داسې مهال چې کابل ښاریانو مخکې په وار وار د کافي کثافت دانیو د نه شتون له امله له ښاري ککړتیا شکایتونه کړي دي، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې وايي، دې ستونزې ته د رسېدنې په هدف به په بېلابیلو ناحیو کې ۵۰۳۸ نوې کثافت دانۍ کېږدي.
د دغې ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت الله بارکزي د سه شنبې په ورځ( د زمري په ۱۴ مه ) ازادي راډیو ته وویل، دا چاره پیل شوې او تر اوسه په څو ناحیو کې د ۳۴ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت یو نیم زر کثافت دانۍ نصب شوې دي:
"کابل ښاروالې په ښار کې د نیم متر مکعبه کثافت دانیو اېښودل پیل کړي، سږ کال پلان لري چې کابل لپاره د نویو کثافات دانیو د جوړولو او په کې د ځای په ځای کولو لپاره ۷۵ ملیونه افغانۍ ولګوي، له ټولو ښاریانو هیله کوو چې کثافات همدې کثافت دانیو کې واچوي او ښاروالې سره همکاري وکړي."
نوموړی وايي، دا کثافات دانۍ تر اوسه لومړۍ او پنځمې، دغه شان، لسمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیه کې اېښودل شوي دي.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې د معلوماتو پر بنسټ دوی دغه شان په پام کې لري، چې ۵۰ اووه متره مکعبه نوې جوړې شوې کثافت دانۍ هم د کابل ښار په بېلابیلو ناحیو کې نصب کړي.
دا اداره زیاتوي چې کابل ښار کې د ټولو دې نويو کثافت دانیو نصب به شپږ میاشتې ونیسي.
یو شمیر کابل ښاریان د کابل ښاروالې دا اقدام پر ځای ګڼي خو د دغو کثافت دانیو په مراقبت او ساتنه هم ټینګار کوي.
له دې ډلې نرګس او خالد ازادي راډیو ته وویل:
"دا ډیر ښه کار دی، ځکه چې دې سره پاکوالی وي او ښار هم ښه ښکاري، څوک چې څه وخوري او هغه پاتې شوني یې په سرکونو واچوي، نو دې سره ډیره چټلي رامنځته کېږي. "
" دا یو نیک او ښه اقدام دی، خو له دې نه باید ساتنه او مراقبت هم وشي، تېرو کلونو کې هم دا کار شوی و، خو د کومو کسانو له خوانه چې هلته اوسېږي یا د معتادینو له خوا دا کثافت دانۍ په کباړو کې خرڅې شوې."
که څه هم د طالبانو حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په راپور کې مرکه شويو کسانو ازادي راډیو ته وویل چې دا کثافت دانۍ ځمکې سره کلکې شوي دي او له یو ځای نه بل ځای د انتقال ود نه دي.
د یادونې ده چې مخکې د ښاروالې کارکوونکو دا شکایت درلود چې ښاریان کثافات تر کثافت دانیو نه رسوي خو د خلکو شکایت بیا دا وو چې کثافت دانۍ په مناسبو ځایونو کې نه دي اېښودل شوي او نه هم په خپل وخت تشېږي.