د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

د محرم په درشل کې؛ شیعه مذهبي د طالبانو له فشارونو شکایت کوي


په داسې حال کې چې د عاشورا ورځې، د محرم میاشتې لسمې ته یوازې اووه ورځې پاتې دي، په افغانستان کې یو شمېر شیعه مذهبي افغانان د طالبانو د حکومت لخوا د دې میاشتې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په اړه د محدودیتونو په اړه نیوکه کوي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کوي چې طالبانو په جوماتونو کې د نوحه ویلو پر مهال د لوډسپیکرونو په کارولو، په مذهبي بیرغونو د واټونو په سمبالولو او د دې مراسمو د لمانځونکو په غونډېدو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو موږ ته خبرداری راکړی چې هغه نوحې چې په تکیه خانه کې وایو باید له لوډسپیکرونو (لوړ غږ) پرته وي، او غږ یې باید یوازې دننه واورېدل شي او زموږ مذهبي بیرغونه یې هم ټول کړي دي
د دشتې برچې اوسیدنکې

له دې ډلې د دشت برچي سیمې یوې اوسیدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې د غږ بدلولو په شرط وویل،

"طالبانو موږ ته خبرداری راکړی چې هغه نوحې چې په تکیه خانه کې وایو باید له لوډسپیکرونو (لوړ غږ) پرته وي، او غږ یې باید یوازې دننه واورېدل شي او زموږ مذهبي بیرغونه یې هم ټول کړي دي، زموږ یوازینۍ غوښتنه له طالبانو دا ده چې موږ دې د تېرو کلونو په شان د عاشورا مراسمو نمانځلو ته پرېږدي او کومه ستونزه او مخنیوی دې نه رامنځته کوي".

د کابل د لویدیځې سیمې یوه اوسېدونکې هما رجبي وايي چې عاشورا په کوم ځانګړي مذهب پورې اړه نه لري او د نمانځل یې باید محدود نه وي.

"د مراسمو د نماځلو پر وړانډې ډېر محدودویتونه لګېدلي دي،له دې ډلې د سقاخانو ( ځانګړو مذهبي ځایونو) د ګډوډولو چې د شربت او نذر د وېش لپاره برابرېدل، دغه راز دوی ویلي چې د نوحو غږ باید لوړ پرېنښودل شي، ان ویل یې چې په جوماتونو کې تر ناوخته نوحې مه وایئ او له مایک نه کار مه اخلئ او یوازې په جوماتونو کې کولای شئ چې خپل مراسم ترسره کړئ، بیرغونه هم راټیټ او ټولوي".

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو تر څنګ محدودیتونه کم کړي ترڅو په خبره یې وکړای شي د تېر پان د محرم میاشتې مذهبي مراسم ترسره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شیعه مذهبو علماوو شورا وايي چې سږکال د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د دې شورا یو غړي خالد صالحي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل،

"امنیتي تدابیر شدیدا د ترسره کولو په حال کې دي او په کابل کې د محرم میاشتې د مراسمو د امنیت د نیولو لپاره له څو زرو زیات کسان ګمارل شوي، هیله مند یو چې سږ کال وکړای شو د الله تعالی په توفیق، د محرم مراسمو د ترسره کېدو شاهدان واوسو".

ویل یې چې په جوماتونو کې تر ناوخته نوحې مه وایئ او له مایک نه کار مه اخلئ او یوازې په جوماتونو کې کولای شئ چې خپل مراسم ترسره کړئ، بیرغونه هم راټیټ او ټولوي
هما

خو ده د طالبانو د حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو په اړه څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو او غوښتنو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو طالبانو تیرو کلونو کې ویلي چې دا محدودیتونه د عامه امنیت د ساتلو لپاره لګول شوي دي.

د طالبانو حکومت د عاشورا رخصتي هم د افغانستان له رسمي جنترۍ لرې کړې ده.

تېر کال هم په کابل کې یو شمېر شیعه مذهبو ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت یې د محرم او عاشورا مراسمو لپاره ځانګړي شوي مذهبي سټیکرې او بیرغونه له منځه وړي، راټول کړي او د دې مراسمو نمانځونکي یې سره تیت او ویشلي وه.

د تېر جمهوري نظام پر مهال، د افغانستان په ډیری جوماتونو، تکیه خانو او سقاخانو کې د محرم له لومړۍ تر دیارلسمې په ځانګړې توګه د دې میاشتې په لسمې (عاشورا) ځانګړي مراسم ترسره کېدل.

خو په دې وروستیو کلونو کې، د عاشورا نمانځونکي په افغانستان کې د مرګونو بریدونو شاهدان وو، چې ډیریو دغو بریدونو پړې یې د اسلاميدولت نومې وسله والې ډلې داعش خراسان څانګې لخوا منل شوي دي.

د طالبانو حکومت لخوا د لګول شویو محدودیتونو سربیره، د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو د بریدونو ویرې هم دا مراسمو کمرنګه کړي دي.

د محرم میاشتې په ځانګړې توګه د هغې لومړۍ لس ورځې، د شیعه مذهبو مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري او دوی په دې ترڅ کې مختلف مذهبي مراسم ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG