د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

د کرکټ د شل اووریزو لوبو په آسیايي جام کې د افغانستان د بریا لپاره د افغانانو او شنونکې هیلې


افغان ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د آسیايي جام په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه
افغان ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د آسیايي جام په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د کرکټ د اسیايي کپ د سیالیو په لړۍ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۹ مه د هانګ کانګ، د سپټمبر په ۱۶ مه له بنګله دیش او د سپټمبر په ۱۸ مه د سریلانکا پر وړاندې کوي.

که افغانستان د دې سیالیو په لومړۍ پړاو کې دوه لوبې وګټي نو د څلور غوره لوبډلو پړاو ته به لاره پیدا کوي.

د کرکټ یو شمېر افغان مینه وال وايي هیله لري چې سږ کال د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان تر پایلوبې ورسیږي.

د پلازمینې کابل اوسېدونکي میر احمد ازادي راډيو ته وویل"په اسیايي جام کې د خپلې ملي لوبډلې د ځلیدو په هیله یو. موږ ډېر انتظار کړی دی. د چمپینز ټراپي له سیالیو وروسته به یو وار بیا زموږ لوبډله په سترو سیالیو کې راڅرګندیږي؛ افغان لوبغاړي به ان‌شاالله ښې لاس ته راوړنې ولري او زموږ تمه ده چې نیمه پایلوبې او پایلوبې ته به لوبدله ورسیږي."

د کرکټ مینه وال هیله من دي چې افغانستان به د اسیا کپ په سږنیو سیالیو کې د پام وړ لاس ته راوړنې ولري.

د ختیځ جلال اباد اوسېدونکی سلیمان وايي اوس مهال د اسیا په کچه د افغانستان لوبډله په نومتو لوبډلو کې راځي او تمه داده چې ښې سیالۍ به وشي. د نوموړي په وینا "د اسیايي جام لوبې سترې سیالۍ دي، پیاوړې لوبډلې په کې دي، موږ دا ځل هیله لرو چې لوبډله باید دا ځل دا جام وګټي، موږ د ښه لوبو تمه نه لرو موږ د جام د ګټلو تمه لرو، ځکه افغانستان یې وړتیا لري، موږ د نړۍ ډېر سترې او پیاوړې لوبډلې له دې مخکې ماتې کړي دي."

د کرکټ اسیايي شورا ویلي دا شل اوریزه سیالۍ د سپټمبر په ۹ پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۸ مې نېټې به دوام وکړي.

د دې سیالیو په بل ګروپ کې هندوستان، پاکستان، کوربه متحده عربي امارات او عمان لوبډلې برخه لري.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ به په هندوستان کې ترسره کیږي خو د پاکستان او هغه هیواد ترمنځ سیاسي کړکیچونو د سیالیو ځای بدل کړ.

په همدې حال کې د کرکټ یو شمېر افغان څارونکي او شنونکي وايي په داسې حال کې چې د دې سیالیو پیل ته لا نږدې یوه نیمه میاشت پاتې ده افغان کرکټ بورډ باید سر له اوسه په لوبډله کار وکړي تر څو په دغه سیالیو کې مخکې تګ وکړي.

له ډلې یې سمیع الله سیرت ازادي راډيو ته وویل"اول خو پکار دا ده چې په متحده عربي اماراتو کې د اسیايي جام له لوبو مخکې تمریني سیالۍ وشي او هلته تمریناتي کمپونه جوړ شي. که دا دوه کاره وشي نو افغان لوبډله لا له مخکې له دې کنډیشن سره ښه بلده ده او په دې سیالیو کې به ښې لاس ته راوړنې ولري."

نوموړی دغه شان غوښتنه کوي چې د سیالیو لپاره د یو ښه نوملړ انتخاب هم کولای شي مثبتې پایلې ورکړي.

آسیايي جام د سپټمبر په ۹مه د افغانستان او هانکانګ په لوبه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸ مې دوام کوي.

دا د اسیايي جام سیالیو اولسم پړاو دی خو افغانستان ته په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شو.

که څه هم افغانستان تر اوسه د دې سیالیو پایلوبې ته لاره نه ده کړې خو سږ کال یې مینه وال او څارونکي تر پایلوبې د تګ هیله لري.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال په سیالیو کې له بنګله دیش او سریلانکا سره په ګروپ کې و چې له دواړو یې ماته خوړلې وه.

د اسیايي جام سیالۍ د کرکټ د اسیايي شورا له لوري تنظیمیږي.

دا سیالۍ اول ځل په ۱۹۸۴ کال کې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې وشوې. وروسته له هغه په هرو څلورو یا دوو کلونو کې دا سیالۍ ترسره کیږي، خو کله ناکله د سیاسي یا نورو ستونزو له امله ځنډېدلي هم دي.

د اسیا کپ سیالۍ تر ډېره هند، سریلانکا او پاکستان ګټلي دي. هند اته ځله دا جام په خپل نوم کړی. سریلانکا بیا شپږ او پاکستان دوه ځل توانېدلي چې دا اسیا کپ خپل کړي.

د بنګله دیش لوبډله که څه هم دوه ځل د دې سیالیو پایلوبې ته لاره کړې خو د جام په ګټلو نه ده توانېدلې.

XS
SM
MD
LG