په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو بندیز لا هم پر خپل ځای دی د استرلیا د میلبورن پوهنتون، یو شمېر افغانو نجونو ته د حقوقو په برخه کې د زده کړو پروګرام پیلوي.
د اسټرلیا میلبورن پوهنتون د جون ۳ مه په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې دغه یو کلن انلاین پروګرام په افغانستان دننه او بهر د هغه افغان نجونو د حقوقو په زده کړو تمرکز کوي چې د شته محدودیتونو له امله دې برخه کې د زده کړو له دوام محرومې شوې دي.
خو په اعلامیه کې ددې پروګرام د پیل د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي او په دې اړه هم کوم جزیات نه دي ورکول شوي چې له دې پروګرام وروسته به ګډون کوونکو نجونو ته کوم سند ورکول کیږي او کنه.
په اعلامیه کې راغلي چې دوی دا پروګرام د مور یا مایډ نړیوال بنسټ په همکاري پیلوي.
د مور یا مایډ تعلیمي مسول او د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی رییس غلامشاه عادل ازادي راډیو ته وویل ټاکل شوې چې دا پروګرام په راتلونکو میاشتو کې د هغه ۱۰۰ افغان نجونو د ملاتړ په هدف پیل شي چې د حقوقو په برخه کې یې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې دي. "دا زموږ د ادارې "ماید" او د میلبورن پوهنتون ترمنځ د کار ویش دی، هغوی به دوی ته د نړیوال حقوقو اړوند مضامین تدریسوي، او هغه مضامین چې د افغانستان د کریکولم مطابق دي، هغه موږ تدریسیوو، او د دې پروګرام په پای کې دوی د لیسانس دیپلوم ترلاسه کوي، تر څو د نورو زده کړو او کار په برخه کې ترې ګټه واخلي."
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس په افغانستان کې په زده کړو د محدودیت له امله د ډیر شمېر نجونو لوړې زده کړې نیمګړې پاتې دي.
په بهر او افغانستان کې دننه یو شمېر نجونې چې له زده کړو محرومې دي وايي که څه هم دا پروګرام د محدود شمېر نجونو لپاره پیلیږي خو دوی یې هرکلی کوي او ټینکار کوي چې باید د افغان نجونو د زده کړو لپاره پراخ پروګرامونه پیل شي.
د دوی له ډلې راحیل ازادي راډیو ته وویل"نجونې اړتیا لري چې په اوسني وضعیت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، په ځانګړې ډول د قانون په برخه کې، ځکه چې د دوی حقونه اوس مهال تر پښو لاندې کیږي، او ښځې څنګه کولی شي له خپلو حقونو دفاع وکړي او د دوی حقونه څه دي، زه د دې پروګرام هرکلی کوم."
فاطمه محمدي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په زده کړو د نجونو له بندیز وروسته ایران ته تللې هم ازادي راډیو ته یې وویل:"دا ډول پروګرامونه زموږ د افغان نجونو لپاره د هیلو یوه رڼا کېدای شي تر څو موږ وکولای شو وکولای شو له دې رڼا نه په ګټې اخیستې خپلې هیلې تعقیب کړو. "
له ۲۰۲۱ کال اګسټ وروسته واک ته د طالبانو په بیا ځلي رسیدو له شپږم ټولګی پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګول شوی دی.
د دې ترڅنګ ښځې کار ته نه پرېښودل کیږي، له شرعي محرم پرته سفر نه شي کولای او په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې په ګډون یې هم محدودیت وضع شوی دی.
که څه هم دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي خو طالبانو تراوسه نجونو ته د زده کړو اجازه نه دی ورکړې.