د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

افغانستان کې د ځانوژنې د پېښود زیاتوالي راپورونه؛ ارواپوهان ځوانانو ته څه سپارښتنې لري؟


له تېرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان د کورنیو رسنیو له خوا د ځان وژنو پېښې ډیری راپور شوي.

د دې تازه پېښو د ځینو قربانیانو کورنیو او د ځان وژنو هڅه کوونکو هم نارینه او ښځو ازادي راډیو ته وویل چې دوی یا یې د کورنۍ غړو د بېلابېلو کړاونو، اقتصادي ستونزو، ټولنیزو او رواني فشارونو او د طالبانو د حکومت لخوا د مختلفو بندیزونو او محدودیتونو له امله د ځان وژنو هڅه کړې ده.

د خوست ولایت اوسېدونکی محمد نور جان دی چې وایي د تره زوی یې عیسی ۲۰ ورځې مخکې ځان وواژه.

دی زیاتوي چې ۱۶ کلن عیسی د خوست ولایت د مرکز د اوزیانو کلي اوسېدونکی و، تر څلورم ټولګي یې زده کړې کړې وې او په دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره په یو کوچني خوراکه پلورنځی کې په کار بوخت و.

ده ته د کور ټول مسولیت ور له غاړې و، پلار یې سپین ږیری دی، موږ لا هم نه پوهېږو چې ده ولې ځان وواژه، موږ ورته د موږکانو ګولۍ وایو، هغه یې ماښام کې خوړلې وې، بیا موږ د شپې روغتون ته ورساوه، نو سهار تقریباً اته بجې یې خپله روح خدای پاک ته وسپارله
عیسی

ده ازادي راډیو ته وویل، کورنۍ اقتصادي ستونزې یې درلودې خو د عیسي د ځان وژنې لامل لا دې معلوم شوی.

"ده ته د کور ټول مسولیت ور له غاړې و، پلار یې سپین ږیری دی، موږ لا هم نه پوهېږو چې ده ولې ځان وواژه، موږ ورته د موږکانو ګولۍ وایو، هغه یې ماښام کې خوړلې وې، بیا موږ د شپې روغتون ته ورساوه، نو سهار تقریباً اته بجې یې خپله روح خدای پاک ته وسپارله."

د افغانستان جنوبي ولایت کندهار چې یوازې په تېره اونۍ کې د ځايي کورنیو رسنیو او خبریالانو له خوا ترې د ځان وژنې د څلورو پېښو راپورونه خپاره شوي، یو اوسېدونکي یې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نو یې په راپور کې خپور شي او د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، بې کارۍ او شدیدو اقتصادي ستونزو دې اړ کړ چې نږدې یوه اونۍ مخکې د ځان وژنې هڅه وکړي.

دی چې ۴۵ کلن او د ۴ ماشومانو پلار دی، خپله کیسه یې داسې بیان کړه.

"کار نه راپیدا کېده، کور کې مې هم ناروغان لرم، کوچنیان مې هم ناروغان دي، پښتورګې یې ډبرې لري، اقتصادې ستونزې مې زیاتې او ان کور کې مې وچه ډوډۍ نه درلوده چې اولاد ته مې ورکړې وای، بیا مې ځان ځوړند کړی و، هېڅ په ځان پوه نه شوم، طالبان او ګاونډیان راغلي وو او زه یې بچ کړی وم، روغتون ته په لاره کې وم چې په هوښ راغلم خو سترګو او ژبې مې کار نه کاوه، ما چې ځان چت نه راځړولی وه، ډېر وخت راباندې تېر شوی وه، مېرمن او ماشومانو مې هڅه کړې وه چې ومې ژغوري خو وسه یې نه وه شوې."

دا کس ادعا کوي چې د کندهار ولایت ډیری ادارو، مسولینو، خلکو او ان ګاونډیانو نه د کار موندنې او خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ مرسته غوښتې، خو په خبره یې هېڅ چا ورسره مرسته نه وه کړې.

د نارینه وو تر منځ د ځان وژنې او یا د هڅې د ډیری پښو لامل اقتصادي ستونزې ګڼل شوي.

خو دا یوازې نارینه نه دي، بلکې په دغه هیواد یو شمیر نجونو او ښځو هم په دې عمل لاس پورې کړی یا یې هڅه کړې ده.

