د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

څه باندې دوه میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي او خوارځواکي یې ګواښي


یو بېوزله افغان ماشوم
یو بېوزله افغان ماشوم

په افغانستان کې د مخ په پراخېدونکې بې وزلۍ په اړه د راپورونه په دوام تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي د دغه هیواد ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت او په دې کې نیمايي له شدیدي خوراکي بې وزلۍ سره مخ دي.

یونیسف په یو راپور کې چې سې شنبه د جون ۱۷ مه یې په ریلیف ویب پاڼه خپور کړی د خوراکي بې وزله سره د مخ ماشومانو شمېر ۲ میلیون او ۱ لک تنه ښوولی او ویلي دي چې په حیرانوونکي توګه په دې کې څه ۸۵ سلنه له دوه کلونو کشران دي.

راپور په افغانستان کې د یونیسف د مشر تاج الدین الویه له قوله لیکي چې افغان ماشومان نه یواځې د مناسبې تغذیې څخه بلکې د ودې او پرمختګ له لومړنیو اړتیاوو هم محروم دي.

نوموړي ویلي د ماشومانو خوارځواکي یو خاموشه رنځ دی او افغان ماشومان هره ورځ له اتو اړینو خوړو څځه یوازې دوه ډوله خواړه لري چې په خبره یې دا حالت افغان ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ خطر او ان د مړینې له ګواښ سره مخ کوي.

د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د ماشومانو د خوراکي بې وزلۍ د راپور له مخې، په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان خوارځواکي تجربه کوي چې له دې ډلې یې ۱ عشاریه ۴ میلیونه د مړینې له جدي ګواښ سره مخ دي.

افغان ماشومان او بیوزله کورنۍ
افغان ماشومان او بیوزله کورنۍ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي افغانستان اوس مهال د نړۍ په کچه د خوړو د شدیدې بې وزلۍ لرونکو هیوادونو په ډله کې څلورم ځای لري.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وايي د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله نه شي کولای خپل ماشومان په سمه توګه تغذیه کړي.

د کابل یو اوسېدونکی ۴۰ کلن مجیب چې د یوولس کسیزې کورنۍ مشر دی او په لاسي کراچۍ کار کوي وايي هره ورځ له اتیا تر یونیم سل افغانۍ پیدا کوي چې د ده د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

« ډېر کار چې وکړم له سل تر یو نیم سل افغانۍ کار کوم، نه پوهیږم په لاسې کراچۍ د کور کرایه ورکړم که اولادونو ته نفقه پیدا کړم، موږ یولس کسیزه کورنۍ یو، یوازې نهه ماشومان دي، موږ ته درې وخته ډوډۍ نه رارسیږي، ډیری وخت د شپې له لوري ماشومان په لوږې ویده کیږي او ان تر نیمې شپې د لوږې له امله ژاړي.»

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یوې اوسېدونکې شکیبا چې مخکې یې په یوې دولتې ادار کې کار کوو او د پلار مرستندویه وه خو د طالبانو په بیاځلی راتګ سره وزګاره شوې ازادي راډيو ته یې وویل له داسې غربت سره مخ دي چې ان د وچې ډوډۍ د اخیستلو توان لا نه لري:

« اقتصادي ستونزي دومره ډېرې شوي چې حد نه لري، دوکاندارانو په موږ پور بند کړی دی، خپلوانو مو رانه مخ اړولی دی، موږ له ډېرې بدې بې وزلۍ سره مخ یو، ان د وچې ډوډۍ د اخیستلو توان لا نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د کورنیو ترمنځ د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه زیاته شوې ده.

د جون په ۱۵ مه د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او ډبیلو ایف پي په ګډون د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک د کافي خوړو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په دې ګډه اعلامیه کې راغلي وو چې په دې هیواد کې شاوخوا ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي او ۴۰ سلنه ښځې له خوارځواکۍ کړېږي.

دوی د دغه وضعیت لاملونه په عمده توګه کمزوری اقتصاد او طبیعي پیښې لکه وچکالۍ بللي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې د انګلستان په همکارۍ یې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره "د افغانستان لپاره د لومړي خواړه" په نوم یو پروګرام پیل کړی.

د یونېسف په وینا، دا پروګرام د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې نږدې دوو میلیونو ماشومانو ته د خوړو د رسولو لپاره برابر شوی دی.

د طالبانو حکومت ویلي په افغانستان کې بشري وضعیت دومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې نړیوال بنسټونه یې تصویر وړاندې کوي، داسې مهال چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۲۳ میلیونه اوسېدونکي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG