د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۵

نن د محرم لسمه د عاشورا ورځ ده، شعیه ویرکوونکي ادعا کوي چې طالبانو د امنیت په نوم د دوی پر مراسمو محدودیتونه لګولي دي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د محرم میاشتې لسمه د عاشورا ورځ په پلارمینې کابل کې هم شعیه ویر کونکو نمانځلې.

خو یو شمیر دوی تور پورې کوي چې د طالبانو حکومت د امنیت په نوم په مراسمو محدودیتونه لګولي دي.

دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې په لوړ غږ د مرثیو په خپرولو او د خیمو او تورو بیرغونو د لګولو په ګډون د مراسمو په بېلابیلو بڼو محدودیت هغه څه دي چې د سږ کال د عاشورا مراسم یې پیکه کړي دي.

موږ حیران یو چې امنیت دې ته وایې چې یو څوک دې زموږ د مذهبي مراسمو مخه ونیسي دوی اجازه نه راکوله چې د امام حسین مراسم ترسره کړو
شعیه ویرکوونکی

په کابل کې یو شیعه ویر کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "طالبانو د سینې وهلو مراسمو اجازه رانکړه او زموږ مخه یې ونیوله دوی ویل چې دا محدودیتونه د امنیت لپاره دي موږ حیران یو چې امنیت دې ته وایې چې یو څوک دې زموږ د مذهبي مراسمو مخه ونیسي دوی اجازه نه راکوله چې د امام حسین مراسم ترسره کړو."

د کابل اوسېدونکې او یوې شعیه ویرکونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي بیا د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې طالبانو سږ کال د تېر کال په څېر بیا هم د محرم د لسو ورځو مراسم درې ورځو او د کابل ښار څو برخو پورې محدود کړل.

"طالبان هڅه کوي چې شیعه ګان د مراسمو د ترسره کېدو ته پرېنږدي، دوی د سقاه خانو د جوړېدو مخه ونیوله، دغه شان یې د یو شمېر ځوانانو مخه ونیوله چې دوی غوښتل له بیرغونو سره بیرون ووځي، دوی دا کسان ونیول او تاوتریخوالی یې ورسره وکړو."

په کابل کې د شیعه عالمانو د ټولنې یوه غړی جواد صالحي دغه تورونه او ادعاوې نه رد او نه تاییدوي خو ازادي راډیو ته یې وویل چې مراسم د امن په فضا کې ترسره کیږي.

"په کابل کې د محرم مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې روان دي او تراوسه کومه ستونزه نه ده پیدا شوي".

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په مرکه کې د مرکه شویو کسانو د تورونو او ادعاوو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د کابل یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې دا تایید کړه چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د عاشورا د ورځې پراخ او له شوره ډک نه دي او ټول مراسم د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په معلومو تکیه خانو کې ترسره کیږي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو دا هم وویل چې نن د کابل په بیلابیلو سیمو کې ټلیفوني شبکې هم غیر فعال شوې دي.

په کابل کې د محرم مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې روان دي او تراوسه کومه ستونزه نه ده پیدا شوي
جواد صالحي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د محرم میاشتې لسمې یا عاشورا د ورځو لپاره د کابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په خپله اېکس پاڼه د دې وزارت د ویاند عبدالمتین قانع یو غږیز بیان خپور کړی چې هغه په کې خلکو ته د ښه امنیت ډاډ ورکوي او له خلکو یې غوښتي چې د محرم او عاشورا په ورځو کې د امنیت د ټینګښت په موخه د هر ډول مشکوکو کړنو په اړه مسوولانو ته خبر ورکړي.

په همدې حال کې د هرات، بامیان، غزني، مزار او پکتیا په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د عاشورا مراسم نمانځل شوي دي.

په هرات کې یو شمېر شیعه ماتم کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې دوی نن د محرم د لسمې نذر په اسلام کلا کې له ایرانه تازه راستنو شویو کډوالو ته یوړو او هلته یې سلګونه کورنیو ته خواږه او خواړه ورکړل.

له ډلې یې مهدي جعفري ازادي راډيو ته وویل، "کومو جوماتونو چې نن نذر او خیرات کړی وو ټول راغلي وو د اسلام کلا د کډوالو کمپونو ته او هلته یې په تازه راستنو شویو کډوالو خپل نذرونه وویشل دغه شان یې له هغې اړخه د راتګ په وخت کې مسافر په موټرو کې هرات ته انتقال کړل."

که څه هم د تېر جمهوري نظام پر مهال د محرم میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېټې په ځانګړي ډول د محرم لسمه د عاشورا ورځ د افغانستان په ګڼو جوماتونو، تکیه‌خانو او سقا خانو کې د شیعه ګانو له خوا په پراخ ډول او ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېده، خو مخکې تر دې په څوځلي په دې مراسمو د داعش خراسان څانګي له لوري خونړي بریدونه هم شوي چې اغیزمن کړي او کم رنګه کړي یې دي.

XS
SM
MD
LG