د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۱

د بښنې نړیوال سازمان؛ نژدې یونیم میلیون د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال له پاکستانه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي


په پاکستان کې میشت افغان کډوال
په پاکستان کې میشت افغان کډوال

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده او"اې سي سي" یا افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د ایستلو بهیر روان دی تازه د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې میشت ۱ عشاریه ۴ میلیونه د " پي او ار" کارت لرونکي افغان کډوال هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

په پاکستان کې ۱ عشاریه ۴ میلیونه د " پي او ار" کارت لرونکي افغان کډوال هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
د بښنې نړیوال سازمان

پاکستان د دغه کارت لرونکو افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې له دې هیواده دې ووځي.

د بښنې نړیوال سازمان په یو یو بیان کې چې پرون د جون په ۲۴ مه یې خپور کړی ویلی چې د دغه د کارتونو موده د ۲۰۲۴ په جون کې پای ته رسېدلې وه چې د پاکستان حکومت د یو بل کال لپاره تمدید کړه خو د یاد سازمان په ټکو که پاکستان دغه کارتونه بیا نوي نه کړي نو په دې هیواد کې د میشتو "پي او ار" کارت لرونکو قانوني حیثیت له پوښتنې سره مخ کیږي او ښايي له دې هیواده د شړلو له خطر سره مخ شي.

دغه سازمان ویلي د پاکستان حکوکت په ۲۰۲۳ کال پاکستان د غیر قانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پروګرام اعلان کړو چې افغانانو لپاره په درې مرحلو کې پلی کیږي او وروستی مرحله یې د " پي او ار" کارت لرونکو ستنول دي.

" پي او ار" د کډوالۍ هغه کارتونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له له خوا په ۲۰۰۷ کال کې افغان کډوالو ته ورکړل شول.

د دغه کارت لرونکي یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان د حکومت له لوري دوی د وتلو وروستۍ نېټې ته یوازې ۵ ورځې پاتې دي او له دې امله سخت اندېښمن دي.

ټول افغان کډوال چې د پي اور ار کارتونه لري ډېر اندېښمن دي، ویره خپره ده او سره له اوسه زموږ د ځورولو لړۍ پیل شوې ده
عبادالله ناصري

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې میشت د " پي او ار" کارت لرونکي عبادالله ناصري ازادي راډيو ته وویل،

"ټول افغان کډوال چې د پي اور ار کارتونه لري ډېر اندېښمن دي، ویره خپره ده او سره له اوسه زموږ د ځورولو لړۍ پیل شوې ده، یو بې برخلیکه غوندې حالت دی، افغانستان ته هم نه شو ستنېدلی ځکه هلته هم ګڼې ستونزې موجود دي."

په پېښور کې میشت یو بل "پي او ار" کارت لرونکي افغان کډوال عبیدالله عرب زي ازادي راډیو سره په خبرو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار غوښتنه وکړه چې د دوی د برخلیک په اړه د پاکستاني له حکومت سره جدي او ګټورې خبرې وکړي.

"زموږ غوښتنه داده چې یو این ایچ سي ار باید د پاکستان له حکومت سره جدي خبرې وکړي او زموږ برخلیک ورسره معلوم شي، ځکه دا اوس یوه سخته ویره خپره ده او ټول کډوال سخت اندېښمن دي، زموږ په خپل وطن کې هم د ژوند اسانتیاوې نشته، هلته اقتصادي ستونزې هم ډېرې دي او کار روزګار نشته."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت لا له وړاندې له دې هیواده د بې اسناده او د اپریل له میاشتې راهیسې د "اې سي سي" یا افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او په شدت سره روان دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسي تر اوسه له پاکستانه له یو میلیون ډېر افغان کډوال او پناه غوښتونکې افغان ته استول شوي دي.

یو شمېر افغان کډوال چې په وروستیو کې افغانستان ته ستانه کړل شوي بیا له بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سر ټکوي.

افغانستان ته ستانه شوي افغانان په څه وضعیت کې دي؟

د رحمان الله په نوم افغانستان ته یو ستون شوی کډوال چې څلور اولادونه لري او اوس په ننګرهار ولایت کې اوسیږي ازادي راډيو ته وویل،

"په پاکستان کې زموږ اقتصادي وضیعت یو څه ښه وو، خو دلته چې راغلي یو له سختې بې کارۍ سره مخ یو، نه د استوګنې لپاره ځای لرو او نه هم کار او روزګار، سخت په تشویش کې یو هیڅ نه لرو."

له کله چې افغانستان ته راغلي یو سختې بې کارۍ سره مخ یو، نه د استوګنې لپاره ځای لرو او نه هم کار او روزګار، سخت په تشویش کې یو هیڅ نه لرو
رحمان الله

له دې وړاندې بیا یو شمېر نورو ستنو شویو افغانانو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ یې د لوڼو او خویندو په وړاندې د زده کړو محدودیت بله هغه ستونزه ده چې دوی یې د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه سخت اندېښ کړي کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي افغانستان ته د کډوالو جبري او ډله ییزه ستنونه له نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده په ځانګړي ډول دا اقدام د هغه قانون خلاف دی چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې په خطر کې وي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل هغوی له تاوتریخوالي، ناوړه ګټه‌اخیستنې او بشري حقونو سرغړونو سره مخ کوي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه شان ویلي د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ د جون تر اوومې نېټې پورې له ۵۱ زره ډېره میرمنې او نږدې ۶۴ زره نجونې اړ ایستل شوي چې افغانستان ته ستنې شي.

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې ډیری دغه میرمنې او نجونې به د طالبانو له سختو محدودیتونو او تبعیضي چلند سره مخ شي ځکه د ایمنستي انټرنیشل په خبره طالبانو د ښځو د حقونو د محدودیت لپاره له ۷۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان د دغه اندېښنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې طالب چارواکو ویلي افغانستان د ټولو شریک کور دی او هر څوک حق لري په ډاډه زړه په خپل هیواد کې اووسیږي.

د طالبانو حکومت دغه شان ادعا کړې د شریعت له مخې د ټولو حقونه تامین دي خو په کور دننه یې د زده کړو او کار په ګډون په میرمنو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

خو د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د بشري حقونو پراخه سرغړونې مستندې کړې چې په کې پرته له محاکمې وژنې، شکنجه، جبري تري تم کول، او د خبریالانو، بشري حقونو مدافعینو، اعتراض کونکو، هنرمندانو او پخوانیو حکومتي کارکونکو نیول شامل دي.

XS
SM
MD
LG