د ښځو د حقونو فعاله صمیمه امیري ده چې ادعا کوي یوه همکاره او د هغې ورېره پرون (پنجشنبه د جولای په ۱۷مه) د کابل ښار په شهر نو سیمه کې له بازاره د مازدیګر په ۵ بجو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د نارینه محتسبانو لخوا د هغوی په خبره د «بشپړ حجاب» نه لرلو له امله نیول شوې دي.
دې ازادي راډیو ته سره خبرو کې دا ادعا هم وکړه، چې دې همکارې یې ورته ویلي یوازې دې او ورېرې یې هلته په حوزه کې تر ۲۵۰ نیول شوې نجونې او ښځې لیدلي دي د دې په ټکو یو شمیر خوشې شوې خو یو شمیر لا هم حوزه کې وې:
"زما خپله یوه همکاره یې نیولې، هغې سره یې ګڼې نورې ښځې او نجونې هم راټولې کړي، ویل یې چې حدوداً ۲۵۰ ښځې او نجونې یې راټولې او بندیانې کړې دي، کله چې یې دوی حوزې ته بیولې ورته یې ویلي چې تاسو حجاب نه دې مراعت کړی، ان ورته یې ویلي چې که کور کې هم اوسېږئ باید حجاب مراعت کړئ، د دوی ټولو ټلیفونونه یې پلټلي، ان دوی سره یې یوه بله مېرمن چې جرمني نه راغلې، نیولې ده او د هغې نارینه محرم یې وهلی دی، دوی ځینې په ضمانت خوشې شوي او د ځینو د برخلیک په اړه لا هم کوم خبر نشته ."
مېرمن امیري د خپلې دې همکارې ځینې لیکي پیغامونه ازادي راډیو ته راستولي چې هغې په کې ادعا کړې، چې له دوی مخکې« په حوزه کې له وړاندې ډېرې نورې ښځې هم وې» او« له دې شمېره یوازې ۵۰ تنه یې پرون شپه په ضمانت خوشې شوې دي.»
د کابل ښار یوې اوسېدونکې او د شپږ ځوانو لوڼو مور هم ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دا او یوه لور یې پنجشنبه د غرمې ۱۲ بجې د کابل ښار دریمې حوزې اړوند پل سرخ سیمه کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نارینه محتسبانو نیولې وې چې په خبره یې، له ډېر سپکاوي او بدو الفاظو وروسته یې خوشې کړي دي.
دې مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې دوی بشپړ حجاب مراعت کړی و خو طالب محتسبانو د نارینه محرم نه لرلو له امله نیولې وې:
"زه خپله پرون لور سره مې پل سرخ سیمه کې ناروغه وم ډاکتر ته تللو چې هماغلته یې موږ سره ډېر زیات سپک چلند وکړ ویل یې چې حوزې ته ځو، بیا یو څوک راغلل موږ یې راخلاصې کړو، بیا کور ته راغلو، موږ منظم حجاب درلود، درې مولویان وه چې سپینې چپنې یې وې، داسې چلند یې راسره وکړ چې هېڅ انسانیت کې نشته، نورې ښځې یېله کاسترو موټرو راښکته کړې، موږ محرم نارینه نه لرو، زه نارینه له کومه کړم؟"
دا وایي خاوند یې فلج او زوی یې ۷ کلن ماشوم دی.
دغه شان یوې بلې کابل مېشتې ځوانې نجلۍ چې دا هم ادعا کوي څو ساعتونه لپاره د کابل په شهر نو سیمه کې د طالبانو د امر بالمعروف اړوند یوې حوزې ته انتقال شوې وه، دی دا ادعا هم کوي چې په حوزه کې ترې د زیاتو پلټنو، ورته له اخطارونو ورکولو او د ټلیفون له چک کولو وروسته ې د کورنۍ په ضمانت ازاده شوې ده.
دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، وویل چې افغانستان کې ژوند کول د ښځو لپاره خورا سخت شوي او دغه هېواد ورته په زندان بدل شوی دی، هغه څه چې د ښځو او بشري حقونو ځینې فعالانې هم پرې ټینګار کوي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"له بده مرغه طالبانو افغانستان ښځو ته په یو ستر زندان بدل کړی، ښځې او نجونې ان ارامه ساه نشي اخیستلی، دا چې دوی ان د خپلو ستونزو د حل لپاره راوتلی نه شي، بازار سودا لپاره نه شي تللی یا حتا د خپلو خپوانو او دوستانو لیدو ته نه شي تللی، دا د نه زغملو وړ وضعیت دی."
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د دغو ادعاوو په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې پرون پنجشنبه پر خواله رسنیو داسې ویډیو ګانې خپرې شوې چې په کې د طالبانو پوځیان او د امر بالمعروف محتسبان ښکاري چې ښځې موټرو ته پورته کوي او دا ښځې ورته د ژاړي او زارۍ کوي چې خوشې یې کړي.
خو ازادي راډیو ته د دې ویدیو ګانو دقیق ځای او د ثبت نېټه نه ده معلومه او نه په خپرو شویو ويدیو ګانو کې په دې اړه څه ویل شوي .
په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو پر بنسټ، طالبانو له تېرې یوې اونۍ راهیسې په رسټورانتونو، بازارونو، واټونو او بېلابېلو عامه ځایونو کې د حجاب او محارمو نه لرلرو په تور د ښځو او نجونو نیول او د دوی ته د خبرداریو ورکول پیل کړي دي.
مخکې هم یو شمیر کابل میشتو نجونو او میرمنو ازادي راډیو ته ورته شکایتونه کړي و.