د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۸

"اقرا" مجلې په بندیزونو کې یو کلن مزل وواهه


Aqra magazine
Aqra magazine

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو د رسنیز کار په وړاندې ګڼ محدودیتونه موجود دي، د "اقرا" په نوم د ښځو له خوانه ښځو ته انلاین مجلې خپل یو کلن مزل بشپړ کړ. د دې مجلې بنسټ اېښودونکې او مسووله چلوونکې وايي، هدف مو د افغان ښځو غږ پورته کول او ورته انعکاس ورکول دي.

افغان ښځو او نجونو لپاره د "اقرا" په نوم د انلاین مجلې بنسټ اېښودونکې او مسووله چلوونکې فتانه ژوند وایي:

" زه خوشحاله یمه، ځکه چې د نجونو او میرمنو له خوا یې ښه هرکلی شوی دی ."

اقرا درې میاشتنۍ مجله ده چې څلور ګڼې یې خپرې شوې او یوه کلنه شوه. د دې مجلې د هدف په اړه اغلې ژوند ازادي راډیو ته وویل:

"هدف مو د افغان ښځو غږ ته انعکاس ورکول دي، د ښځو غږ وچتول دي، چې دوی یو خپلواکه غږ ولري، بل دا چې دوی له تعلیم راګرځول شوې وې مونږ ویل چې یوه انګیزه خپره کړو، چې د دوی وخت ضایع نشي او لیکنې وکړي."

فتانه ژوند چې خپله هم له لوړو زده کړو راګرځول شوې یوه نجلۍ ده وايي، "اقرا" مجله یوازې او یوازې د ښځو له خوانه ښځو ته ده:

"دا مجله خاص د نجونو او میرمنو لپاره ځانګړې شوې ده، په دې کې یوازې د نجونو او میرمنو لیکنې خپرېږي، خاطرې، هنرونه، د ښځو لپاره معلوماتي، روغتیايي او علمي لیکنې په کې خپرېږي. دا یوه شخصي مجله ده او هیڅ ارګان پورې اړه نه لري."

نوموړې زیاتوي، "اقرا" د افغانستان په دوو رسمي ژبو پښتو او دري خپرونې لري او هیله لري چې یوه ورځ یې په فزیکي ډول هم چاپ کړي:

"هیله او تصمیم لرم چې یوه ورځ په فزیکي ډول هم دا مجله مونږ چاپ کړو، خو اوس وخت کې د اقرا مجلې انلاین خپرول غوره ګڼم، ځکه چې په انلاین ډول مونږ کولای شو د نړۍ تر ګوټ ګوټ دا مجله ورسوو، او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې یې په انګریزي ژبه هم خپره کړو، تر څو ټولنې نړۍ ته د افغان ښځو غږ ورسوو."

د "اقرا" مجلې لوستونکي او قلمي همکارانې هم له دې هڅې خوښې دي.

له دې ډلې مسعودې افغان او ګلالۍ هوتک ازادي راډیو ته وویل:

"زه یې یوازې د لیکنو یوه تولګه نه ګڼم، بلکې یو فکري کور، یو ادبي چاپیریال او معنوي پانګه ده، د لوستونکو ښځو او ځوانو لیکوالانو لپاره یو مثبت قدم دی، دا داسې یو فکري بهیر رامنځته کوي، چې هم اسلامي روح لري، هم فلسفي ژوروالی او هم ادبي ښکلا."

" شخصاً په فرهنګي او ټولنیزه برخه کې فعالیت کوم، او خوشحاله یم هغه څه باندې چې پوهېږم د قلم په ژبه یې نورو نجونو او خپلو دوستانو ته وړاندې کړم."

د یادونې ده د افغان نجونو لپاره دا انلاین مجله داسې مهال خپل یو کلن مزل بشپړوي چې په افغانستان کې په رسنیو کې د ښځو په حضوري کار ګڼ محدودیتونه لګېدلي دي.

طالبانو په رسنیو په ځانګړي ډ‌ول ټلویزیونونو کې د ښځینه کارکونکو لپاره د مخونو پوښل جبري کړي او دغه شان یې په ډیری ولایتونو کې د نارینه او ښځینه کارکونکو په ګډو خپرونو هم بندیزونه لګولي دي، ان دا چې ویلي یې دي چې ښځې اوریدونکې نارینه وو سره خپرونه کې ټیلفوني اړیکې هم نشي نیولی.

په تر ټولو ورستي اقدام کې همدا روانه لمریزه میاشت په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت ځايی چارواکو د اف ایم راډیو ګانو مسوولینو ته خبرداری ورکړ چې ښځینه کارکونکې یې باید دفترونو ته له شرعي محرم پرته ورنشي او د ښځو او نارینه همکارانو ګډې خپرونې هم باید بندې شي.

د تېر ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په خپاره شوي قانون کې ان د ښځو غږ هم عورت بلل شوی او ویل شوي چې ښځې په لوړ غږ نعتونه نه شي ویلی او قرائت هم نه شي کولی.

که څه هم بیلابیلو نړیوالو سازمانونو د طالبانو دا محدودیتونه غندلي خو طالبانو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي او نه یې د نجونو او ښځو په وړاندې خپل دریځ نرم کړی دی.

XS
SM
MD
LG