مسکو کې ګوري، نو ځیني داسې انګیري چې ښایي د ولسمشرانو ټرمپ او پوتین غونډه په اماراتوکې وشي.

XS
SM
MD
LG