د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

له ایرانه د افغان کډوالو د سنتیدو بهیر کې هویتي ستونزې، د اسنادو نشتون د ګڼو کورنیو برخلیک ګواښي


د ایران د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې وزارت ویلي افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو پر وسه له ننګونو سره مخ ده.

د دې وزارت مرستیال سید مالک حسیني پرون په یو خبري کنفرانس کې د افغان کډوالو د تابعیت ستونزو سره په اشارې سره وویل چې ډیری افغان کډوال د خپل هیواد د اسنادو د نه لرلو له امله د طالبانو له لوري نه منل کیږي.

له ایرانه راستون شوی افغان کډوال چې څو کاله مخکې دغه هیواد ته د کار په لټه تللی وو خو تازه له دې هیواده جبري ډیپورت شوی دی.

هغه چې د نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل چې طالبان راستانه شوی کسان څېړي او یو شمېر کسان د تذکرو د نه لرلو له امله څو ساعته له پوښتنو او ګرویګنو سره مخ کیږي.

ماته یې وویل چې چرته ده تذکره دې، ما ورته وویل چې هغه مې کور کې پریخې وه او زه په قاچاقي ډول ایران ته تللی وم، بیا زما د خروجي پاڼه ولیده چې ایران راته راکړې وه او اجازه یې راکړه، دلته ما دوه درې کورنۍ وکتلې چې تذکرې یې نه لرلې ډېرې پوښتنې یې ترې وکړې چې د کوم ځای یاست او دوه درې ساعته یې ایسار کړي وو
افغان کډوال

"ماته یې وویل چې چرته ده تذکره دې، ما ورته وویل چې هغه مې کور کې پریخې وه او زه په قاچاقي ډول ایران ته تللی وم، بیا زما د خروجي پاڼه ولیده چې ایران راته راکړې وه او اجازه یې راکړه، دلته ما دوه درې کورنۍ وکتلې چې تذکرې یې نه لرلې ډېرې پوښتنې یې ترې وکړې چې د کوم ځای یاست او دوه درې ساعته یې ایسار کړي وو".

یو شمېر نور افغان کډوال چې له تېرو شلو کلونو راهیسي په ایران کې میشت دي او اولادونه یې د افغانستان اسناد نه لري سخت اندېښمن دي.

نصیر احمد چې څلور اولادونه یې په ایران کې پیدا شوي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل،

"څلور اولادونه مې تذکرې نه لري، دوی په ایران کې پیدا شوي دي، اوس که موږ افغانستان ته ځو په پوله له ستونزو سره مخ کیږو، هیڅوک نه غواړي چې اولادونه یې ترې جلا شي زه له دې اړخه ډېر اندېښمن یم".

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال سید مالک حسیني ویلي افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو پر وسه له ننګونو سره مخ ده.

نوموړي پرون د جولای په ۱۳ مه یو خبري کنفرانس ته وویل چې یو شمېر کډوال چې هویتي اسناد نه لري د طالبانو له لوري نه منل کیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پّ دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

څلور اولادونه مې تذکرې نه لري، دوی په ایران کې پیدا شوي دي، اوس که موږ افغانستان ته ځو په پوله له ستونزو سره مخ کیږو، هیڅوک نه غواړي چې اولادونه یې ترې جلا شي زه له دې اړخه ډېر اندېښمن یم
نصیر احمد

یو شمېر څارونکې وايي که څه هم دغه ډول څېړنې له امنیتي اړخه ښه اقدام دی خو په د دوی په خبره په پولو کې د کډوالو د راستنېدو بهیر کې ګډوډي رامنځته کوي.

یو شمېر افغان کډوالو چې په وروستیو کې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته رارسېدلي ویلي چې له ایرانه د وتلو او افغانستان ته رسېدو تر وخته له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی مخکې ازادي راډيو ته ویلي چې ایراني پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی او په اسلام کلا د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې هیڅ ډول اسانتیاوې هم نشته.

دوی دغه راز د تذکرو د نه لرلو له امله د ستونزو ترڅنګ، د سرپناه، خوړو، روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کړی او ویلي یې دي چې تراوسه یې هیڅ ډول ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

تېره جمعه د جولای ۱۱ مه د اسلامي همکاریو سازمان راپور ورکړو چې د روان کال د جون له لومړۍ تر اوسه له ایرانه له ۴ لکه ۵۰ زره ډېر افغانان راستانه شوي دي.

دې سازمان ویلي چې هره ورځ لږ ترلږه ۳۵ زره افغانان چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي افغانستان ته ستینږي چې په پولو کې یې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله خدمات تر سخت فشار لاندې راوستي.

د یادونې وړ ده چې ډېر شمېر افغانان چې په تېرو څلور لسیزو کې د کارونو د نشتوالي او بیلابیلو ستونزو له امله ایران ته تللي او هلته میشت وي اوس یې اولادونه د افغانستان تذکرې او نور هویتي اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG