د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

د ټرمپ د اوربند د ضرب الاجل نږدې کېدو سره اوکراین په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي


د اوکراین یو سرباز د بولاوا ډول بی پیلوټه الوتکې سره.
د اوکراین یو سرباز د بولاوا ډول بی پیلوټه الوتکې سره.

اوکرایني ځواکونه د روسیې دننه د پوځ سره تړليو تاسیساتو باندې په خپلو پرله پسې هوایی بریدونو په کرملین باندې فشار ته دوام ورکوي. کیف او مسکو دهغه ضرب الاجل په درشل کې چې دامریکا ولسمشر د سولې دیوه تړون د منلو لپاره کرملین ته ټاکلی پر یوبل بریدونو ته زور ورکړی دی.

د تور سمندرګي په تفریحي ښار سوچي کې روسي چارواکو وویل چې اوکرایني بې پیلوټه الوتکو نن د اګست په دریمه نیټه د تیلو سیمه ایزې ډیپو ته اور اچولی دی.

ویل کیږي له ۱۲۰ څخه ډیر اور وژونکي د اور د کنټرول لپاره هلې ځلې کوي.

بلخوا د اوکراین په جنوب کې د میکولایف سیمی والي نن یکشنبه وویل چې د روسیې د توغندیو برید کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ کړي. په برید کې لږ تر لږه اووه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د اوکراین د دولتي بیړني خدماتو ادارې وویل چې د ټپیانو څخه د درې کسانو په روغتون کې درملنه کیږي.

اوکراین هم د روسیې په داخل کې د بی پیلوټه الوتکو بریدونو ته په داسې مهال زور ورکړی دی چې دامریکا ولسمشر دونالد ټرمپ خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین باندې فشار زیات کړی چی د اوکراین د څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند ومني.

ولسمشر ټرمپ د روسیې ولسشمر پوتین ته د اګست میاشتې تر اتمې وخت ټاکلی چې جګړه پای ته ورسوی کنه د روسيې د تیلو او په نورو صاداراتو به شدیدې تعرفې ولګوي.

خو ددغه ضرب الاجل د اعلان سره همهاله روسیې د تیرې پنجشبنې په ورځ په کیف باندې د سلګونو بی پیلوته الوتکو برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږ ترلږه ۳۱ کسه ولسي خلک ووژل شول .

اوکراین هم د روسیې په تاسیساتو باندې خپلو هوايی بریدونو ته زور ورکړ.

روسي چارواکو وویل د سوچې ښار د تیلو په تصفیه خانې د اوکراین تازه برید یو دهغو بریدونو څخه دی چې کیف دیکشبنې په ورځ د روسیې په جنوب کې د ریازان، پینزا او ورونیژ په ښارونو وکړل.

د روسیې دفاع وزارت هم دیکشبنې په ورځ وویل چې ددوی دافع هوا ځواکونو تیره شپه ټولټال د ۹۳ اوکرایني بی پیلوټه الوتکو مخه ونیوله چې په دوی کې د ۶۰ الوتکو مخه د تور سمندرګي د پاسه ونیول شوه.

بلخوا اوکرایني ځواکونو وویل چې روسیې تیره شپه ۸۳ بی پیلوټه الوتکې او څو توغندوي د اوکراین لور ته وتوغول چې ۶۱ یي نسکور کړای شول.

اوکرایني ځواکونو وویل چې ۱۶ بی پیلوټه الوتکې او ۶ توغندی په اتو سیمو کې اهدافو باندې ولګیدل.

XS
SM
MD
LG