د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۸

په کابل کې هره ورځ ۴ ټنه پلاستیکي کڅوړې مصرف او په کثافاتو بدلېږي


د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره د چاپېریالي ګواښونو زیاتېدو ته په اندېښنې وايي، په کابل ښار کې هره ورځ څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې او درې ټنه پلاستیکي اجناس کارول کېږي چې کثافاتو یې چاپېریال ککړ کړی دی.

د دغې ادارې مسلکي معین غلام محمد ملکیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» د جون پنځمې یا د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې ټينګار وکړ چې خلک باید د پلاستیکي کڅوړو له کارولو ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوازې په کابل ښار کې هره ورځ څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې مصرف کېږي او په کثافاتو بدلېږي، د دې تر څنګ درې ټنه نور د بوتل، درملو د پوښ، د اشپزخانې، ساختماني، برقي وسایل کارول کېږي، که چېرې موږ هره ورځ اووه ټنه حساب کړو په یوه کال کې څومره کېږي چې دا چاپېریال سخت زیانمنوي."​

غلام محمد ملکیار
غلام محمد ملکیار

ښاغلي ملکیار وویل، سره له دې چې د پلاستیکي کڅوړو او پلاستیکي توکو څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي په تړاو ستراتېژي جوړه شوې، خو له خلکو یې هم وغوښتل چې د پلاستیکي کڅوړو پرځای له تکه‌يي او کاغذي کڅوړو کار واخلي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم په دې ناسته کې د کابل ښار چاپېریال د اندېښنې وړ وګاڼه او ټينګار یې وکړ چې د پلاستیکي کڅوړو د ګټې اخیستنې تر څنګ د خښتو د غیر معیاري بټیو جوړولو هم چاپېریال ته زیان رسولی.

نوموړي زیاته کړه:

"کابل ښار چې پخوا د باغونو د ښار په توګه پېژندل کېده، په خواشینۍ سره چې دا مهال په کثافت دانۍ بدل شوی، راځئ خپل چاپېریال له کثافاتو پاک کړو او هغه یو انساني محیط جوړ کړو په ځانګړي ډول چې سږ کال شعار دا دی چې باید زموږ چاپېریال له پلاستیکو پاک او منظم شي."

په کابل او ولایتونو کې له پلاستیکي کڅوړو څخه د ګټې اخیستې فرهنګ نوې خبره نه‌ده، بلکې دغه فرهنګ له کلونو راپه دې‌خوا دود دی او خلک د پلاستیکې کڅوړو د زیانونو د پوهاوي په اړه د معلوماتو د نه‌درلودلو له امله له پلاستیکې کڅوړو کار اخلي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د پلاستیکي کڅوړو د زیانونو څخه خبر دي، خو انتقاد کوي چې حکومت‌یې د مخنیوي لپاره هېڅ کار نه‌دی کړی.

د کابل یوه اوسېدونکې مینه حبیب وايي:

"دا ستونزه چاپېریال او انسانانو ته ډېره مضره ده، خو په خواشنیۍ سره چې حکومت هېڅ اقدام نه‌دی کړی له حکومت څخه همدا غوښتنه لرو چې پلاستیکي کڅوړې له‌منځه یوسي او پر ځای یې تکه‌یي او کاغذي کڅوړې دود کړي تر څو دا ستونزه هواره شي."

په همدې حال کې د ولسمشر لوړپوړي سلاکار او په جنوبي اسیا کې د چاپېریال ساتنې د همکاریو سازمان عمومي رئیس عباس بصیري وویل چې ډېری کورنۍ له پلاستیک نه د سونګ توکو په ډول کار اخلي چې دا د مضره ذراتو د خپرېدو سبب کېږي او د انسان پر روغتیا منفي اغېز کوي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د پلاستیکي کڅوړو او پلاستیکي توکو پر ځای له تکه‌يي او کاغذي پاکټونو کار واخلي او د پلاستیکي کڅوړو د زیانونو په اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG