دا خبرداری د ملګرو ملتونو د بشري چارو د مشر تام فلېچر له خوا د پنجشنبې په ورځ، د عقرب پر اتمه خپور شو، په داسې حال کې چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د جګړې په ډګر کې پرمختګ کوي.
فلېچر وویل: "الفاشر، چې د دارفور وروستی لوی ښار و او اوس د یاغیانو لاس ته لوېدلی، له وړاندې د یوه بشري ناورین شاهد دی، خو اوس په لا تورتم بدل شوی."
هغه زیاته کړه چې د باور وړ راپورونه ښيي د آرایسایف ځواکونو له ننوتو وروسته پراخ اعدامونه شوي دي. فلېچر خبرداری ورکړ:
«موږ د خلکو چیغې نه اورو، خو همدا اوس چې دلته ناست یوو، وحشت دوام لري — ښځې او نجونې تیریږي، خلک بې له خنډه وژل کېږي او مړي یې ټوټې- ټوټې کېږي.»
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، وژنې یوازې په دارفور پورې محدودې نه دي؛ په کردفان کې هم تاوتریخوالی پراخ شوی دی. فلېچر امنیت شورا ته وویل:
"په شمالي کردفان کې شدیدې نښتې خلک بې ځایه کړي او د بشري مرستو عملیات یې، په ځانګړي ډول د ایالت د مرکز الابیض په شاوخوا کې، له جدي خطر سره مخامخ کړي دي."
د افریقا په چارو کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مارتا پوبي، وویل چې د آرایسایف ځواکونو په شمالي کردفان کې د برا په ښار کې "پراخ جنایتونه کړي"، چې پکې "اعدامونه او له هغو کسانو غچ اخیستل شامل دي چې د دوی په وینا همکاران ګڼل کېږي" — دا کړنې، د هغې په وینا، زیاتره د قومي کرکې پر بنسټ دي.
د هغې په خبره، یوازې په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي په برا کې وژل شوي، چې پکې د سره میاشت پنځه رضا کاران هم شامل دي.
پوبي خبرداری ورکړ چې کردفان ښایي د دواړو لورو د راتلونکي پوځي تمرکز صحنه شي، ځکه دواړه لوري اوس د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې پر نويو هدفونو او سیمو بریدونه کوي — هغه نښه چې ښيي جګړه له جغرافیایي پلوه پراخېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، د سودان جګړې چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې روانه ده، لسګونه زره کسان وژلي او میلیونه نور یې بېځایه کړي دي، او دا یې د نړۍ "تر ټولو ستر روان بشري بحران" بللی.
د جګړې اصلي لوبغاړي د جګړې تر شا دوه جنرالان دي:
جنرال عبدالفتاح البرهان — د سودان د پوځ مشر او د ۲۰۲۱ کال له کودتا وروسته د هېواد عملي واکمن.
• جنرال محمد حمدان دقلو (حمیدتي) — د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) مشر، چې په پوځ کې د ده پخوانی متحد و.
دې دواړو جنرالانو په ۲۰۲۱ کال کې د مدني انتقالي حکومت پر ضد کودتا وکړه، خو د ۲۰۲۳ له اپرېل راهیسې د واک د ترلاسه کولو لپاره په خونړۍ جګړه کې ښکېل دي.
د حمیدتي ځواکونه د هغو عربي جنګي ډلو پاتې شوني دي چې د دارفور د ۲۰۰۳ کال په جګړه کې د قومي وژنو او د ملکي خلکو د قتلونو په تور تورن شوي وو.
اوس مهال، پوځ د پورتسودان له بندري ښار څخه حکومت پرمخ وړي، او د ملګرو ملتونو پخوانی چارواکی، کامل ادریس، د ۲۰۲۵له مې راهیسې د پوځ اړوند حکومت صدراعظم دی. په مقابل کې، د حمیدتي ځواکونه د جنوبي دارفور په پلازمېنه نیاله کې خپل موازي حکومت جوړ کړی دی.