د ځینو دوی کورنیو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د بې وزلۍ، له کار او تعلیم پاتې کېدو، کورني تاوتریخوالي، په کمو عمرونو کې ودولو ته اړ ایستلو، په بدو کې ورکړې، رواني او کلتوري فشارونو په ځانګړې ډول د طالبانو د حکومت لخوا پرې د بېلابېلو بندیزونو او محدودیتونو لګولو له امله، دوی د ځان وژونو هڅه کړې ده.

د کابل ښار یو اوسېدونکې وه، چې د موضوع د حسیاسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي.

کور ته چې راغلم هېڅ پر ځان نه پوهېدم، سم مې په یاد نه دي خو ۱۲ که ۱۵ دانې ګولۍ چې اندازه یې زښته زیاته او قوي وه، معلومې نه وې چې د څه شي وې، دا مې ټولې یو ځای وخوړلې خو له بده مرغه هېڅ راباندې ونه شول یعنې ژوندۍ پاتې شوم
له زده کړو محرومه نجلۍ

دا چې ۱۸ کلنه ده او نهم ټولګي کې وه چې د طالبانو حکومت د بندیز له امله له زده کړو راوګرځول شوه، د غږ د بدلون يه شرې یې ازادي راډیو ته وویل، پر نجونو او ښځو د طالبانو حکومت د سختو بندیزونو او محدودیتونو له امله یې د ځان وژنې هڅه کړې وه.

"کله چې زموږ په سیمه کې لږ تر لږه ۲۰روزنځایونه (کورسونه) چې زموږ لپاره د تعلیم او زده کړې وروستۍ هیله وه، هغه هم بند شول، نور مې پر ذهن زښته زیات فشار راغی، داسې مې فکر کاوه چې قیامت دی، کور ته چې راغلم هېڅ پر ځان نه پوهېدم، سم مې په یاد نه دي خو ۱۲ که ۱۵ دانې ګولۍ چې اندازه یې زښته زیاته او قوي وه، معلومې نه وې چې د څه شي وې، دا مې ټولې یو ځای وخوړلې خو له بده مرغه هېڅ راباندې ونه شول یعنې ژوندۍ پاتې شوم."

دا وایي چې دې پیښې یې کورنۍ ډیره دردولې وه، اوس د ځان بوختولو لپاره په کور کې د رسامۍ تر څنګ ځینې نورې بوختیاوې برابرې کړي او پر ځبل هغه اقدام سخته پېښمانه ده.

د یادونې ده چې یوازې د روان میلادي کال د جون له ۱۵مې د جولای تر ۱۴مې د یو شمیر کورنیو رسنیو له خوا د افغانستان په غزني، کندهار، ننګرهار، خوست او کابل کې له ۱۲ د زیاتو نارینه او ښځینه وو د ځان وژنو د پېښو راپورونه خپاره شوي دي.

خو ډېرې داسې پېښې شته چې په دې مودې کې له رسنیزو کېدو پاتې او کورنۍ یې لامل کلتوري محدودیتونه بولي.

د کابل ښار لویدځ دشت برچي سیمې یوې اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت او په خبره یې د کورنۍ او خپلوانو له وېرې یې نه غوښتل راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د یوه ۴ کلن زوی مور ده او د خسرګنۍ لخوا د کورني زور زیاتي له امله یې خاوند د دې او ماشوم هېڅ ډول مسولیت نه مني، چې په پایله کې یې یوه اونۍ مخکې د درملو په خوړولو د ځان وژنې هڅه کړې.

دې ۲۳ کلنې میرمنې ازادي راډیو ته وویل چې د یوې ګاونډوۍ لخوا یې وژغورل شوه او اوس د همدې ګاونډیانو په کور کې له خپل ماشوم سره په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

د ښځو او بشري حقونو ځینې فعالانې وایي اوس تر بل هر وخت په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي او لامل یې هم د طالبانو د حکومت لخوا له ټولنې د دوی څنډې ته کول بولي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې سارا رحماني، ازادي راډیو ته یې وویل،

"له بده مرغه هره ورځ چې تېرېږي افغانستان کې د نجونو لپاره ژوند، سخت، دردناکه او نور هم تیاره کېږي،هغه نجونې چې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، د انتخاب حق نه لري او غږ یې غلی کړل شوی، د کورنیو لخوا فشارونو، بې وزلۍ ، نا معلوم راتلونکی دا ټول د دې لامل شوي چې ځینې پرته له ځان وژنې بله حل لاره ونه لټوي،خو ځان وژنه د حل لاره نه ده، موږ کولای شو د امن په فضا ټینګولو، له لارې لارې د زده کړو او دوی په ملاتړ هیلې بېرته ور وګرځوو."

