د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۶

راستانه شوي کډوال؛ د سرپناه له جدي ستونزې سره مخ یوو، کرایې ډیرې لوړې دي


په کابل کې د کډوالو یو کمپ
په کابل کې د کډوالو یو کمپ

ستنه شوي کډوال: کورونه نه شته، کرایې لوړې دي

له ایران او پاکستانه پلازمینې کابل ته یو شمېر ستانه شوي کډوال وایي، د سرپناه په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ دي.

دوی وايي کرایې کورنه نه پیدا کېږي او که کوم یو پیدا هم شي، کرایې یې ډیرې لوړې دي چې دوی یې د ورکولو توان نه لري.

له ایرانه افغانستان ته ستنه شوې افغان کډواله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي اوونۍ مخکې خپل هیواد ته کډه شوې او په خبره یې اوس د پلازمینې کابل په دشت برچې سیمه کې د کور د نه شتون له امله خپلو خپلوانو کره کور په کور ګرځي.

دلته د اوسېدو ځای نه لرو، کور په کور ګرځو، کله یو خپلوان کره او کله د بل کره یو، تر اوسه مو کور نه دی موندلی، ځکه چې وسه یې نه لرو
له ایرانه راستنه شوې کډواله

د اووه کسیزې کورنۍ دې مشرې وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه.

"موږ چې له ایرانه راغلي یو تر اوسه کور نه لرو، د خپلوانو کره یو، په ایران کې مو چې کور نیولی و (ګرو کړی مو و)، هلته یې بېرته زموږ پیسې رانه کړې، دلته د اوسېدو ځای نه لرو، کور په کور ګرځو، کله یو خپلوان کره او کله د بل کره یو، تر اوسه مو کور نه دی موندلی، ځکه چې وسه یې نه لرو."

له ایرانه، افغانستان ته بله ستنه شوې افغان کډواله لطیفه بیا چې دوه اونۍ یې د ستنېدنې کېږي، وايي د کابل په شاه شهید سیمه کې یې دوه خونو والا کور موندلی خو کرایه یې ډیره زیاته، ۷۰۰۰ افغانۍ ده، چې دا یې د ورکولو توان نه لري.

"ستونزې مو زیاتې دي، ډېر په تشویش یو، ځکه خاوند مې لا بې کاره دی، کرایي کور کې اوسېږو خو د دې کور کرایه ډیره زیاته ده."

دا یوازې له ایرانه تازه ستانه شوي کډوال نه دي چې دې ستونزې سره مخ دي بلکې هغه افغانان هم چې میاشت مخکې له پاکستانه بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي له ورته ستونزې کړېږي.

له دې دلې د کابل کارته نو سیمه کې میشت شوی حمید وایي،

"د کرایي کورونو موندل ډېر سخت دي ځکه چې لس شل زره افغانۍ یې کرایې دي، موږ له هغه وخته چې له پاکستانه راغلي یو شپږ کسان په یوه کوټه کې اوسېږو ځکه چې زموږ اقتصاد کمزوری دی، موږ په سختۍ خپل د ورځې لګښت پیدا کوو، د دې یوې کوټې له برښنا سره ۳۵۰۰ افغانۍ ورکوو."

د یادونې ده چې له ایران او پاکستانه ستانه شوي کډوال د سرپناه په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او په دې اړه یې په وار وار ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایتونه کړي دي.

مخکې د معملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمیر مسوولینو هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا ستونزه تایید کړې وه.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ستنو شویو ګډوالو ته د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو ادعاوې کړې دي خو داسې ښکاري چې دا کار وخت ته اړتیا لري، داسې مهال چې ستانه شوي ورته بېړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو د جولای په ۱۸مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه څه کم دوه میلیونه افغانان افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي دي.

د دې بیان له مخې، تر یو نیم میلیون زیات کسان له ایرانه شړل شوي چې یوازې د جون له ۲۴مې وروسته یې شمېر ۴۱۰ زره ته رسېږي، او له پاکستانه هم تر ۳۰۰ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ستانه کړل شوي دي.

ستونزې مو زیاتې دي، ډېر په تشویش یو، ځکه خاوند مې لا بې کاره دی، کرایي کور کې اوسېږو خو د دې کور کرایه ډیره زیاته ده
لطیفه

بلخوا ځینې هغه کورنۍ چې لا وړاندې په کرایي کورونو کې اوسېږي هم شکایت کوي چې له ګاونډیو هیوادونو د کډوالو له پراخې بېرته ستنېدنې ورسته د کورونو خاوندانو کرايي پرې لوړې کړې دي.

د کابل د ۱۶مې حوزې اړوند د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکی مصطفی وایي له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره په یو کرایي کور کې اوسېږي او شکایت کوي چې د کور مالک پرې په دې ورستیو کې کرایه لوړه کړې ده.

ده ازادي راډیو ته وویل،

" یو خو اقتصاد خراب دی بل د کورونو مالکانو کرایې لوړې کړې، وایي که دومره کرایه نه ورکوې له کوره ووځه، بیا درسره قرارداد نه کوم."

دی وایي په درې خونو کور کې یې مخکې لس زره افغانۍ کرایه ورکوله چې اوس یې پرې ۱۳ زره کړې ده.

د کابل د شاه شهید سیمې اوسېدونکی مومن خان هم ورته ستونزه شریکوي:

"دا کډوال چې راغلي د کورونو کرایې ډیرې زیاتې لوړې شوي، کورونه په اسانه چا ته نه پیدا کېږي، چې پیدا شي هغه کس مجبوره وي چې په هره بیه وي، ویې نیسي."

دا شکایتونه بیا داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت شا او خوا اوونۍ مخکې په خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې له خلکو غوښتي وو چې که د کورونو کرایه پرې لوړېږي، د کورونو له خاوندانو دې شکایت وکړي.

په بیان کې راغلي وو، که د کورونو خاوندان د تېر کال په پرتله کرایه لوړه کړي، له پوښتنو سره به مخ شي.

په بیان کې دا خبرداری هم ورکړی شوی و، که د معاملاتو د لارښوونې دفترونه، له ټاکل شوې اندازې زیات کمېشن هم واخلي، عدلي او قضایي بنسټونو ته به معرفي شي.

مخکې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې هم ویلي وو چې په په افغانستان کې په ځانګړي ډول پلازمینې کابل کې د کورونو کرایې لوړې شوي دي.

دې شبکې هم د کورونو د کرایو د لوړېدو یو لامل له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته د کډوالو ستنېدل ښودلي وو زیاته کړې یې وه چې دې ستونزې خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG