د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۲

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د هر ډول مخالفت غږ چپ کړی دی


پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ د څلورم کال د پوره کېدو په درشل کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دغه ډلې په تېرو څلورو کلونو کې په ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي، خبریالان یې نیولي او د هر ډول مخالفت غږ یې غلی کړی دی.

دغه ادارې "افغانستان: د طالبانو تر واک لاندې څلور کاله وروسته هم بې‌درېغه ځپنه روانه ده." په نوم په یو راپور کې چې پرون د اګسټ پنځمه یې خپور کړی لیکلي چې دغه هیواد اوس مهال له سخت بشري کړکیچ سره مخ دی.

په راپور کې راغلي دي چې دغه کړکیچ د مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو د کمېدو او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د پراخه بېرته ستنېدو له امله لاپسې ژور شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: "د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په تېرو څلورو کلونو کې ونه توانېدل چې په افغانستان کې له بشري حقونو د روانو سختو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي. "

په راپور کې دغه شان له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې په خپل کلني پرېکړه لیک کې چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې د بشري حقونو شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي د افغانستان لپاره د حساب ورکولو د جامع میکانیزم د رامنځته کولو وړاندیز وکړي.

راپور کې د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله راغلي: " دطالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه موږ ته د دوی د ظلمونو شدت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، تریخ یاد راپه زړه کوي."

اغلې عباسي ویلي، حکومتونه باید پر طالبانو فشار واچوي چې له خپلو ځپنو لاس واخلي.

د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون چې په ۲۰۲۴ کال کې جوړ شو سخت او ځپونکې بللې او ویلي یې دي چې طالبان د دغه قانون له مخې په کاري او عامه ځایونو چاپې وهي، عامه ځایونه څارې، د پلټنې پوستې جوړوي چې د خلکو موبایلونه وپلټي او د وسایطو له سپرلیو او پلی تګ کوونکو څخه پوښتنې وکړي.

په راپور کې راغلي دي چې پر ښځو د طالبانو لګول شویو سختو محدودیتونو بشري او روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاس رسي په جدي ډول محدود کړی دی.

په افغانستان کې دننه یو شمېر میرمنې هم وايي په تېرو څلورو کلونو کې یې لکه په زندان کې، داسې ژوند تیر کړی دی.

د ننګرهار یوې اوسېدونکې چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"طالب هیڅ بدلون ونه کړو او فکر او ایډیالوژي لا افراطي شوې ده، په تېرو څلورو کلونو کې دوی په ښځو ډېر ظلمونه وکړل، له هر ډول عامه ژوند نه محرومې کړې، د دې ترڅنګ یې د ښځو د حقونو فعالانې او خبریالانې ونیولې، شکنجه یې کړې، تېري یې پرې وکړل، وې وژلې خو له بده مرغه نړیوالې ټولنې په دې برخه کې هیڅ جدي اقدام ونه کړو."

د پلازمینې کابل یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"طالبانو د خپلو لومړینو ژمنو بر خلاف د ښځو په اړه محدویتونه لا سخت کړل، او په دې تېرو څلورو کلونو کې یې هیڅ بدلون ونه کړو، دوی دا ثابته کړه چې د ښځو په برخه کې خپل سیاست نه بدلوي، دوی پر ښځو محدودیت ته د شریعت نوم ورکوي خو په اصل کې دوی په ټولنه کې د ښځو له یو ځای کېدو ډار لري."

دا په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې په ښځو پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د شریعت له مخې یې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي کړي دي خو د بشري حقونو څار سازمان ویلي، طالبانو لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده کړو بندیز روان ساتلی، دغه شان یې ښځې د کار او تګ راتګ په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ کړي دي.


XS
SM
MD
LG