د یادونې ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال اګسټ راهیسې له هغه مهاله چې پر افغانستان واکمن شوي، پر نارینه وو د بېلابېلو محدودیتونو تر څنګ، په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو تر پوهنتونه او ان په طبي انسټیټوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، ښځې په ډولو غیر دولتي او اکثرو دولتي ادارو کې له کاره راګرځولي، له محرم پرته یې پر لرې واټن سفر، تفریح ځایونو، سینګارتونو، حمامونو، ورزشي کلپونو او لوبغالو او ان کورسونو ته پر تګ یې هم بندیزونه لګولي دي.

دې بندیزونو هغه ښځې ډیرې اغیزمنې او زیانګالې کړي چې د کورنۍ نارینه سرپرستان نه لري او دوی یې نفقه ګټونکې وې.

د یادونې ده چې د اسلام مقدس دین کې د قران کریم په « النساء، البقرې او الحجر »سورتونو په ګډون په بېلابېلو ایتونو کې ځان وژنه منع او حرامه ګڼل شوې ده.

یوه سپارښتنه مې دا ده چې دا ډول خلک دې تل خپلو ملګرو او د باور وړ کسانو سره د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړي،بل دا چې کله مو د ځان وژنې اړوند فکر کاوه، نشه یي توکي مه کاروئ ځکه چې دا درنه مثبت فکر او د پرېکړې توان اخلي، بل د دې ډول فکرونو پر مهال دې ژر تر ژره اروا پوه یا مشاورو ډاکترانو ته مراجعه وکړي
عبدالمتین احمدي

دغه شان اروا پوهان ځان وژنه د حل لار نه بولي خو د اندېښنې پر څرګندولو وایي چې انسانان د زیاتو ذهني فشارونو او نا هیلۍ په اوج کې د مرستې نه تر لاسه کولو ورسته پر ځان وژنې فکر کوي او دا دایمي حل لاره بولي، هغه څه چې د دوی په خبره یې تر ټولو غلطه پرېکړه ګڼل کېږي.

له دې ډلې اروا پوه عبدالمتین احمدي ازادي راډیو سره خبرو کې د ځان وژنې د مخنیوي سپارښتنې داسې بیان کړې.

"یوه سپارښتنه مې دا ده چې دا ډول خلک دې تل خپلو ملګرو او د باور وړ کسانو سره د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړي،بل دا چې کله مو د ځان وژنې اړوند فکر کاوه، نشه یي توکي مه کاروئ ځکه چې دا درنه مثبت فکر او د پرېکړې توان اخلي، بل د دې ډول فکرونو پر مهال دې ژر تر ژره اروا پوه یا مشاورو ډاکترانو ته مراجعه وکړي، چې مسلکي مشورې تر لاسه کړي، ځانونه دې پر مثبتو چارو لکه ورزش، ډېر وخت ملګرو سرو تېرول او ټولنیزو فعالیتونو بوخت کړي، بل دې وخت کې دې له دا ډول کسانو ډېر ملاتړ وشي چې بالاخره د دې مسایلو ( ځان وژنو) مخنیوی وشي."

که څه هم د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د روان کال له پیله تر اوسه د ثبت شویو ځان وژنو پېښو د شمېر په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې د ۳۶۰ پېښو د ثبتېدو خبره کړی وه خو دا یې نه وه ویلي چې په دې شمېر کې څومره ښځې او څومره نارینه وه.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګري راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ او د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو په افغانستان کې د ځان وژنو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، او ویلي یې وو چې د ځان وژنې ډیری هڅه کوونکې ښځې وې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د افغانستان په ژوره نر واکه ټولنه کې، له هرو دوو افغانانو څخه یوه چې ډېری یې ښځې دي، د طالبانو له واک ته رسیدو مخکې په رواني ستونزو اخته وې، خو کارپوهان وايي چې وضعیت اوس تر بل هر وخت بدتر دی او په ټکو یې، یوه ټولنه چې څلورو لسیزو جګړو ځپلې، اوس د طالبانو لخوا د ښځو د بنسټیزو ازادیو ځپنه او اقتصادي ناورین هم تجربه کوي.

XS
SM
MD
LG