انګلستان به راتلونکی کال د کرکټ د ټېسټ سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ او پاکستان لوبډلو کوربهتوب وکړي، او د هند او سریلانکا لوبډلې به هم دې هېواد ته د یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي.
د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) دا خبره د پنجشنبې په ورځ کړې ده.
د انګلستان د کرکټ بورډ د پلان له مخې، انګلستان به د جون په میاشت کې له نیوزیلنډ سره درې ټېسټ لوبې وکړي، چې لومړۍ به یې د لُورډز په لوبغالي کې ترسره شي.
د پاکستان لوبډله به هم د اګست میاشتې په نیمایي کې انګلستان ته ولاړه شي او هلته به درې ټېسټ لوبې وکړي.
همداراز، د هند او سریلانکا لوبډلې چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام ګډ کوربهتوب کوي، انګلستان ته به د یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره ورشي.
د انګلستان د کرکټ بورډ اجرائیه مشر ریچارډ ګولد په یوه اعلامیه کې ویلي: "خوښ یو چې بېلابېلې لوبډلې د سیالیو لپاره انګلستان ته راځي، او یو بل له نندارچیانو ډک او هیجاني دوبی به ولرو."