د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۴

طالبانو اوه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو په دوام تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي په وروستیو دریو اونیو کې په کابل او یو بل ولایت کې د طالبانو استخباراتو او د دوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو لږ ترلږه اوه خبریالان او رسنیز فعالان نیولي دي.

د دغه مرکز له لوري په یوه خبرپاڼه کې د خبریالانو د نیونې پر دې تازه لړۍ اندېښنه ښودل شوې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د خبریالانو او رسنییزو فعالانو اساسي حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي او نیول شوي خبریالان له کوم قید او شرط پرته بېرته خوشې کړي.

که څه هم په خبر پاڼه کې د امنیتي اندېښنو له امله د نیولو شویو خبریالانو په ډله کې د پنځه کسانو هویت نه دی په ډاګه شوې خو په کې راغلي دي چې د جولای په ۲۲ او ۲۳ مه یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د (نجونو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو) او یو بل خبریال د بهرنیو رسنیو سره د تخنیکي مرستې په تور نیول شوي او د طالبانو د استخباراتو ریاست ته لیږل شوي دي.

د خبریالانو مرکز ویلي له دې وړاندې بیا د جولای په ۱۴ مه د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکي په کابل کې د پیکسل په نوم په یو رسنیز مرکز حمله کړې، د دې شرکت مشر او مرستیال یې نیولي او د دفتر وسایل یې ظبط کړي دي.

د یو خبریال په توګه زه ډېر سخت اندېښمن یم، ځکه هر څوک چې د دوی توصیف نه کوي د دوی د روایت له مخې باید ونیول شي، شکنجه شي او تحقیر شي، زه فکر کوم په دغسې وضعیت کې په افغانستان کار کول ډېر ستونزمن دي او که دا حالات همداسې دوام کوي، په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو کار چې له مخکې یې هم وضعیت ښه نه دی د لمنځه تللو له جدي ګواښ سره مخ کیږي
خبریال

که څه هم د دریڅې په نوم یوې ټولنیزې رسنۍ چې د طالبانو امر بالمعر د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته نږدې بلل کیږي په خپله اېکس پاڼه د جولای په ۲۶ د پېکسل شرکت د مسولینو یو ویډیو اعتراف خپور کړي چې په کې ویل شوي دغه دواړه کسان د سریالونو د ژباړې او دوبلې له لارې د لوېدیځ کلتور د ترویج او له «مغرضو» بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي خو د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه اعترافونه جبري بللي او یادې نیونیې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دا هم ویلي چې د جولای په ۶ مه د افغانستان په یو ولایت کې چې نوم یې نه دی ښودل شوې یوه سیمه ییزه خبریاله د استخباراتو له لورې نیول شوې خو له دوه ورځو تېرولو وروسته په ضمانت خوشې او ژمنه ترې اخیستل شوې چې د واکمنۍ ادارې سخت رسنیز شرایط باید مراعت کړي.

یاد مرکز ویلي دغه نیونې د بیان ازادۍ او د خبریالانو مصونیت ته جدي ګواښ دي او اوس مهال هم لږ ترلږه ۱۵ خبریالان او رسنیز کارکوونکې د طالبانو په بند خونو کې دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د خبریالۍ کار له زندان او شکنجې سره لوبې او له ګواښونو سره مخ کېدل دي.

په پلازمینه کې یو خبریال چې نه غواړي د موضوع د حسایت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل،

"د یو خبریال په توګه زه ډېر سخت اندېښمن یم، ځکه هر څوک چې د دوی توصیف نه کوي د دوی د روایت له مخې باید ونیول شي، شکنجه شي او تحقیر شي، زه فکر کوم په دغسې وضعیت کې په افغانستان کار کول ډېر ستونزمن دي او که دا حالات همداسې دوام کوي، په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو کار چې له مخکې یې هم وضعیت ښه نه دی د لمنځه تللو له جدي ګواښ سره مخ کیږي."

یو بل افغان خبریال چې په لوګر کې له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره دنده لري او دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د سختو قوانینو له امله ان په ډېرو عادي موضوعاتو هم خبر نه شي جوړولای.

"ټول هدف دادی چې د رسنیو له لارې د خلکو غږ خاموشه کړي، او په تدریجي ډول دا کوم ډېر کمزوری رسنیز فعالیت چې له افغانستانه کیږي دا هم بند کړي، موږ خبریالانو په ډېرو سختو شرایطو کې بیا هم خپل رسنیز فعالیت او رسالت روان ساتلی دی."

په همدې حال کې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون هم د یادو خبریالانو نیول غندلي او د دوی د سم دستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې چې نن د جولای ۲۹ یې خپره کړې د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د افغان خبریالانو د خلاصون لپاره هڅې وکړي او پر طالبانو د فشار له لارې د خبریالانو د خوندیتوب هڅې وکړي.

ذ یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې په رسنیو او خبریالانو فشارونه او محدودیتونه زیات شوي دي، چې له امله یې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه په ټپه درولي او دغه شان ډېر شمېر خبریالان او رسنیز فعالان هم له دې هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دي خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې روزا اوتونبایوا، د مې د درېیمې، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي وه چې په دغه هیواد کې د طالبانو له‌خوا د بیان پر ازادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ دي، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې ګواښ، نیونې او بد چلند سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG