ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۴مه) په سپینه ماڼۍ کی د دې فرمان د لاسلیک کولو پر مهال وویل چې دا پرېکړه یې د دې ۱۲ هېوادونو له لوري ورته د متوجې ګواښونو د شدت پر بنسټ کړې ده:
"موږ نشو کولای له هغه هېوادونو ازاده مهاجرت ولرو، چېرې چې موږ نشو کولای هغه کسان چې هڅه کوي متحده ایالاتو ته راشي، په خوندي او باوري ډول وڅېړو. له همدې امله نن زه یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیکوم چې په ځینو هېوادونو لکه یمن، سومالیا، هایتي، لیبیا او څو نورو باندې د سفر محدودیتونه لګوي. د دغو محدودیتونو د شدت اندازه د هغو ګواښونو په کچې پورې تړلې ده چې دغه هېوادونه یې رامنځته کوي. په دې نوملړ کې د اساسي ښه والي په صورت کې چې ممکن رامنځته شي، بیا کتنه هم کېدای شي او دغه راز د نویو ګواښونو د راڅرګندېدو په صورت کې نوي هېوادونه هم په کې اضافه کېدای شي."
دا فرمان د سپینې ماڼۍ پر وېب پاڼه هم خپور شوی او په کې راغلي چې دا فرمان به له راتلونکي اونۍ (د جون له ۹مې) د اجرا وړ وي.
ما د امریکا د ملي امنیت، ګټو او د خلکو د ساتنې لپاره دا اقدام کړی دید امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ټرمپ په دې فرمان کې ویلي چې "ما د امریکا د ملي امنیت، ګټو او د خلکو د ساتنې لپاره دا اقدام کړی دی".
له افغانستان سربېره ایران، برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې امریکا ته يې د وګړو په سفر محدودیت لګول شوی دی.
که څه هم په دې فرمان کې د افغانانو په ځانګړو هغو کسانو لپاره چې د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.آی.وي) کېسونه لري ځيني استثناوې شته، خو د ډونالد ټرمپ دې فرمان هغه افغان پناه غوښتونکي سخت اندېښمن کړي چې په دریمو هېوادونو کې دي او امریکا ته د تګ کېسونه لري.
په متحده عربي اماراتو کې ابوظبي په کمپ کې مېشت افغان چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو نژدې څلورو کلونو دی په ابوظبي او مېرمن او ماشومان یې په قطر کې په کمپ کې په بې برخلیکه حالت کې دې ته په تمه دي چې امریکا کې به یې د پناه غوښتنه منل کېږي، خو په خبره یې د ټرمپ دې فرمان نهیلي کړي دي: "زه چې یې دلته راوستلم ( پی ۱) کیس لرم، له ما ۷ میاشتې وروسته یې زما مېرمن او ماشومان قطر ته بوتلل، زه دلته او اولادونه مې هلته پاتې دي، تر ننه په بې برخلیکه حالت کې یو، موږ هیله له لاسه ورکړې، مېرمن مې سخته ناروغه ده ځای کې پرته ده، اولادونه مې یې سر ته ناست او ژاړي، افغانستان کې مو هم هر څه له لاسه ورکړي، دلته ذهني او روحي شکنجه کېږو، موږ ته باید زموږ حق راکړل شي، څلور کاله یې په تمه کړي یو."
له شپې راهیسې چې له دې خبرې خبر شوي یو ډیر زیات یې اندېښمن کړي یو، (اس ای وي) کیس لرونکي تر موږ څه برتري لريپاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه یو افغان
په پاکستان کې مېشت د (پی۲) کېس درلودونکي ولي بیا ازادي راډیو ته وویل: "له شپې راهیسې چې له دې خبرې خبر شوي یو ډیر زیات یې اندېښمن کړي یو، موږ نه پوهېږو چې (اس ای وي) تر موږ څه برتري لري، په داسې حال کې چې موږ امریکا ته اوږه پر اوږه کار کړی دی، نږدې درې نیم کاله کېږي چې موږ په بې برخلیکه حالت کې پاکستان کې یو، ماشومان مو له زده کړو پاتې دي، د امریکا له دولته مې غوښتنه ده چې موږ دې هم د (اس ای وي) په شان ویزو کې شامل کړي، ځکه موږ هم د امریکا دولت سره همکار وو."
د سپينې ماڼۍ له لوري د ډونالد ټرمپ په خپور شوي اجرایوي فرمان کې د افغانستان په ګډون د هغو ۱۲ هېوادونو چې امریکا ته یې د وګړو په ورتګ بندیز لګول شوی دلایل یې هم ویل شوي.
د افغانستان په تړاو ویل شوي چې دا هېواد د طالبانو لخوا کنټرول کېږي، کوم چې د متحده ایالاتو په ځانګړي ډول د (اس ډي جي ټي) په نوم د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دي.
دا لېست چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت لخوا چمتو شوی، هغه ډلې او اشخاص په نښه کوي چې د ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري اومتحده ایالات پرې له همدې امله اقتصادي بندیزونه لګوي او د دوی شتمنۍ کنګل کوي.
د ټرمپ په فرمان کې دا هم راغلي چې افغانستان د پاسپورټونو او نورو مدني اسنادو د صادرولو لپاره یوه وړ یا (دوی سره) همکاره مرکزي اداره نه لري او دغه شان د اشخاصو د پلټنې او ارزونې لپاره اړین مېکانیزمونه هم نه لري.
خو د ټرمپ دې فرمان ته امریکا ته د افغانانو د انتقال ځینو ملاتړو بنسټونو هم غبرګون او اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې فرمان په پلي کېدو به زرګونه افغانان له بې برخلیکه حالت سره مخ شي.
د افغان ایواک مشر شان واندیور په خپله اېکس پاڼه د جون په ۴مه لیکلي، که څه هم د ډونالد ټرمپ دې بندیز کې د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزې (اس ای وي) لرونکي مستثنی دي، خو ویلي یې دي چې زرګونه نور افغانان زیانمنوي چې له طالبانو تښتېدلي، د ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره یې ځانونه په خطر کې اچولي، مخکې څارل شوي او د متحده ایالاتو حکومت لخوا تمه ورکړل شوې.
دغه امریکایي چارواکي د افغانانو په ننګه ویلي چې دوی یې متحدین دي.
خو د ډونالد ټرمپ په دې فرمان کې کومه استثنا شته؟
دې فرمان کې هغه افغانان چې د مهاجرت ځانګړې ویزې (اس ای وي) لري یا قانوني دایمي استوګنه یا د متحده ایالاتو ګرین کارتونه لري، هغه افغانان چې دوه ګونی تابعیت لري چې د بل هېواد پاسپورټ لري او د دې پاسپورټ په کارولو امریکا ته سفر کوي، هغه کسان چې د کډوالۍ ویزې لري او دا ویزې د کورنۍ د نږدې غړو، لکه مېرمنو او کوچنیو ماشومانو له لارې ترلاسه شوي، اجازه لري چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
سربېره پر دې، هغه کسان چې په نړیوال جام یا المپیک کې د لوبغاړو یا روزونکو په توګه برخه اخلي، امریکا ته د ننوتلو اجازه به ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د خپل واک په پیل کې د روان کال په جنورۍ کې د یو فرمان په صادرولو د امریکا له اړوندو امنیتي ادارو او بهرنیو چارو وزارته غوښتي و چې د دوی د هېواد د اقتصادي او امنیتي وضعیت ارزونه وکړي او تر درېیو میاشتو متحده ایالاتو ته د کډوالو پر ورتګ او د دوی بهرنۍ مرستې بندې کړي.
د یادونې ده چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړی دوره کې هم ورته یو فرمان صادر کړی و چې له مخې يې تر ډېره امریکا ته د مسلمانو هېوادونو له هغې ډلې د عراق، سوریې، ایران، سوډان، لیبیا، سومالیا او یمني اتباعو په سفر بندیز لګول شوی وو.