د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

د ملګرو ملتونو تازه راپور؛ له اکثرو حقونو محرومې افغان ښځې


افغان ښځې او نجونې د مظاهرو پر مهال
افغان ښځې او نجونې د مظاهرو پر مهال

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کمېټې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د لومړی ځل لپاره، د ښځو د حقونو په وړاندې د افغانستان د نړیوالو ژمنو وضعیت ارزولی دی.

په دې اړه د دغې کميټې له خوا په تازه خپره شوې اعلامیهکې راغلي، دا چې طالبان په رسمیت نه پېژني د هغوی له حضور پرته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څلورم دوره يي راپور پر بنسټ، له پخوانیو افغان چارواکو او په جلا وطنۍ کې د ښځو د حقونو له فعالانو سره تر خبرو وروسته دا ارزونه ترسره کړې ده.

په اعلامیه کې د د دغې کميټې د غړې بانډانا رانا په حواله ویل شوي «دا ارزونه نه یواځې د کمېټې یوه رسمي دنده ده، بلکې موږ هیله‌مند یو چې دا یو رغنده ګام وي او د متقابل درناوي پر بنسټ د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د لا زیاتو هڅو زمینه برابره کړي.»

نوموړې هیله څرګنده کړې، چې دا ارزونه وکولای شي یوه تازه او ګډه ژمنه، په ځانګړي ډول د نړیوالې ټولنې له لوري، د افغان ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو، په خاص ډول د زده‌کړې حق، د بېرته راګرځولو لپاره رامنځته کړي.

طالب عسکر او مرستو ته په کتار کې ولاړې افغان ښځې
طالب عسکر او مرستو ته په کتار کې ولاړې افغان ښځې

اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دې کمېټې له طالبانو غوښتي وو چې په غیر رسمي ډول دې ارزونه کې برخه واخلي، خو هېڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د یادې کميټې د معلوماتو پر بنسټ، تمه ده چې د دې ارزونې وروستۍ موندنې او څارنې د "ورستیو څارنو" په نوم، د جولای په ۷مه نېټه خپرې شي.

کمېټې د اعلامیې په پای کې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ ټینګار کړی او د نړیوالې ټولنې په شمول یې له ټولو خواوو، غوښتي چې د خپلو نړیوالو ژمنو پر بنسټ عمل وکړي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان ښځې او نجونې، سره له دې چې د دې کمېټې دا ګام ستايي، خو ادعا کوي چې نړیوالې ټولنې د دوی د حقونو د اعادې لپاره کافي هڅې نه دي کړي.

یوه له دوی څخه، چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته له لوړو زده کړو پاتې شوې او نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي رادیو ته وویل:

«نړیوالې ټولنې په ځلونو د ښځو د حقونو په برخه کې ځنډ کړی دی. یوازې یوه اعلامیه خپروي، دوی باید د ښځو د حقونو لپاره جدي اقدام وکړي. خو دا موضوع په ځلونو له پامه غورځول شوې او نړیوالې ټولنې ورته جدي پام نه دی کړی.»
له زده کړو محرومه نجلۍ


خو د ښځو د حقونو یو شمیر فعالان دا ګام یو مهم او زړور اقدام ګڼي او ټینګار کوي چې دا ارزونه د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو د څېړلو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مسوولیت لا روښانه کوي.

د دوی له ډلې ژولیا پارسي ازادي راډیو ته وویل:

«دا اقدام دا پیغام ورکوي چې د بشري حقونو نقض باید د حکومت په نشتوالي کې هم وڅېړل شي او نړیواله ټولنه مسؤلیت لري. که څه هم دا ارزونې سمدستي بدلون نه راولي، خو د افغان ښځو غږ ژوندی ساتي، د نړیوالې ټولنې پام ورته راجلبوي، او کولی شي د طالبانو پر وړاندې د لا زیات سیاسي فشار د پیل یوه مقدمه وي.»

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کمېټه د ښځو د حقونو په برخه کې له ۲۳ نړیوالو خپلواکو کارپوهانو جوړه ده، او د ملګرو ملتونو د یوه څارونکي ارګان په توګه، د ښځو پر ضد د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د پلي کېدو څارنه کوي.

دا کنوانسیون په ۱۹۷۹ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شو او افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې ورسره یوځای شو.

خو طالبانو تل ویلي ، هغو هوکړو ته ژمن نه دي چې د پخوانیو حکومتونو له خوا لاسلیک شوي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځول شوې دي.
ښځې هم په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي.

پر دې سربیره ښځې له سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونه هم څنډې ته شوي.

طالب عسکر او یوه افغان مېرمن
طالب عسکر او یوه افغان مېرمن

له محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه نه لري او تفریحي ځایونو، حمامونو او ورزشي لوبغالو ته په تګ یې هم بندیز لګېدلی دی.

سره له دې چې دا محدودیتونه تل د نړیوالو بنسټونو او ډېری افغانانو له خوا غندل شوي، خو طالبان وايي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، هغه ادعا چې د افغان ښځو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG