د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۹

نیمایي ولایتونو او ولسوالیو کې د امبولانسونو کمی، ان ځينې لوی ښارونه دا کمی تجربه کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان له نیمایي زیاتو ولایتونو او ولسوالیو کې خلک امبولانسونو ته لاسرسی نه لري. د بېلابېلو سیمو، ولسوالیو، ولایتونو او حتی د ځینو لویو ښارونو اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایتونه وکړل چې ځایي روغتیایي مرکزونو او روغتونونو ته د خپلو عاجلو ناروغانو د انتقال پر مهال له ننګونو سره مخ وي.

د فاریاب ولایت د ګرزېوان یا جرم سرا ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم وایي مېرمن یې د زېږون لپاره ځایي کلنیک ته د انتقال پر مهال د امبولانس د نشتون له امله پر لاره ټکسي کې له هېڅ ډول روغتیایي اسانتیا پرته دوه غبرګوني ماشومان زېږولي دي.

رحیم وایي چې که څه هم اوس یې دا غبرګوني ماشومان (لور او زوی) ۸ میاشتني دي، خو ټینګار کوي چې له هغې پېښې وروسته یې مېرمن د مرګ له ګواښ سره مخ او حتا په ورځو ورځو یې روغتیایي وضعیت بد و.

موږ د امبولانس په برخه کې له زښته زیاتو ستونزو سره مخ یو، ورته هېڅ لاسرسی نه لرو
د ګرزیوان اوسیدونکی

دی ادعا کوي لا هم په ټوله ولسوالۍ کې یې خلک امبولانس ته لاسرسی نه لري: "موږ د امبولانس په برخه کې له زښته زیاتو ستونزو سره مخ یو، ورته هېڅ لاسرسی نه لرو، ګرزېوان کې چې یوازې یو امبولانس دی، هغه هېڅ (تر ناروغه) نه رسېږي، زما مېرمن چې امېندواره وه، کله چې درد پرې راغی، موږ غوښتل چې کلینیک ته یې بوځو، امبولانس خو لیرې او نه وه، بیا مو له کلي یو موټر ونیوه، پیسې مو ورکړې، روغتیایي مرکز ته یې بیوله چې په لاره کې یې دوه غبرګوني ماشومان وزېږېدل."

رحیم وایي درې ورځې مخکې (د جولای په ۱۱مه) یې یوه ګاونډۍ مېرمن د امبولانس او روغتیایي متخصص د نشتون له امله کور کې ماشوم وزېږوه، خو د ډېرې وینې ضایع کېدو وروسته، کلنیک ته له رسېدو مخکې مړه شوه.

خو دا کیسې یوازې د افغانستان شمال لوېدیځ نه، بلکې بېلابېلو نورو زونونو او ولایتونو کې هم مطرح کېږي.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی خیبر خان بیا وایي دی حتی د خپل ناروغ لپاره چې په کوما حالت کې وه، د امبولانس په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.

ده ازادي راډیو ته وویل: "دلته ځیني بېړني ناروغان خو څه چې ان څوک د مرګ حال ته هم ورسېږي، امبولانس ته لاسرسی نه شي موندلی، شخصي موټرو نه استفاده کوو او (ناروغان) روغتیایي مرکز ته وړو، ما خپله داسې شدید ناروغ درلود چې د کوما حالت کې وه، ده ته اړتیا وه چې لاره کې اکسیجن ورکړو، خو امبولانس نه و چې حتی د همدې ولسوالۍ له کلینیک نه یې مرکزي روغتون ته انتقال کړي، بیا مو په ډېره سخته خپل موټر کې ناروغ مرکزي روغتون ته انتقال کړ."

دلته ځیني بېړني ناروغان خو څه چې ان څوک د مرګ حال ته هم ورسېږي، امبولانس ته لاسرسی نه شي موندلی
د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی

د هېواد د ختیځ بل ولایت کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالستار بیا وویل چې په ټوله ولسوالۍ کې یې یوازې یو امبولانس دی چې هغه هم تل فعال نه وي: "زموږ ولسوالۍ لیرې پرته او زښته زیات نفوس لري چې کابو ۱۴۰ زره خلک کېږي، د (نورستان) کامدېش او برګ مټال ولسوالیو ناروغان هم له همدې لارې تېرېږي، خو دلته د امبولانس سیسټم ډېر کمزوری دی، نو زموږ ناروغان ډېر شدید شي تر مرکې اسعد اباده یې شخصي موټرو کې وړو."

د جنوبي ولایتونو له ډلې بیا د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفار ازادي راډیو ته وویل چې د دوی ولایت په اکثرو کلیو او ولسوالیو کې خلک د امبولانس د نشتوالي او بې وزلۍ له امله د شخصي موټرو د کرایو د نه لرلو په خاطر بیا په اسانه خپل ناروغان روغتیایي مرګزونو ته نه وړي: "دغو سرحدي ولسوالیو کې هېڅ ډول امکانات نشته، ډاکتران یې هم کمزوري دي، نه وسایل لري نه امبولانس شته، له سپین بولدکه تر کندهار ښاره نهه لس ساعته مزل وي، خلک هم ډېر بې وزله دي، څوک چې مجبورېږي ناروغ شخصي موټر کې بوځي هغه کې خو هېڅ ډول روغتیایي اسانتیا نه وي."

د امبولانس کمزوري سیسټم یا ان د نشتون اندېښنې او شکایتونه د کلیو، ولسوالو سربېره حتی په ځینو لویو ښارونو کې هم مطرح کېږي.

د هرات ولایت یو اوسېدونکي عبدالقیوم افغان ازادي ته وویل: "ښار او حتی نږدې ولسوالۍ هېڅ د پرتلې وړ نه دي، که ووایم چې امکانات صفر ته رسېږي، مبالغه به نه وي، د امبولانس موضوع ډېره مهمه ده، دلته ورته زښته زیاته اړتیا ده."

د خوست ښار اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې خلک د امبولانس په ګډون بېلابېلو روغتیايي اسانتیاوو ته سخت اړمن دي.

ده د طالبانو له حکومت او نړیوالو روغتیایي بنسټونو وغوښتل: "دا ډېره سخته ده، ډېری وخت رنځوران د امبولانس د نشتون له امله له ډېرو کړاوونو تېرېږي، حتی ځیني مرګ سره مخ کېږي، له عامې روغتیا وزارت او روغتیایي بنسټونو هیله کوو ټولو سیمه ییزو روغتونونو ته د امبولانس امکانات برابر کړي."

د یادونې ده چې د افغانستان ارزګان، هلمند، لوګر، نورستان، بلخ، نیمروز، میدان وردګو او پروان ولایتونو د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته د غږیزو پیغامونو په استولو او د اندېښنو په څرګندولو ورته شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې په ځینو برخو کې د ټولې ولسوالۍ په کچه یو امبولانس ځایي روغتیایي مرکزونو ته ورکړل شوی چې په خبره یې د خلکو ستونزې پرې حلېدای نه شي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په راپور کې د مرکه شویو خلکو د غوښتنو او اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ځیني روغتیا پالان او ډاکتران د دې ستونزې په تأیید، امبولانس روغتیایي مراکزو ته د خپلو ناروغانو پر وخت او د چټک لېږدولو لپاره تر ټولو مهمه او لومړنۍ اړتیا بولي.

که یو عملیات شوی ناروغ چېرې انتقالېږي او سټندرډ او معیاري امبولانس نه وي نو ده ته نور مشکلات هم جوړېږي
ډاکټر

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عصمت اندړ ازادي راډیو ته وویل: "امبولانسونه د روغتیا له مهم عنصر بلل کېږي، که چېرې یوه امېندواره مېرمن وي او د ولادت وخت یې نږدې وي چې دا په امبولانس کې انتقالېږي او دا امبولانس سټندرد نه وي، نو ناروغ ته نورې ستونزې هم جوړوي، دغه راز که یو عملیات شوی ناروغ چېرې انتقالېږي او سټندرډ او معیاري امبولانس نه وي او هغه لازم امکانات ونه لري ځکه لارې هم خرابې دي، نو ده ته نور مشکلات هم جوړېږي، نو ښه دا ده چې د امبولانسونو اړوند ډېر پام وشي."

که څه هم سږکال په ټول افغانستان کې د دولتي امبولانسونو د کره شمېر په اړه معلومات نشته، خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د تېر ۲۰۲۴ کال اپرېل میاشت کې بي بي سي ته ویلي و چې دوی ټول افغانستان کې ۳۰۰ امبولانسونه لري چې په خبره یې، دغه امبولانسونه هغو سیمو ته ورکړل شوي چې له مرکزه لیرې او د بېړنیو پېښو پر مهال ورته زیاته اړتیا لیدل کېږي، هغه څې چې خلک یې کافي نه بولي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د معیارونو له مخي د هرو ۱۰۰ زرو خلکو لپاره باید لږترلږه یو امبولانس موجود وي، خو افغانستان چې نږدې ۴۰ میلیونه وګړي لري، یوازی ۳۰۰ امبولانسونه لري.

افغانستان کې د امبولانس لپاره ۱۰۲ وړیا شمېره ټاکل شوې ده چې په بېړنیو حالاتو کې مرسته ترې غوښتل کېدای شي.

دغه راز په افغانستان کې له دولتي امبولانسونو سربېره په کمه کچه، د سرې میاشتې امبولانسونه هم شته، خو له هغو اکثرا د طبیعي پېښو، جګړو، ماین چاودنو او ځینو نورو غیر مترقبه پېښو پر مهال کار اخیستل کېږي.

په ښارونو کې ځیني شخصي روغتونونه هم محدود امبولانسونه لري، خو افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخې کچې او اقتصادي ستونزو له امله خلک په اسانه شخصي کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو ته نه شي تللی.

له دې ټولو سربېره، په افغانستان کې د لارو خرابوالی بله هغه ننګونه ده چي د بېړنیو پېښو او یا بېړنیو روغتیايي مرستو د غوښتني پر مهال سیمې ته د امبولانس رسېدلو کې ځنډ رامنځته کوي.


XS
SM
MD
LG